نړۍ
د ملګرو ملتونو خبرداری: په غزه کې شاوخوا ۵۰۰زره کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې شاوخوا پنځه لکه کسان په غزې تړانګه کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.
دې سازمان پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې سرچینو ته محدود لاسرسۍ او محدود امکانات د دې سبب شوي چې اکثراً کورنۍ ونه شي کولای د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي.
په اوس وخت کې غزه په بشپړه توګه د اسراییل له خوا کلابنده ده.
د مرستندویه سازمونونو په وینا٬ په غزه کې د نهه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې بشري وضعیت ډېر خراب شوی او د جګړې د پای ته رسېدو څرګ هم نه لګېږي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل له خوا په بریدونو کې له ۳۸زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي خو دا شمېر د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هنګري کې د جنګي الوتکو د ورکو شویو تجهیزاتو او پورزو په اړه پلټنې پيل شوې

د هنګري چارواکو د اتو ( میګ-۲۹ جنګي جیټ الوتکو) د کلیدي پورزو د ورکېدو او اوکراین ته یې د احتمالي لېږد په اړه پلټنې پېل کړي دي.
سرچینو د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو هنګري څانګې ته ویلي چې ورکو شویو پورزو کې هغه الکترونیکي وسیلې هم شاملې دي چې د دغو الوتکو موقعیت او تسلیحاتي سیستم کنټرولوي.
د الوتکو دا پورزې له هغې هوایي اډې ورکې شوي چې دا ډول ۲۰ جنګي الوتکې په کې پارک شوي.
دا د پخواني شوري اتحاد د وخت جنګي الوتکې دي چې هنګري ځواکونو کارولې.
له دې سره د هنګري د حکومت هغه تګلاره تر پوښتنې لاندې راغلې چې ویلې یې دي، اوکراین ته وسلې نه ورکوي.
د امریکا او جاپان سوداګریزه هوکړه، ټرمپ پر جاپاني موټرو تعرفه کمه کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان پر واردیدونکو موټرو او نورو محصولاتو د ټیټې ګمرکي تعرفې فرمان پرون پجشنبه لاسلیک کړ.
پر جاپاني موټرو د ټیټې تعرفې دغه فرمان ۷ ورځې وروسته نافذېږي.
رویټرز خبري اژانس د یوې جاپانۍ سرچینې په حواله لیکلي چې له دې سره د جاپان پر موټرو د امریکا ګمرکي تعرفه له ۲۷ اعشاریه پنځو څخه، ۱۵ فیصدو ته ټیټېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جاپاني موټرو لوی شرکت ټویتا تیره میاشت وویل چې امریکا ته د دغو موټرو پر وارداتو د امریکا د لوړې تعرفې له کبله به ۱۰ میلیارده ډالره زیان وکړي.
په تیره جولای میاشته کې جاپان د یوې سوداګریزې هوکړې له مخې په متحده ایالتونو کې د پنځه نیم سوه میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.
ګڼ شمېر لویدیځو هېوادونو اوکراین ته له جګړې وروسته د امنیتي ضمانتونو ډاډ ورکړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وایي، شپږویشتو هېوادونو له جګړې وروسته اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو پر ورکړې هوکړه کړې.
مکرون پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۱۳مه) په پاریس کې د اوکراین په اړه د یوې غونډې له کوربه توب وروسته ویلي، دغه هېوادونه پر دې هم سلا شوي چې د ډاډمنونکي ځواک په توګه خپل ځمکني، سمندري یا هم هوایي ځواکونه اوکراین کې ځای پر ځای کړي.
هغه زیاته کړې چې له یادې طرحې د امریکا د ملاتړ مسله به راتلونکو ورځو کې نهایي شي.
د اوکراین د شاوخوا ۳۰ ملاتړو هېوادونو مشران د پاریس په غونډه کې سره ټول شوي وو.
تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ویډیو کانفرانس ترسره شو.
د ایران ولسمشر وايي په چین کې یې له خپل روس سیال سره څلور ساعته مهمې خبرې وکړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په څنډه کې یې له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره څلور ساعته کتنه لرله.
ښاغلي پزشکیان له دې غونډې د راستنېدو پرمهال وویل چې له پوتین سره په کتنه کې یې د سیمه ایزو، اقتصادي او علمي مسایلو په اړه خبرې وکړې.
پزشکیان همداراز زیاته کړه چې د چین او ترکیې له ولسمشرانو سره په کتنو کې یې خورا مهمې او حیاتي ستراتیژیکې پرېکړې وکړې خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.
د جرمني د خبري آژانس ډي پي اې د راپور له مخې د ایران مشران هیله من دي چې له روسیې او چین سره اړیکي به پر لویدیځ د تهران اتکا او د بندیزونو اغېز راکم کړي او د دې هېواد له دفاعي سکتور سره د همکارۍ په برخه کې به نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.
پوتین د روسیې له لویدیځ څخه د اوکرایني ځواکونو په ایستلو کې د شمالي کوریا د سرتېرو ستاینه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (د وږي ۱۲مه) د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه مننه وکړه چې د هېواد پوځیانو یې د روسیې له کورسک سیمې څخه د اوکرایني سرتېرو په ایستلو کې د مسکو مرسته کړې.
پوتین کوریايي سرتېري وستایل او ویې ویل چې هغوی په اتلولۍ سره جګړه وکړه.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر د چین په پلازمېنه بېجینګ کې په دې لیدنه کې ښاغلي کېم ته د مسکو د سفر بلنه ورکړه.
د پوتین او کېم لیدنې څه باندې دوه ساعته دوام وکړ خو د دوی د خبرو په اړه جزییات نه شته.
شمالي کوریا پر اوکراین د مسکو له حملې وروسته په تېرو درې نیمو کلونو کې د روسیې اصلي متحد پاتې شوی او د روسیې له لویدیځ څخه د اوکرایني پوځیانو د ایستلو لپاره یې خپل زرګونه سرتېری هلته واستول.
په بنو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ۱۲ ساعته جګړه پای ته ورسیده

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز د وسله والو له دولس ساعته جګړې وروسته، د پولیسو په وینا شپږ امنیتي سرتیرې او شپږ وسله وال وژل شوي او جګړه پای ته رسیدلې ده.
په بنو کې د پولیسو مشر سجاد خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته پرون ناوخته وویل چې د ( ایف سي) ځواکونو د مرکز په دروازه کې لومړی ځانمرګی برید وشو بیا شپږ وسله وال مرکز ته ننوتل چې د جګړې په ترڅ کې نولس سرتیرې ټپيان شوې هم دي.
د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې تحریک طالبان پاکستان ډله فعاله ده او اسلام اباد تور پورې کوي چې د دې ډلې مرکزونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي. د افغانستان طالبانو تل دا تورونه رد کړې دي.
په کوټه کې چاودنې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان په مرکز کوټه کې تیر ماښام په یوه چاودنه کې لږ تر لږه دیارلس تنه وژل شوې او دیرش نور ژوبل شوې دي.
چارواکي وایي چې چاودنه د ملتپال مشر سردار عطا الله منګل د تلین د مراسمو پرمهال وشوه.
د چاودنې پرمهال د عطا الله منګل زوی اختر منګل ته زیان نه دی اوښتی.
رویټرز اژانس د چارواکو په وینا وایي چې بم د موټرو په پارکینګ کې هغه وخت وچاودید چې خلک له غونډې څخه وتل.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیس وایي چې دوی د پېښې تحقیقات کوي او داسې ښکارې چې دا ځانمرګی برید و.
د دې حملې مسوولیت تراوسه چانه دی اخیستی.
ټرمپ په غزه کې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، ښایي د غزې په جګړه کې اسراییل بریالی وي خو د عمومي افکارو له اړخه دا جګړه بایلي.
ډونالډ ټرمپ په غزه کې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر ټرمپ ډیلي کالر ویپپاڼې ته په مرکه کې چې نن اسراییلي رسنیو خپره کړې ده دا هم وویل چې اسراییل باید د غزې جګړه ختمه کړي، دا جګړه د اسراییل حیثیت ته زیان اړوي.
په ورته وخت کې د بریتاینا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي په غزه کې په رامنځته شوي بشري بحران انتقاد وکړ او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه. ده وویل چې فلسطین باید د یوه هیواد به توګه په رسمیت وپيژندل شي.
په پاریس کې د اوکراین او اروپایي مشرانو غونډه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې له اروپایي مشرانو سره ګوري.
په دې غونډه کې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي تضمینونو مساله څیړل کیږي. البته د امنیتي تضمینونو موضوع هغه وخت مطرح کیږي چې د کییف او مسکو ترمنځ سوله وشي.
د ولسمشر زیلینسکي د دفتر د مشر سلاکار میخایلو پودولیاک په ایکسپاڼه کې ولیکل چې ښاغلي زیلینسکي به د اروپایي ټولنې له مشرې اروزلا وان دیر لاین، د ناټو له مشر مارک روټه، د جرمني له صدارعظم فریدریښ میرڅ او د بریتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره د دې تضمینونو په تړاو خبرې وکړي.
د دې غونډې مشري به د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بریتانیا صدراعظم سټارمر وکړي.
کییف د اوکراین د امنیت لپاره د اروپا د سوله ساتو ځواکونو یا د ناټو په څیر د دفاعي تضمینونو غوښتنه کوي، بل لور ته مسکو له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې په هیڅ حال کې به په اوکراین کې د لویدیځوالو د ځواکونو موجودیت ونه زغمي.
زیلینسکي : د اوکراین د پارلمان د پخواني رئیس اندري پاروبي د وژنې په تور یو مشکوک کس نیول شوی دی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وویل چې د هیواد د پارلمان د پخواني رئیس اندري پاروبي د وژنې په تور یو مشکوک کس نیول شوی دی.
اندري پاروبي د تیرې شنبې په ورځ د لویف ښار په یوه سړک کې په ډزو ووژل شو.
زیلنسکي تیره شپه پرته له نورو جزئیاتو خپله ایکسپانه کې ولیکل چې د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو او د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې مشر واسیل مالیوک د اندري پاروبي د وژنې په تور د یو شکمن کس د نیولو راپور ورکړی دی.
زیلینسکي ددغه نړیوال شهرت لرونکي سیاستوال قتل "وحشتناکه وژنه" بللی وه او ویلي وو چې "ټول اړین ځواکونه او وسیلې" به د مجرم د نیولو لپاره وکارول شي.
۵۴ کلن اندری پاروبي یو مشهور سیاستوال وو ، او د اوکراین د ۲۰۱۳-۱۴ کالونو ترمینځ موده کې یې د مسکو پلوي حکومت خلاف پاڅون کې چې د میدان انقلاب په نوم پیژندل کیږي مهم رول درلوده.