خبرونه
مسکو پر طالبانو د بندیزونو په لیرې کولو غور کوي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبنزیا وایي، مسکو پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو په لیرې کولو غور کوي.
د یورو اکتیف خپرونې د لیکنې پر اساس، نبنزیا پرون دوشنبې دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د طالبانو یوه پلاوي په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره ناسته درلوده.
نبنزیا خپرونې ته ویلي، پر دې حقیقت سترګې نه شي پټیدای چې طالبان دا مهال افغانستان اداره کوي او باید په همدې ترتیب له هغوی سره معامله وشي.
نبنزیا ونه ویل چې دوی به څه وخت په عملي توګه طالبان د بندیزونو له لسته وباسي.
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د کابینې څو نورو غړو هم له طالبانو سره د اړیکو د پياوړتیا او پر هغوی د بندیزونو د لرې کولو په تړاو ورته څرګندونې کړې دي.
طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د منع شویو ترهګرو ډلو په لیست کې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کرکټ ټیم شپږ لوبغاړي د سریلانکا لیګ ته جذب شوي
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم شپږ لوبغاړي به د سریلانکا په غوره لیګ کې لوبه وکړي.
ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمان، رحمان الله ګربز، ظاهر خان، ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي د هغو مراسمو په ترڅ کې چې سه شنبه( د جون دوهمه) په سریلانکا کې جوړ شوي و د سریلانکا غوره لیګ ته جذب شول.
د سریلانکا غوره لیګ سیالیو ته د افغانستان په شمول د دولسو بهرنیو هیوادونو لوبغاړي اخیستل شوې دي. په دې سیالیو کې د ګډون لپاره د نړۍ شپږ سوه پنځوس لوبغاړو غوښتنلیکونه سپارلي وو چې په دې ډله کې افغانستان له څو هغو ګوتو په شمیرو هیوادو څخه دی چې ډیر لوبغاړي یې دې لیګ ته اخیستل شوې دي.
ټاکل شوې ده چې د سریلانکا غوره لیګ د جولای په اوولسمه پیل شي او پایلوبه یې د اګست په اتمه ترسره شي
ایراني رسنۍ: تهران له څو ورځو راهیسې له واشنګټن سره اړیکه پریکړې؛ ټرمپ د یوې هوکړې لپاره خبرې روانې دي
ایران له متحده ایالاتو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې وړاندیز شوې هوکړې په اړه غور کوي، خو د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې تهران له واشنګټن سره اړیکه نه ده نیولې.
د رویترز د راپورله مخې د ایران د مهر خبري آژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې تهران د یوې لنډمهالې هوکړې د وروستي متن په اړه واشنګټن ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
همدارنګه نیمه رسمي خبري فارس هم د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د احتمالي هوکړې یا د تفاهم لیک په اړه پیغامونه څو ورځې وړاندې درېدلي دي او د تهران وروستی پیغام "روښانه پیغام" و چې د لبنان په اړه یې ورکړی و؛ ایران غواړي چې اسراییل یې د خپل متحد حزب الله پر وړاندې بریدونه ودروي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د یوې هوکړې په اړه خبرې روانې دي او تمه ده په راتلونکې اونۍ کې د دوی ترمنځ یوه هوکړه وشي. د نوموړي په خبره دغه هوکړه به نافذ شوی اوربند وغځوي او د هرمز تنګی به بیرته د کشتیو د تګ راتګ پرمخ پرانېزي.
د اروپایي پارلمان غړې هانا نیومن: د طالبانو پلاوی باید بروکسل ته ور ونه بلل شي
د اروپايي کمېسیون له لوري بروکسل ته د طالبانود یوه پلاوي د وربلل کیدو په وړاندې غبرګون کې، د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن بیا له دې کار سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
هغې د سې شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۲مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې طالبان باید بروکسل ته د خبرو لپاره ور ونه بلل شي او زیاتوي هر څوک چې د بهرنۍ پالیسۍ اصول د مهاجرینو د اخراج د تړونونو قرباني کوي، خپل اعتبار او امنیت له لاسه ورکوي.
میرمن نیومن تر دې مخکې هم ورته مخالفت څرګند کړی او ویلي وو چې له طالبانو سره هر ډول معامله او ورته مشروعیت ورکول د منلو وړ نه ده.
د راپورونو له مخې اروپايي ټولنه غواړي د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه د خبرو لپاره ور وبولي.
که څه هم د دې خبرو کره نیټه نده اعلان شوې خو له مخکې دغه اقدام د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
حامد کرزی: "د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د پالیسیو نتیجه ده."
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسؤلې کایا کالاس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو پالیسیو نتیجه ده چې د ده په خبره د افراطیت ملاتړ یې کړی او د افغانستان پر ضد یې ترې کار اخیستی دی.
ښاغلي کرزي د سې شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۲مه، په خپله ایکسپاڼه کې له میرمن کالاس وغوښتل چې د سیمې د روان بحران اصلي او بنسټیز عوامل د عیني واقعیتونو پر بنسټ په پام کې ونیسي؛ هغه عوامل چې د ده په وینا په افغانستان کې د ډیرو انساني تلفاتو او د عامه تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شوي دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ په اسلامآباد کې د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې، د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي وو چې پاکستان حق لري د نړیوالو قوانینو له مخې له ځان او خپلو خلکو څخه دفاع وکړي، خو په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو غوره حل لاره خبرې اترې دي، نه هوايي بریدونه.
د افغانستان او پاکستان ترمینځ تاو تریخوالی د روان کال په فبرورۍ میاشت کې هله زیات شو چې دواړو لورو د ډیورند کرښې په اوږدو کې پراخو نښتو ته مخه کړه. که څه هم اوس لویې شخړې دریدلې خو بیاهم کله ناکله د کرښې په اوږدو کې د نښتو راپورونه ورکول کیږي.
اوچا: له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د بودیجې ۱۶سلنه مو ترلاسه کړې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره يې د خپلې بودیجې یوازې ۱۶سلنه ترلاسه کړې.
اوچا پرون دوشنبې پر ایکس پاڼه ولیکل چې د تیرې میاشتې تر پایه يې د اړتیا وړ د ۱،۷۱ میلیاردو ډالرو بودیجې څخه یوازې ۲۶۹ میلیونه ډالره ترلاسه کړې ده.
د اوچا په ټکو، د بشري مرستو کمښت په افغانستان کې د ژوند ژغورنې مرستې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
اوچا خبرداری ورکړی که چیرته بودیجه ترلاسه نه کړي په میلیونو افغانان به له بشري مرستو محروم شي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې نژدې ۲۸میلیونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
ټرمپ؛ هیله مند یم چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړه وکړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله مند چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړې ته ورسیږي.
هغه امریکايي ای بي سي ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي چې باور لري راتلونکې اونۍ به له ایران سره هوکړې ته ورسیږي چې ورسره به د هرمز تنګی بیرته پرانستل شي.
ای بي سي شبکې د ټرمپ دغه مرکه پرون ناوخته پر ایکس خپره کړې ده.
د ټرمپ په ټکو، " له ایران سره هوکړه له پوځي بریا غوره ده".
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې د امریکا له خوا د هوکړې په شرایطو کې دوامداره بدلون د هوکړې پر وړاندې خنډ ګرځیدلی دی.
افغانستان له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي
افغانستان په رارونه سپټمبر میاشت کې له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي.
دغه خبر نن هندي رسنیو خپور کړی خو د افغانستان کریکټ بورډ تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا لوبې په نوي ډیلي کې ترسره کیږي.
له دې مخکې د هند په کوربتوب د افغان او هندي کریکټ لوبډلو د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي
د اوکراین پر پلازمینه کیف د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو رسنیو ته ویلي چې د نن سهار په بریدونو کې د استوګنې سمیې په نښه شوي.
د راپورونو له مخې، په بریدونو کې ډیر شمیر لوړې ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ټولنیز پاڼو په یو پیغام کې ویلي،" د روسیې د احتمالي بریدونو په اړه امنیتي خبرداری په ځای دی او روسیې د لویو بریدونو لپاره ځان چمتو کړی دی".
له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین پر تصمیم نیونکو او مهم سیمو د بریدونو خبرداری ورکړی و.
ولسمشر ټرمپ : اسراییل «بیروت» ته ځواکونه نه استوي
وروسته له دې چې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ او د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د تیلفوني مکالمې خبر خپور شو ، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې اسرائیلي ځواکونه به بیروت ته ولاړ نه شي.
هغه وویل : "د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو سره مې ډیر ګټور تماس درلوده، بیروت ته به ځواکونه ولاړ نه شي، او کوم ځواکونه چې په لار وو هغه هم بیرته ستنول کیږي. »
ټرمپ وړاندې ولیکل : «د لوړو استازو له لارې یې د حزب الله سره هم ښې خبرې ترسره کړي» او دغې ډلې منلې چې ډزې به نه کوي.
اکسیوس ویبسایت د دوشنبې په سهار د خپلو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی وو چې د اسرائیلو او لبنان ترمینځ د اوربند لپاره د امریکا نوی زیار «ناکام» شوی دی.
د کوچنیانود حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټه: "د زوجینو د تفریق اصولنامې" ځینې برخې له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه ده
د کوچنیانود حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټه د طالبانو لخوا "د زوجینو د تفریق اصولنامې" ځینې برخې له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه ګڼي.
د کمیټې د دوشنبې ورځې اعلامیې وویل چې دغه اصولنامه د کوچنیانو واده ته جواز ورکوي چې له نړیوالو قوانینو څرګنده او سیستماتیکه سرغړونه ګڼل کیږي.
کمیټه زیاتوي چې "دکوچنیانو ودول نه یواځې دا چې یو زیانمن کار دی بلکه له بشري حقوقو یوه اساسي سرغړونه هم ده. "
اعلامیه زیاتوي چې د کوچنیانو ودول په ځانګړې توګه نجونې د زور زیاتي ، استثمار، له وخته مخکې او اجباري امیدواري، له زده کړو محرومیت او بدني او رواني زیانونو سره مخ کوي.
د " زوجینو د تفریق اصولنامه" چې څو اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت لخوا صادره شوه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. دنورو ترڅنګ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، ویلي چې دغه اصولنامه دافغان ښځو او نجونو حقوق کمزوري کوي او سیستماتیک تبعیض په قانون او عمل کې نور هم ټینګوي.