نړۍ
د اسراییل په پلازمېنه کې د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د اسراییل پر تلبیب ښار د بېپیلوټه الوتکې د یوه برید مسوولیت اخیستی، چې د چاودنې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوی دی.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور لهمخې د حوثیانو پوځي ویاند یحی سریع په ټولنیزو شبکو کې په یوه بیان کې ویلي چې، دوی د یافا په نوم نوې بېپیلوټه الوتکې چې د دښمن د رادارو سیسټم یې نهشي موندلی، فعالې کړي دي.
تر دې مخکې د اسراییل د بېړنیو خدمتونو د ادارې یو ویاند وایي چې، نن سهار وختي په تلبیب کې د یوې چاودنې په نتیجه کې یو تن وژل شوی دی.
د اسراییل پوځ ویلي، د یوه هوایي هدف راغورځېدلې ټوټه د دغې چاودنې سبب شوې ده.
پهدې اړه نورجزیات نهدي ورکړل شوي، خو د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې، چاودنه د دې ښار د مرکزي برخې په یوه ودانۍ کې سهاروختي پاو باندې درې بجې شوې ده.
یوې روغتیایي ادارې پهدې چاودنه کې د دوو کسانو د سطحي ټپي کېدو خبر ورکړی، خو د پولیسو په لومړني راپورکې د اووه کسانو د ټپي کېدو خبره شوې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زیلنسکي سپینې ماڼۍ ته ځي،داروپا مشرانو د ټرمپ او پوتین غونډې ته غبرګون وښوده

د اوکراین ولسمشر د امریکا او روسیې د ولسمشرانو له غونډې وروسته وايي چې د دوشنبې په ورځ واشنګتن ته ځي.
ولودیمیر زیلنسکي نن یکشنبې وویل " که هرڅه ښه سم په مخ ولاړ شي له ولسمشر پوتین سره د غونډې پلان به جوړ کړي. "
دامریکا او روسیې د ولسمشرانو دونالد ټرمپ او ویلادیمیرپوتن غونډه پرته لدې چې په اوربند توافق وشي د جمعې په ورځ په الاسکا کې پای ته ورسیده.
ټرمپ له غونډې وروسته وویل سره لدې چې توافق ونه شو خو پرمختګ وشو.
ټرمپ پرته له جزییاتو زیاته کړه چې لږ موضوعات پاته دي چې ځینې یې ډیرمهم نه دي ، خوشاید یوه مسئله ترټولو مهمه وي او یو ښه فرصت شته چې ورباندې توافق وشي.
د روسیې ولسشمر ویلادیمیر پوتین هم پرته لدې چې د خبرو جزییاتو ته اشاره وکړي څرګنده کړه چې مسکو به د شخړې د اصلي عواملو په لیرې کیدو ټینګار وکړي ؛ داچې اوکراین د ناټو د غړیتوب د ترلاسه کولو هڅو څخه لاس واخلي او د اوکراین د اردو د بې وسلې کولو لپاره اغیزناک ګامونه واخیستل شي.
د اروپايی هیوادونو مشرانو د ټرمپ اوپوتین د غونډې په هکله غبرګون وښوده.
د جرمني ، فرانسې ، بریتانیا ، ایټالیا او نورو اروپایي هیوادونو مشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ.
اعلامیې زیاته کړه چې دوی اماده دي چې دوی اماده دي چې د اروپا په ملاتړ د اوکراین ، روسیې او امریکا د درې اړخیزې غونډې لپاره هڅې وکړي.
دفرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ایکس شبکه ( پخواني تویتر) کې خپل پیغام کې ولیکل چې "دوامدارې سولې" ته رسیدلو لپاره باید د اوکراین ملاتړ او پر روسیې فشار دوام وکړي.
پاکستان کې د سیلابونو د تلفاتو شمیر ۳۲۱ کسانو ته ورسید

چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په شمال کې د سختو سیلابونو له امله په تیرو ۴۸ ساعتونو کې لږترلږه ۳۲۱ کسان مړه شوي دي او ژغورونکي له خټو او خاورو څخه د جسدونو د را ایستلو هڅې کوي.
د طبیعي پیښو د مدیریت ولایتي ادارې وویل چې د رپوټونو په اساس لدې جملې ډیری کسان ، ۳۰۷ تنه، د خیبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې مړه شوي دي .
ډیری دغه کسان د سیلابونو او د کورونو د نړېدو له امله مړه شوي، چې په مړو کې ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان هم شامل دي. لږ تر لږه ۲۳ کسه نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ایالتي ادارې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰ ژغورونکي له خاورو څخه د جسدونو په را ایستلو او په نهو زیانمنو ولسوالیو کې د مرستې په عملیاتو بوخت دي چیرې چې باران لاهم هڅې له خنډ سره مخ کوي.
د یادې ادارې ویاند بلال احمد فیضي ویلي چې : "درانه بارانونه، په څو سیمو کې د ځمکې ښویدنې او د سړکونو ویجاړیدل د مرستو رسولو کې ، په ځانګړې توګه د درنو ماشینونو او امبولانسونو لیږدولو کې ستونزې را مینځ ته کوي."
ایالتي حکومت د بونیر، باجوړ، سوات، شانګله، مانسهره او بټګرام غرنۍ سیمې سختې زیانمنې شوي سیمې اعلان کړي دي.
د امریکا او روسیې مشرانو د الاسکا غونډه ګټوره بللې

د امریکا او روسیې د مشرانو تر غونډې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ډیر لږ داسې څه پاتې شول چې موافقه پرې نه وي شوې.
په اوکراین باندې د روسیې د نژدې دوه څلویښت میاشتو د جګړې په اړه دا سرمشریزه د الاسکا په انکوریج کې د ایلمیندوروف په هوایي ډګر کې د اګست په پنځلسمه ترسره شوه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر غونډې وروسته، پرته له دې چې د خبرو جزییات له رسنیو سره شریک کړي، وویل چې مذاکرات رغنده و او هیله یې دا ده چې اوکراین او اروپایي متحدان یې پلانونه خراب نه کړي.
په دې سرمشریزه کې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ په امریکایي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ټرمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکوف برخه اخیستې وه، د روسیې له ولسمشر سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه سلاکار یوري اوشاکوف مل و.
په پاکستان کې د ورښتونو له امله ۲۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر دوه نیم سوه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خیبرپښتونخوا د چارواکو او ژغورونکو په وینا یوازې په بونیر کې د تلفاتو شمیر تر دوه سوو اوړي، لس تنه په ګلګت بلتستان او نولس نور د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې وژل شوې دي.
چارواکي وایي چې یوه هیلکوپتر چې سیل ځپلیو ته یې مرستې رسولې د باجوړ لور ته د خرابې هوا له امله لویدلې ده او د عملې پنځه غړي یې هم په دې پیښه کې وژل شوې دي.
په سوات کې د سیندونو د اوبو د زیاتیدو له امله تر دوه زره ډیرو کسانو خپل کورونه پرې ایښې دي او خوندي ځایونو ته لیږدیدلې دي.
چارواکو ویره ښودلې ده چې تلفات ممکن تر دې پسې زیات شي.
د هند صدراعظم پاکستان ته خبرداری ورکړ

د هند صدراعظم وویل، که په راتلونکي کې د پاکستان له لورې پر هند برید وشي، سخته سزا به ورکړي.
نریندرا مودي دا خبرداری نن له بریتانوي استعمار څخه د هند د خپلواکۍ د اته اویایمې کلیزې په مناسب اسلام اباد ته ورکړ.
ښاغلي مودي دا څرګندونې درې میاشتې وروسته تر دې کړې دي چې هند او پاکستان څلور ورځې جګړه وکړه.
دا جګړه د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پهلګام په سیمه کې د ترهګرو له یوه برید وروسته پيل شوه. د ترهګرو په دې حمله کې شپږ ویشت سیلانیان ووژل شول، نوي ډیلي د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او پاکستان په دې حمله کې لاس لرل رد کړل.
په خیبرپښتونخوا کې سیلونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی

د خییبرپښتونخوا په باجوړ، کوز دیر، شانګلې، بټګرام او مانسهره کې د بارانونو او سیلونو له امله لږ تر لږه څلور دیرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پيښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو د ایالتي ادارې ویاند بلال فیضي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په باجوړ کې شپاړس جسدونه له سیلونو راایستل شوې دي او اووه تنه لا هم تري تم دي.
د ښاغلي فیضي په وینا په بټګرام کې لس، په کوز دیر کې پنځه او په شانګله کې یو تن تر دې دمه د سیلونو له امله ساه ورکړې ده.
په مانسهره کې بیا د دوو تنو د وژل کیدو او یوه تن د ژوبلیدو خبرونه خپاره شوې دي.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې د جون له شپږ ویشتمې راهیسې په ټول پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر درې سوه شپیته ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
پاکستان د توغندیزې وړتیا د څارنې یو پوځي مرکز جوړوي

پاکستان به په متعارفو جګړو کې د خپل توغندیزې وړتیا د څارنې لپاره یو پوځي بنسټ جوړ کړي.
دغه اقدام په ظاهره له هند سره د مخامخ کېدو په صورت کې د توغندیزې وړتیا د لوړولو په هدف ترسره کیږي.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته د " پاکستان د پوځ د توغندیز ځواکونو" د جوړیدو خبر ورکړ.
شریف دغه څرګندونې د پاکستان د خپلواکۍ له اته اویایمې کلیزې یو ورځ مخکې، له هند سره د تیرې مې میاشتې د جګړې په یاد غونډه کې کړي.
د هغه خبرې رسنیو نن راپور کړي دي.
شریف زیاته کړې چې د پاکستان توغندیز ځواکونه به " په نوې ټکنالوژۍ" سمبال وي.
پوتین او ټرمپ یو په یو سره ګوري، یوازې ژباړونکي به ورسره وي

مسکو وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یو په یو وګوري او یوازې ژباړونکي به ورسره وي.
په کریملین ماڼۍ کې د پوتین یوه همکار یوري یوشاکوف نن پنجشنبه ( د زمري ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، دواړه دا مشران به سبا په ځایي وخت ۱۱ نیمې بجې د امریکا په الاسکا کې سره وګوري.
ټاکل شوې دواړه مشران د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د دغو لیدو کتو په درشل کې د اوکراین ولسمشر له اروپایي مشرانو سره لیده کاته کوي او دې ترڅ کې یې نن لندن کې د بریتانیا له صدر اعظم کییر سټارمر سره کتلي دي.
زلنسکي پرون برلین کې د جرمني او یوشمیر نورو اروپایي هېوادونو له استازو سره وکتل.
زلنسکي هڅه کوي چې ټرمپ له هغې خبرې وګرځوي چې ویلې یې دي، د اوکراین د سولې په تړون کې ممکن د ځمکې ورکړه هم شامله وي.
پاریسن-ژرمن د اروپا سوپر جام سیالیو کې تاتنهام ته ماتې ورکړه

د فرانسې پاریسن-ژرمن فوټبال لوبډلې د اروپا د سوپر جام سیالیو له شور او زوږه ډکې یوې لوبه کې انګلیسي سیال تاتنهام ته ماته ورکړه.
په دې سره دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال پنځمه اتلولي ولمانځله.
په دغې لوبه کې چې ایټالیا کې ترسره شوه، تاتنهام تر ۸۵ دقیقې پورې په دوه ګولونو بریالی و، خو نژدې لسو دقیقو کې پاریسن-ژرمن دوه ګوله ووهل او لوبه د پنالټي ضربو ته ولاړه.
پنالټي ضربو کې بیا پاریسن ژرمن خپل سیال مات کړ.
زلنیسکي بریټانیا ته تللی او هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په کتنه کې د اوکرایین په خاورې د معاملې مخه ونیسي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن پنجشنبې په لندن کې د بریټانیا له صدراعظم کییرسټارمر کتلي دي.
دا کتنه په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لیدنه یوه ورځ مخکې پلان شوې ده.
سټارمر په دې کتنه کې له قید او شرط د روسیې پر وړاندې د اوکرایین د ملاتړ اعلان وکړ.
پرون چهارشنبې زلنسکي د جرمني په پلازمینه برلین کې د اروپايي ټولنې له یو شمیر مشرانو سره کتلي وو.
زلنسکي په دې سفر کې هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په لیدنه کې د اوکرایین د خاورې په سر د معاملې مخه ونیسي.
تیره ورځ ولسمشر ټرمپ په یوه انلاین ناسته کې د اروپايي ټولنې له مشرانو او زلنسکي سره خبرې کړې وې.
په دې خبرو اترو کې اروپايي مشرانو ټرمپ ته واضعه ویلي وو چې د اوکرایین په خاروه معامله ونه کړي.
له دې وړاندې ټرمپ ویلي و، " اوکرایین او روسیې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي".
خو زلنسکي وايي، د سولې لپاره له خپلې خاورې نه تیریږي.
تمه ده سبا جمعه پوتین او ټرمپ د امریکا په الاسکا کې د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه خبرې وکړي.