افغانستان
ویانا کې د طالب ضد مخالفانو ناسته؛ د افغانستان د راتلونکې لار نقشې په اړه بحث کوي
د ویانا څلورمه ناسته نن پیلېږي.
په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت ضد عمده مخالفان سره راټولېږي او په خبره یې چې د افغانستان د راتلونکې لار نقشې په اړه بحث کوي.
د ملي مقاومت جبهې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی مشر احمد مسعود په دې ناسته کې د ګډون لپاره د اتریش پلازمېنې ویانا ته رسېدلی دی.
د بیان له مخې تمه کېږي چې د طالبانو ضد "سیاسي او پوځي" ډلو شاوخوا اویا استازي د ویانا څلورمې ناسته کې برخه واخلي.
طالبانو بیا د ویانا پخوانۍ ناستې بې ګټې بللې وې او ویل یې چې ټولې د دوی په خبره ازمویل شوې څېرې پهکې راټولیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ریچارډ بېنیټ له اروپايي ټولنې غوښتي چې افغان کډوال د افغانستان خطرناکو شرایطو ته ستانه نه کړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بېنیټ پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې افغان کډوال افغانستان ته ستانه نه کړي.
هغه نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې جدي خطر دی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی تضمین دغه خطر رفعه کولی نشی، زه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غواړم چې افغانان خطرناکو شرایطو ته ونه لیږي".
تمه ده نن د طالبانو د حکومت یو پنځه کسیز پلاوی اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه د خبرو اترو په موخه بروکسل ته ورسیږي.
اروپايي ټولنه وايي، هغه زرګونه افغانان چې جرمي دوسیې لري او یا یې هم د پناغوښتنې شرطونه نه دي پوره کړي، افغانستان ته ډیپورتوي.
د طالبانو د حکومت پلاوی نن سه شنبه بروکسل ته رسیږي
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوي ته يې ویزې ورکړي .
رویترز خبري اژانس پرون دوشنبې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په حواله ولیکل،"دا ویزې د جغرافیوي او زماني اړخه محدود اعتبار لري".
د معلومات له مخې، طالب پلاوی په دې ویزو یوازې د یوې ورځې لپاره بلجیم ته سفر کولی شي.
که څه هم د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي دلایلو له کبله د طالب پلاوی د راتګ دقیقه نېټه یاده کړې نه ده، خو د اروپايي ټولنې دوو چارواکو رویترز ته تایید کړې چې دغه پلاوی نن سه شنبې بروکسل ته رسیږي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرچینو پرون ازادي راډیو ته د پلاوي سفر تایید کړ او وې ویل چې د پنځه کسیز پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالب پلاوی سره مستقمې خبرې او کوربتوب یې کوي.
د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرت پرون وویل،" اروپايي هېوادونه هغه افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکیل دي او د اروپايي ټولنې لپاره خطر دي افغانستان ته ستنوي".
اروپايي ټولنې تیره میاشت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو په موخه يې یو پلاوی بروکسل ته رابللی دی.
طالبانو ۲۰ کسه د لنډې ږیرې له امله نیولي
د مرستندویه ادارو سرچینو دفرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د هرات ولایت د اسلام قلعه پولې ته نږدې شاوخوا ۲۰ نارینه مرستندوی کارکوونکي د ږیرو د لنډوالي له امله نیولي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان چې د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکارو سازمانونو کې یې کار کاوه، د جوزا په ۳۰مه، د شنبې په ورځ نیول شوي وو.
دغه اژانس د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د یوې داخلي خبرپاڼې په حواله ویلي چې ځینې نیول شوي کسان هماغه ورځ خوشې شول او نور یې په بله ورځ ازاد کړل شول.
په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤل ضیاءالدین طیب فرانسې خبري اژانس ته د مرستندویه کارکوونکو د نیولو موضوع رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دولتي ادارو پنځه کارکوونکي د لنډې ږیرې له امله نیول شوي وو.
افغانستان کې واک ته له ستنیدو وروسته، طالبانو د ښځو او نارینه وو پر وړاندې د نورو محدودیتونو ترڅنګ، په ځینو مواردو کې نارینه د ږیرې له خریلو یا لنډولو منع کړي.
د بشري حقونو یوسازمان: ایران کې دوه نور افغانان هم اعدام شوي دي
د بشري حقونو سازمان «هەنگاو» راپور ورکړی چې دوه افغان وګړي، چې د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور د اعدام سزا ورته ټاکل شوې وه، د ایران د شیراز په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
د یاد سازمان په وینا، د دغو افغانانو چې میرویس خلیلزاده او ابراهیم احمدشاهي نومېدل، د اعدام حکم د جوزا میاشتې په ۳۱مه، د یکشنبې په ورځ، عملي شوی دی.
په ناروې کې میشت دغه بشري سازمان ، زیاتوي چې ۵۵ کلن میرویس خلیلزاده دوه کاله مخکې او ۴۰ کلن ابراهیم احمدشاهي یو کال مخکې د مخدره توکو اړوندو جرمونو په تور نیول شوي وو او وروسته د اعدام سزا ورته اورول شوې وه.
د ایران دولتي سرچینو او رسنیو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هەنگاو سازمان د شمېرو له مخې، په تازه اعدامونو سره په تېرو څه کم شپږو میاشتو کې په ایران کې د اعدام شوو افغانانو شمېر ۱۲ تنو ته ورسیده.
دوبرینټ:"هغوی چې زموږ له خوندیتوب څخه ناوړه ګټه اخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کوي، باید خپله راتلونکې په خپل اصلي هېواد کې ولټوي."
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ په پام کې لري چې افغانستان ته د استول کیدونکو افغانانو د الوتنو شمېر زیات کړي.
د دې وزارت یوې ویاندې په برلین کې د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته وویل: "په راتلونکي کې په میاشت کې درې چارټر الوتنې ممکنې دي."
هغې زیاته کړه: "سربېره پر دې، د عادي سوداګریزو الوتنو له لارې په انفرادي دول بېرته ستنول هم هر وخت ممکن دي."
جرمني د الوتنو شمیر وروسته له هغې زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت چارواکي د طالبانو له استازیو سره خبرې کوي.
د راپورله مخې دې ته په پام چې جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، نو په جرمني کې دغو خبرو ته د "تخنیکي کچې" خبرې ویل کېږي.
جرمني په دې وروستیو کې ۳۲ افغانان د یوې چارټر الوتنې له لارې افغانستان ته بېرته واستول. په دغو اخراج شوو کسانو کې هغه نارینه شامل وو چې د قتل، جنسي تېري، جنسي ناوړه ګټه اخیستنې، د ماشومانو ځورونې، د مخدره توکو قاچاق او د باج اخیستنې په ګډون د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوي وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د جرمني د بیلډ ام زونتاګ ورځپاڼې ته وویل: "هغوی چې زموږ له ورکړل شوي خوندیتوب څخه ناوړه ګټه اخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کوي، باید خپله راتلونکې په خپل اصلي هېواد کې ولټوي."
ریچارډ بینیټ: افغانان باید نا امنه وضعیت ته بېرته ونه لېږل شي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینیټ د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمیشنر ولکرترک د هغو څرګندونو ملاتړوکړچې له اروپایي هیوادونو یې افغانستان ته د یوشمیرافغانانو پراستولو انتقاد کړی دی.
بینیټ نن دوشنبې د جون په ۲۲ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې "زه د ولکرترک د دې څرګندونو ملاتړ کوم، چې د اروپايي ټولنې د نویو مقرراتو په اړه یې خواشیني څرګنده کړې؛ هغه مقررات چې د کډوالو چټک ایستلو ته اجازه ورکوي."
نوموړې زیاته کړې: "د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو درناوی اړین دی. افغانان باید داسې نا امنه وضعیت ته بېرته ونه لېږل شي. په بروکسل کې له طالبانو سره غونډه کول به د افغانانو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو سپکاوی وي."
د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمیشنیردفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې هیڅوک باید هغه ځای ته ونه لیږل شي چې هلته د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطرونو او یا له بل نه جبرانیدونکي زیان سره مخامخ شي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو دغه لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې اروپایي کمیسیون د طالبانو د حکومت یوه پلاوي ته بلنه ورکړې چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي کمیسیون له چارواکو سره افغانستان ته په اروپایي هیوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د بیرته استولو پرموضوع خبرې وکړي. دا په داسې حال کې چې جرمني د تیرې سې شنبې په ورځ اعلان وکړچې یوه بله ډله افغانان یې بیرته افغانستان ته واستول. د راپورله مخې په دغه ډله کې چې د جرمني له پنځو ایالتونو ډیپورټ ته غوره شوي و، هغه مجرمان هم شامل وو چې د بېلابېلو جرمونو لکه د جنسي تېري، قتل او جنسي تاوتریخوالي په جرمونو محکوم شوي وو.
د ښي لاس شترینګ موټرو په اړه طالبان د ځینو پرېکړو خبر ورکوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي په اوږدمهال کې به د ښي لاس موټر بندوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي د ښي لاس شتیرینګ موټر د افغانستان د قوانینو خلاف دي او د ټرافیکي پېښو لامل ګرځي.
قانع زیاته کړې د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې د ښي لاس موټرو ته د تمدید سټیکر لګوي او یواځې به په همغو ولایتونو کې ګرځي.
قانع وروسته له هغه دا بیان خپور کړی چې په دې وروستیو کې یو شمېر افغانانو ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښي لاس شترینګ موټرو له زیاتېدو شکایت وکړ.
دوی ویل چې د طالبانو اکثر غړي له دغو موټرو استفاده کوي او ګڼې ټرافیکي پېښې هم د دغو موټرو له خوا کېږي.
د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي د دفاع او عامې روغتیا وزارت د متقاعدینو حقوق ورکوي
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې د دفاع او عامې روغتیا وزارت متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکوي.
دغه وزارت یکشنبه په یوه بیان کې خبر ورکړی چې د دغو دوو وزارتونو د متقاعدینو حقوق به د چنګاښ په شپږمه په نوبتي شکل تادیه کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې متقاعدین باید له مراجعې مخکې د پنشن په نوم د یوه ویبسایټ له لارې نوملیکنه وکړي.
مخکې له دې، یو شمیر متقاعدینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی انټرنیټ او ټیکنالوژۍ ته ډېر لاسرسی نه لري او ورته ګرانه ده چې انلاین نوملیکنه وکړي.
متقاعدینو همدارنګه شکایت درلود چې دوی ته ورکړل شوې پیسې تر اصلي اندازې ډېرې کمې دي.
د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې په وینا، په افغانستان کې له ۱۷۰،۰۰۰ څخه ډیر ملکي او نظامي متقاعدین موجود دي چې اکثرو یې تقاعدي نه ده اخیستې.
لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی
لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلي مومند د یکشنبې په ورځ د جون ۲۱مه د جرمني د شتوتګارټ په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
دی د مړینې په وخت ۶۷ کلن وو او ویل کېږي چې له سرطان ناروغۍ کړېده.
د ښاغلي مومند د مړینې خبر د هغه د کورنۍ د غړو په حواله په افغان رسنیو کې ډېر منعکس شوی.
جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر شیرولي شیر هم ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې ښاغلی مومند د یکشنبې په ورځ وفات شوی.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې په ۱۹۸۸م کال کې فضا ته لاړ او په فضايي تمځي کې یې ۹ ورځې تېرې کړې.
مومند له فضا څخه په افغانستان کې له خپلې مور سره خبرې وکړې.
دی چې په افغانستان کې د غزني ولایت و د کورنیو جګړو پر مهال جرمني ته کډوال شو او هلته له خپلې مېرمنې او دریو اولادونو سره اوسېده.
ښاغلی مومند کلونه وروسته په ۲۰۱۳ کال کې چې فضا ته د هغه د سفر ۲۵ کلیزه وه، افغانستان ته ولاړ او د وخت د چارواکو له لوري ډېر وستایل شو.
ایران یو افغان تبعه اعدام کړی؛ ۷۰ کلن همایون نورزهي د مخدره موادو په تور په اعدام محکوم و
د ایران د بشري حقونو سازمان «هەنگاو» وایي ایراني چارواکو د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل په مرکزي زندان کې یو سپین ږیری افغان تبعه همایون نورزهي اعدام کړی دی.
دغه ناروې میشتي سازمان یکشنبه ناوخته لیکلي چې دا افغان تبعه دوه کاله مخکې نیول شوی و او د مخدره موادو اړوندو جرایمو په خاطر په اعدام محکوم و.
اویا کلن همایون نورزهي یکشنبه سهار د زابل په زندان کې اعدام شوی.
د ایران دولتي رسنیو او د دغه هیواد د قضايي قوې رسمي سرچینو لا تر اوسه دا خبر نه دی اعلان کړی.
تېره پنجشنبه هم د عبدالله جلالي په نوم یو افغان تبعه د مخدره موادو د جرمونو اړوند په زاهدان زندان کې اعدام شوی.
د بشري حقونو سازمانونو په ایران کې د دغو اعدامونو په دوام نیوکه کړې ده.
د راپورونو له مخې اکثر دا کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.