د کابل اوسېدونکی اتل خان د سږکال کانکور ازموینې عمومي اول نمره شو.
اتل خان د کابل له حبیبې لېسې فارغ او د ۳۵۹ اعشاریه ۶۱ نمرو په لرلو د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د ازادي راډیو خبریالې ثنا کاکړ له نوموړي سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې له عمومي اول نمره کېدو سره هغه او کورنۍ یې څه احساس لري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ: