خبرونه
ښځینه کارکوونکو د معاش د کمېدو په اعتراض کې اعتصاب کړی
د طالبانو د حکومت د بېلابېلو دولتي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکو، ۵ زره افغانیو ته د دوی د معاشونو د کمېدو په غبرګون کې کاری اعتصاب کړی دی.
تر ټولو تازه یې د شنبې په ورځ د کابل په یو شمېر روغتونونو کې د یو شمېر ښځینه ډاکټرانو کاری اعتصاب دی چې ویدیوګانې یې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي.
یو شمېر اعتصاب کوونکې په دغو ویدیوګانو کې ویلي چې کارونه یې ممکن د نارینه وو کارکوونکو په پرتله ډېر وي خو ادعا کوي چې معاشونه یې کم کړل شوي دي.
ښځينه ډاکټرنو دا ادعا هم کړې چې د دوى له اعتراض او اعتصاب وروسته د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو له استازو سره ښه چلند نه دى کړى او د دغه وزارت مسوولان وايي چې سرپرست وزير په کندهار کې دى او دوى یې بايد تر راتلو پورې انتظار وکړي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په یوه مکتوب کې چې ویل کېږي د دوی د مشر په حکم صادر شوی، د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاش پنځه زره افغانۍ وټاکو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا استخباراتو د سپټمبر د یوولسمې د پېښې په اړه څه یاندې ۷۰ محرم راپورونه خپاره کړل
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سيایاې) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت، د القاعدې او د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن په اړه د امریکا ولسمشرانو ته له وړاندې شوو څه باندې ۷۰ استخباراتي راپورونو محرمیت لېرې او خپاره کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اسناد د بېل کلنټن او جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ دورې رانغاړي او ښيي چې د القاعدې د پلانونو په اړه د سيایاې د شنونکو ارزونې څنګه په تدریجي ډول جوړې شوې.
په یوه راپور کې چې د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر په ۱۰مه چمتو شوی و، خبرداری ورکړل شوی و چې القاعده ښايي «له چاودېدونکو توکو ډکه الوتکه د امریکا د یوه ښار پر لور» بوځي. د همدې کال په دسمبر کې په بل راپور کې هم په امریکا کې د بریدونو، په تېره بیا د الوتکو د تښتولو، د احتمالي چمتووالي په اړه خبرداری ورکړل شوی و.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د القاعدې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو او د امریکا پر دفاع وزارت یا پنټاګون یې ولګولې، چې نژدې درې زره کسان پکې ووژل شول.
القاعدې هم د دې بریدونو د کلیزې په مناسبت د اسامه بن لادن او د هغه د زوی حمزه بن لادن تصویر لرونکې ویډیو خپره کړې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت ۱۳ کسیز پلاوی چین ته ولاړ
د طالبانو دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت ۱۳ کسیز پلاوی د چین پلازمېنې بیجینګ ته تللی، چې د شیانګشان په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
د پلاوي مشري د دفاع وزارت سرمفتش لطیفالله حکیمي کوي، چې ټاکل شوې په غونډه کې وینا هم وکړي. د پلاوي غړي به د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.
د شیانګشان سږنۍ غونډه به د سپټمبر له ۱۵مې تر ۱۷مې په بیجینګ کې جوړه شي او د امنیتي حکومتولۍ په برخه کې پر ګډ ثبات او ګډ پرمختګ به بحث وکړي.
چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو تجارتي اړیکې یې ورسره پراخې کړي دي.
په سراوان کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته
راپورونه وايي، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په بخشان سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته شوې ده.
د ایران د بلوڅانو د بشري حقونو د څارونکې ډلې «حالوش» د ویبپاڼې او نورو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نښته د شنبې په سهار شاوخوا څلور بجې پیل شوې او له درېیو ساعتونو ډېر یې دوام کړی دی. د راپورونو له مخې، په سیمه کې څو چاودنې او پرلهپسې ډزې اورېدل شوې او امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې ده.
ایراني چارواکي وايي، د دوی په وینا د «وسلهوالو مخالفو ډلو» یو شمېر غړي په سیمه کې د تروریستي او ورانکارو فعالیتونو لپاره راټول شوي وو او امنیتي ځواکونو د هغوی پر ضد عملیات کړي دي.
د مرګ ژوبلو کره شمېر او د وسلهوالو هویت لا نه دی څرګند.
حال وش ویبپاڼې د نښتې پر سیمې د بې پېلوټه الوتکو د الوتنو او پر یوه کور د څه باندې شلو توغندو د لګېدو خبر هم ورکړی دی.
د ایران ایسنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د والي د امنیتي مرستیال په قول حمله کوونکي «دښمنان« بللي دي.
د ایران نورو کورنیو رسنیو هم د نښتو او چاودنو ویدیوګانې خپرې کړي دي.
د افغان کډوالو په اړه د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو درېاړخیزه ناسته
د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په اړه درېاړخیزه ناسته به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.
د افغانستان کورنیو رسنیو نن د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د خبرپاڼې پر اساس ویلي، په دې اړه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال ترمنځ خبرې شوې دي.
عرفات جمال ویلي، د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د هغو د جبري ایستلو ستونزې به د اکتوبر په میاشت کې په سویس کې د جوړېدونکې نړیوالې غونډې په څنډه کې هم وڅېړل شي.
سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه میلیونونه افغان کډوال په زور یا خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، لا هم دا دوه هیوادونه د میلیونونو افغان کډوالو کوربانه دي.
د داعش له پلان سره د تړاو په تور افغانه مېرمن له امریکا وایستل شوه
د امریکا یوې محکمې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجیزاده، چې د دغه هېواد دایمي اقامت یې درلود، له امریکا وایستله.
هغې له داعش څخه په الهام اخیستو د ډله ییز برید د پلان تور منلی و.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، حاجیزاده له یوه بهرني ترهګریز سازمان سره د اړیکو لرل منلي او د استیناف له حقه تېره شوې ده.
د محکمې د حکم له مخې، حاجیزاده د سپټمبر په ۱۰مه له امریکا وایستل شوه او خپل اصلي هېواد ته ولېږدول شوه.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، دا په کابو درېیو لسیزو کې د یوه «بهرني ترهګر» د ایستلو په اړه د دې ځانګړې محکمې لومړنی حکم دی. دغه محکمه په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې وه، خو شاوخوا درې لسیزې ترې استفاده نه وه شوې.
د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، حاجیزاده له داعش سره د وفادارۍ ژمنه کړې وه، د خپلو اولادونو په افراطي کولو کې یې رول درلود او په ۲۰۲۴ کال کې یې د خپل زوی او زوم د یوه تروریستي پلان ملاتړ کړی و.
د حاجیزاده زوی عبدالله حاجیزاده او زوم یې نصیر احمد توحیدي تر دې مخکې د همدې برید د پلان په تړاو نیول شوي او محکوم شوي وو.
هند ته د تازه او وچو مېوو د صادراتو د زیاتولو هڅې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کابل کې د هند له سفیر یاتیندرا پاټېل سره د تازه او وچو مېوو د صادراتو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو پرون د جمعې په ورځ وویل، له ښاغلي پاټېل سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رئیس سید کریم هاشمي په کتنه کې هند ته د تازه مېوو د لېږد لپاره د هوايي کارګو اسانتیاوو، د سوداګرو د ویزو د بهیر د ساده کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هوايي لېږد اسانتیاوې کولای شي هند ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په زیاتېدو کې مهم رول ولري.
د هند او افغانستان د سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه د ګډې کاري ډلې ناسته هم د سپټمبر په لومړۍ نېټه په انلاین بڼه جوړه شوې ده.
افغانستان او هند سبا د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مخامخ کېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې سبا (یکشنبه) د درې ۲۰ اوره سیالیو په لومړۍ کې سره مخامخ شي.
د دې سیالۍ لپاره چې د افغانستان په کوربهتوب د نوې ډېلي په ارون جېټلي لوبغالي کې کېږي، دواړو لوبډلو ښه تیاري نیولی دی.
هندي رسنۍ وايي، تمه کېږي چې د لوبې نندارې ته به له ۲۵ زره تر ۳۵ زره پورې کسان ورشي.
په همدې ورځ به په ډېلي کې د برېکس سرمشریزه هم روانه وي او د بهرنیو مشرانو، جګپوړو چارواکو او د ځانګړو مېلمنو د کاروانونو د تګ راتګ لپاره پراخ امنیتي او ترافیکي تدابیر نیول شوي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د روان سپټمبر په ۱۵ او ۱۷مه ترسره کېږي.
افغانستان به له دې سیالیو وروسته له بنګلهدېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په درې فارمټونو کې څو مسابقې وکړي.
سعودي عربستان د حوثیانو له برید وروسته د تېلو نللیکه بنده کړه
سعودي عربستان د حوثیانو له خوا په سره سمندرګي کې د نفوذ د پراخېدو او د عراق له خاورې تېلو پر مهمې نللیکې د بې پېلوټه الوتکو له برید وروسته خپله یوه مهمه نللیکه په موقتي توګه بنده کړې ده.
د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي، نللیکه د احتیاطي تدابیرو لپاره تړل شوې ده. دا نللیکه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده ده او په وروستیو میاشتو کې یې هره ورځ له څلورو تر پنځو میلیون بېرلو پورې تېل لېږدول.
رویټرز خبري اژانس نن (شنبې) راپور ورکړ چې هم بغداد او هم ریاض منلې چې پر نللیکې د عراق له خاورز برید شوی دی.
د عراق صدراعظم د خپل هیواد په جنوب کې د میسان ولایت د پوځي عملیاتو قوماندان د دې برید په خاطر له دندې ګوښه کړ.
د عراق دا ولایت له ایران سره پوله لري.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې ایران پلوه حوثیانو په سره سمندرګي کې خپل حضور او کنټرول پراخ کړی او د راپورونو له مخې د بابالمندب په خوله کې یې ستراتیژیک ټاپو، پریم هم نیولی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، پر نللیکې برید او د پریم ټاپو نیول په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو نښې دي او د انرژۍ پر نړیوال بازار یې هم فشار زیات کړی دی.
د بلاروس ولسمشر: اوس پر امریکا پوتاشیم لرونکې مالګه پلورو
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو وايي، هېواد یې اوس پوتاشیم لرونکې مالګه چې د کیمیاوي سرې په جوړولو کې کارېږي، پر امریکا پلوري.
د بلاروس دولتي خبري اژانس «بلتا» د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» دا خبر خپور کړی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، د ډېرو لوېدیځو هېوادونو لهخوا له بندیزونو سره مخ دی، خو له امریکا سرهیې اړیکې تېر کال، د څو سیاسي بندیانو له خوشې کېدو وروسته، یو څه ښې شوې دي.
امریکا د بلاروس له لوري د یوه سیاسي بندي له خوشې کېدو وروسته د تېر کال په ډسمبر کې ویلي و چې پر بلاروس به د پوتاشیم لرونکې مالګې بندیزونه لغوه کړي.
پوتاشیم لرونکې مالګه د کیمیاوي سرې له مهمو موادو څخه ده.
کابل کې ۴۰۰ ورزشکارانو د شاوخوا ۱۰ کیلومتره ځغاستې سیالۍ کې ګډون وکړ
شاوخوا ۴۰۰ ورزشکارانو د جمعې په ورځ د «سنبلې په ۲۰مه» په کابل کې د ځغاستې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.
ورزشکارانو د دارالامان له ماڼۍ څخه تر غازي لوبغالي پورې شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن په منډه وواهه.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې سیالۍ کې مجتبی فقیرزاده لومړی، محمد بشیر دوهم او محمد شریف یعقوبي درېیم مقام خپل کړ.
د ځغاستې په دې سیالۍ کې هېڅ ښځې یا نجلۍ ګډون نهو کړی.