د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۴

طالبان: د سږ کال د حج په مراسمو کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي


په سعودي عربستان کې د سږني حج له مراسمو یو انځور
په سعودي عربستان کې د سږني حج له مراسمو یو انځور

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال د حج مراسمو کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي دي.

وروسته له هغې چې له سعودي عربستانه افغانستان ته د حاجیانو د راتلو بهیر پای ته ورسېد، د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت چارواکو سږ کال د حج په مراسمو کې د ۲۷ افغان حاجیانو د مړينې خبر ورکړ.

د دغه وزارت سرپرست نور محمد ثاقب د سه شنبې په ورځ په کابل کې د حج د مراسمو د پای ته رسېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې ياد افغانان په مکه معظمه او مدینه منوره کې مړه شوي دي.

ثاقب وویل: "په ټوله کې په مکه او مدینه کې ۲۷ حاجیان د بېلابېلو لاملونو له امله مړه شوي، دوه یې د ترافیکي پېښو، یو یې د وینې لوړ فشار، یو د زړه ناروغۍ، یو د شکرې او يو تن د سختې ګرمۍ له امله او ۲۱ نور د طبیعي مړينو له امله مړه شوي دي."

د طالبانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر وویل چې د افغان حاجیانو د مړینې کچه هم د تېرو کلونو په پرتله او هم د نورو هېوادونو په پرتله کمه ده.

ثاقب ادعا وکړه چې افغان حاجيانو ته د حج پر مهال د خوراکي او روغتيايي خدمتونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې ډېرې اسانتياوې برابرې شوې وې.

ویل کېږي د حج په مراسمو کې د مړو شویو زیارت کوونکو لامل ګرمه هوا ښودل شوې ده.
ویل کېږي د حج په مراسمو کې د مړو شویو زیارت کوونکو لامل ګرمه هوا ښودل شوې ده.

یو شمېر افغانان هم تاییدوي چې د سږ کال د حج مراسمو کې یې د کورنۍ غړي او خپلوان مړه شوي دي.

د کابل یوه اوسېدونکي عبدالمقصود تابش ازادي راډیو ته وویل چې د کاپيسا ولایت اوسېدونکی ۵۵ کلن د تره زوم يې په سعودي عربستان کې د تودوخې له امله مړ شوی دی.

تابش وايي: "د هغه نوم عبدالمنیر و، د اختر په لومړۍ ورځ مړ شوى، ستونزه د ګرمۍ شدت وه، هوا ګرمه وه او کافي اوبه نه ورته رسېدي، کومه ناروغي یې نه درلوده."

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى يارمحمد وايي چې ٨٠ کلن پلار يې د سږ کال د حج پر مهال په سعودي عربستان کې مړ شوى او مړى يې افغانستان ته لېږدول شوى دى.

هغه وویل: "زما پلار سپین ږیری شیخ و، شاوخوا اتیا کلن و، کومه ځانګړې ناروغي یې نه درلوده، سعودي عربستان ته تللی و او هلته وفات شو."

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د سږ کال حج په مراسمو کې د ډېرې سختې ګرمۍ له امله د بېلابېلو هېوادونو زرګونه حاجیان مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال په ۹۴ پروازونو کې ۳۰ زره افغانان سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو او د حج د مراسمو له ادا کولو وروسته افغانستان ته د حاجیانو د وروستۍ ډله د دوشنبې په ورځ افغانستان ته راورسېده چې ورسره د حاجيانو د بېرته ستنېدو بهیر هم پای ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG