خبرونه
د م.م. د بشري حقونو یوې ډلې د عمران خان د فوري خوشي کېدو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې پرون دوشنبې د پاکستان د پخواني صدر اعظم عمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، نوموړی له محاکمې پرته او د نړیوالو قوانینو خلاف د حبس شپې ورځې تیروي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کاري ډلې چې په جنیوا کې مېشته ده، دا غوښتنه د عمران خان د فساد د قضیې تر څېړلو وروسته وکړه، هغه قضیه چې حکم یې تېر کال صادر شو.
عمران خان له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بېلابېلو قضیو کې په لاس لرلو تورن شوی او زندان ته اچول شوی دی.
د پاکستان د حکومت له خوا د دې ډلې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د دولتي سوغاتونو د پلور او د هغو د پيسو د پټولو په تور زندان ته واچول شو.
محکمې حکم عمران خان له سیاسي فعالیته او د تېرې فبرورۍ میاشتې په ټاکنو کې له ګډونه منع کړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران ولسمشر: پلازمینه تهران باید بل ځای ته ولیږدوو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چې د ګڼې ګوڼې او د اوبو د ژور بحران له امله باید د ایران پلازمینه له تهران څخه بل ځای ته انتقال شي.
په تهران کې سږ کال ډیر لږ باران وریدلی دی چې د ځینو راپورونو له مخې په تیرې یوې پیړۍ کې دومره لږ ورښت نه و شوی.
پزشکیان تر دې مخکې هم د اوبو له امله بلې سیمې ته د پلازمینې د لیږدیدو نظر ورکړی و.
د ایران ایرنا اژانس د پنجشنبې په ورځ د پزشکیان په وینا خبر ورکړ چې وایي، حقیقت دا دی چې دوی بله هیڅ چاره نه لري، دا یو ضرورت دی چې پلازمینه بل ځای یوسو، د دې سیمې د اوبو ستونزه نه شو هوارولی.
پزشکیان د دې میاشتې په پيل کې ویلي و، که باران ونه شي ښایي تر ژمي مخکې تهران تخلیه شي، خو نوموړي په دې تړاو نور توضحیات نه و ورکړي.
د اوکراین په زاپروژیا کې یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
اوکراین وایي چې د دغه هیواد په جنوب ختیځ ښار زاپروژیا کې د روسیې د برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دا خبر تیره شپه د زاپروژیا والي ایوان فیدوروف په ټیلګرام کې ورکړ، خو نوموړي دا نه دې ویلي چې دا برید په څه ډول وسلې شوی دی.
تر دې مخکې اوکرایني چارواکو د لارښود بمونو په اړه خبرداری ورکړی و.
زاپروژیا د اوکراین یو صنعتي ښار دی چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه یوازې شل کیلومتره لرې پروت دی.
منظور پښتين: د بنو پولیسو د ګيله من وزير ورور او د اکا زوی نیولي دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي د بنو پولیسو د هغه تحريک د يو وژل شوي مخکښ، ګيله من وزير ورور عرفات او د تره زوی حاضر خان نیولي دي. پښتين د نومبر په ۱۹مه پر خپله فیسبوک پاڼه د غندنې په ترڅ کې ليکلي چې پولیسو هغه کسان له عدالته له ځان سره وړي دي.
د عرفات پښتين د کورنۍ يو غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، د نومبر په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې پر هغو دواړو تور وو چې د ګيله من وزير په وژنه تورن کس، ازاد داوړ باندې یې حمله کړې ده. خو د هغه په وينا دا بې بنیاده دعوه ده او کورنۍ یې پر ازاد داوړ هېڅ برید نه دی کړی. تر اوسه پولیسو او د ازاد داوړ کورنۍ په دې اړه څه نه دي ويلي.
منظور پشتين په خپله ليکنه کې د پاکستان پر ریاست تور پورې کړی چې د ګيله من وزير د قاتلينو د نيولو پر ځای د هغه د کورنۍ غړي نيول کېږي او "د پښتنو خيرخوا لادرکه" کوي. د پاکستان حکومت په دې هلکه څه نه دي ويلي خو پر پښتو ژغورنې غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو د پاڅولو په تور کې بندیز لګولی. پي ټي اېم او د بشري حقونو نړیوالو ادارو دا بندیز غندلی دی.
شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، ګيله من وزير د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۱مه په اسلام اباد کې ووژل شول. د هغه کورنۍ د نوموړي د وژنې تور د جایدادونو پر يو کاروباري ازاد داوړ او د هغه په ملګرو پورې کړ. تر اوسه پولیسو نوموړی یا بل څوک د ګيله من وزير د وژنې په تور نه دي نيولي.
د پاکستان د پنجاب حکومت منلې چې د بې اسناده افغانانو په اړه د خبر ورکولو پر سر یې جایزه ټاکلې
د پاکستان پنجاب حکومت چارواکو منلې ده چې په دغه ایالت کې د بې اسناده افغانانو د شتون په اړه د "کره معلوماتو" او خبر ورکولو پر سر د جایزې په توګه نغدې پیسې ورکوي.
د پنجاب ایالت د اطلاعاتي چارو وزیرې عظما بخارۍ د نومبر پر ۱۹مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې حکومت غواړي یې اسناده بهرنيان وباسي نو ځکه یې هغه اعلان کړی دی. د هغې په وينا به د پنجاب حکومت په تېرو درو اونیو کې ۶۲۲۰ افغانان، افغانستان ته لېږلي دي.
تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيوو خپرو شويو عکسونو کې ښکارېدل چې خبر او معلوماتو ورکوونکو ته ۱۰ زره روپۍ د جايزې په ډول اعلان شوي دي خو بخاري د انعامي پیسو د څومره والي په اړه څه نه دي ويلي.
امریکا د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پر هند خرڅوي
د امریکا متحد ایالتونو موافقه وکړه چې پر هند د درې نوي میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.
په دې وسلو کې د ټانک ضد توغندیو سیستم او د یو ډول لارښود توپخانې مهمات شامل دي.
وروسته تر دې چې د اګست په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند څخه پر وارداتو پنځوس فیصده تعرفه لوړه کړه دا لومړی ځل دی چې په پوځي برخه کې د واشنګتن او نوي ډيلي ترمنځ دا موافقه کیږي.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې پر هند د وسلو د پلورلو دا تړون د واشنګتن د بهرني سیاست او ملي امنیت د اهدافو ملاتړ کوي چې دا به د متحد ایالتونو او هند ستراتیژیک اړیکي نور هم پياوړي کړي او د یو لوی دفاعي ملګري د امنیت په تامین کې به مرسته وکړي.
افغان طالبان له پاکستانه د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې له پاکستانه یې افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې څلور دیرش تفنګچې، څلور ایم فور، څلور کلاشینکوف، یو کرینموف او څه نورې وسلې یې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې نیولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا نه دې ویلي چې کله یې دا وسلې نیولې دي، خو په بیان کې یې څرګنده کړې ده چې قاچاق کوونکي تښتیدلې دي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.
په لسګونو افغانان له پاکستانه جرمني ته روان شول
د افغانانو یوه ډله له پاکستان څخه جرمني ته په الوتکه کې روانه شوه. دا خبر د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د جرمني اژانس( ډي پي اې) یو خبریال ورکړی دی.
په راپور کې د دې الوتنې دقیق وخت نه دی یاد شوی، خو دا یادونه شوې ده چې دوه پنځوس افغانان هانوور او برلین ته لیږدي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي دي چې دوی په سخت وضعیت کې ژوند کوي او تمه لري چې جرمني او نور هغه هیوادونه چې د دوی د بیا میشتیدنې ژمنه یې کړې ده، دا بهیر ګړندی کړي.
د پاکستان پوځ: د ټي ټي پي تر شلو ډیر غړي مو وژلي
د پاکستان امنیتي ځواکونه د درویشت مخالفو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.
پوځ وایي چې دا کسان یې د افغانستان پولي ته څیرمه په کرم ولسوالي کې د دوو هدفي عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې دا کسان د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی د مربوطو ډلو دي چې هند یې ملاتړ کوي، خو په دې اړه یې اسناد او شواهد نه دې وړاندې کړي او هند هم د اسلام اباد د دې تازه ادعا په اړه څه نه دې ویلي.
حامد کرزی: نور دې د نجونو د زده کړو مخه نه نیول کیږي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ماشومانو په نړیواله ورځ د ماشومانو د زده کړې پر حق ټینګار وکړ.
ښاغلي کرزي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هرڅومره ژر چې کیږي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
له څه باندې څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو مکتبونه په افغانستان کې بند دي او نژدې درې کاله کیږي چې طالبانو د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ تړلي دي.
د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتو په ویبپاڼه کې د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په وینا راغلې دي چې:« ماشومانو ته غوږ شئ او چې کله دوی خپل حقونه غواړي، غږ یې راغبرګ کړئ».
په چک جمهوریت کې په لسګونو کسان ټپيان شوي
د چک جمهوریت په جنوب کې د ریلګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه اووه پنځوس کسان ټپيان شوې دي.
چک اژانس( چې ټي کې) نن خبر ورکړ چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت ډیر نازک دی.
دوه ریلګاډي د چسکه بودیوویڅه ښار ته څيرمه د سهار د شپږو بجو خواته ټکر شول. دا ښار د جرمني او اتریش له پولو شاوخوا پنځوس کیلومتره لرې دی.
د پيښې د علت معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.