د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

نړۍ

هالدینونګ: جرمني کې د اسلامپاله ترهګرو له خوا د بریدونو ګواښ د پام وړ لوړ دی

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس هالدینونګ
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس هالدینونګ

د جرمني د کورنیو استخباراتو مشر وایي، دغه هېواد کې سږ کال د نورو کلونو پرتله د اسلامپاله ترهګرو له خوا د بریدونو ګواښ د پام وړ لوړ دی.

توماس هالدینونګ د جرمني له "ډي پې اې" خبري اژانس سره په مرکه کې دا خبره کړې او دغه اژانس نن سه شنبه خپره کړې ده.

د جرمني دغه مشر ویلي، د دغو ګواښونو پر زیاتېدو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ او د داعش خراسان څانګې د پیاوړتیا اغېزې هم دي، خو نور جزيیات یې نه دي ورکړي.

په غزه کې جګړه او په دغې جګړه کې د اسراییل له حکومته د جرمني ملاتړ بله موضوع ده چې د جرمني د کورنیو استخباراتو مشر د خپل هېواد په وړاندې د اسلامپاله ډلو د ګواښونو د ډېرېدو د لامل په توګه یاده کړې ده.

تېره اوونۍ د جرمني په منهایم ښار کې یوه افغان څو اسلام ضد مظاهره کوونکي او یو پولیس په چړې ووهل چې پولیس څو ورځې وروسته سا ورکړه.

دغه برید کوونکی افغان هم په ټپي حالت کې بستر دی، خو تراوسه یې د برید انګېزه نه ده معلومه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

څلور ستورمزلي بیرته مځکې ته ستانه شول

ارشیف
ارشیف

د نړیوال فضايي سټیشن څلور عمله نن پنجشنبې سهار مهال د ارام سمندر له غاړې سره راښکته شول.

دا کسان وروسته له هغه مځکې ته ستانه شول چې د یوه ستورمزلي صحت خراب شو.

د امریکا فضایي مرکز( ناسا) د دې ستورمزلیو د ستنیدو تصویرونه خپاره کړي.

مایک فینکه او زینا کاردمن امریکایان دي، اولیګ پلاتونوف روسی دی او کیمیا یوی د جاپان دی، دوی ټول نن د امریکا د سان دیاګو له سمندرغاړې سره له فضا راښکته شول.

ټرمپ: دا به ښه وي که ایرانیان رضا پهلوي غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه د ایران له پخواني ولیعهد رضا پهلوي سره خبرې نه دي کړې، او زیاته یې کړه، چې دی نه پوهیږي چې ایا ایرانیان به د هغه مشري ومني، او که دوی دا کار وکړي، نو دا به د ده لپاره ښه وي."

ډونالډ ټرمپ په خپل دفتر کې له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل: "رضا پهلوي ډیر ښه ښکاري، خو دی نه پوهیږي چې په خپل هیواد کې به یې څنګه هرکلی وشي.

په ایران کې د روانو پراخو لاریونونو په ترڅ کې، د ژوندی دې وي پاچا او پهلوي به بیرته راشي شعارونه ډیر اوریدل کیږي.

واشنګتن د ایران په اړه د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې

د امنیت شورا غونډه-ارشیف
د امنیت شورا غونډه-ارشیف

تمه ده چې نن د واشنګتن په غوښتنه د ملګرو ملتو امنیت شورا د ایران په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

د بخښني نړیوال سازمان هم په ایران کې د نورو کسانو د وژلو د مخنیوي په پار د امنیت شورا د دې غونډې هیله کړې ده.

د ناروې په پلازمینې اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو موسسې ویلي دي چې په ایران کې د لاریونونو له پيله تر اوسه لږ تر لږه درې زره څلور سوه اته ویشت لاریون کوونکي وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان دي.

د ایران د بهرنیو چارو ویر عباس عراقچي دا شمیرې ردوي او وایي چې یوازې څو سوه تنه وژل شوي او د دوی حکومت به وروسته دا شمیرې په ډاګه کړي.

بریتانیا: په تهران کې یې خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړلی دی

بریتانیا پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د دې هېواد سفارت په تهران کې مؤقتاً تړل شوی دی.
د آزادې اروپا/ ازادي راډیو د فردا څانګې د راپورله مخې یوه بریتانوي چارواکي ویلي چې د بریتانیا سفیر او د قونسلګرۍ ټول کارکوونکي د امنیتي ارزونو پر اساس او د کارکوونکو د خوندیتوب د لومړیتوب لپاره ایستل شوي دي.

دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ایراني چارواکي هڅه کوي د اسلامي نظام پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه کنټرول کړي او هغه هم داسې مهال چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د مداخلې ګواښ کړی دی.

بریتانیا او متحده ایالاتو همدارنګه وروسته له هغې چې یوه لوړ پوړي ایرانی چارواکي اعلان وکړ چې تهران خپلو ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن پرایران برید وکړي، په سیمه کې به امریکایي اډې په نښه کړي، په منځني ختیځ کې له پوځي اډو یوشمیرپرسونل ایستلي دي.

اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ ملیارډه یورو پور تصویب کړ

اروپايي اتحادیې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ ملیارډ یورو پور تصویب کړ.

اروپايي کمیسیون اعلان وکړ چې دغه پور په راتلونکو دوو کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي.

دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته لدې کیږي چې د اروپايي اتحادیې مشرانو تیرې دیسمبر میاشتې کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د اتحادیې په هیوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د "جبراني پور" په ځای د اتحادیې د بودیجې څخه پور ورکړل شي.

تېر کال، نړیوال وجهي صندوق (IMF) اټکل وکړ چې اوکراین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره شاوخوا ۱۳۵ ملیارد یورو ته اړتیا ولري.

کیف وار دمخه د راتلونکي پسرلي په پیل کې په خپله بودجه کې د ۷۱.۷ ملیارډ یورو کسر سره مخ دی.

په داسې حال کې چې واشنګټن ویلي چې اوکراین سره خپلې مالي مرستې کموي،اروپايي اتحادیې ژمنه کړې چې د دغه کسر لویه برخه به پوره کړي.

د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام لوبې نن پنجشنې پيلیږي

د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو دجام لوبې نن د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيلیږي.

د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.

افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د جام سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.

د کرکټ د نولس کلنو جام سبا پیلیږي. افغانستان لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ ترسره کوي

ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبې د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.

د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.

افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د دې سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایراني چارواکي د ترهګرو په توګه د معترضانو په نومولو سره نړۍ نشي غولولی

په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو د دوام په لړ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په فارسي ژبه خپله ایکسپاڼه کې د ایران د حکومت هغې هڅې ته غبرګون وښود چې غواړي معترضان د "ترهګرو" په توګه معرفي کړي.

دې وزارت په بیان کې لیکلي: "دا چې د اسلامي جمهوریت رژیم معترضان ‘ اخلالګر’ او ‘ترهګر’ بولي، نړۍ نشي غولولی." د دې وزارت په خبره " دا یوازې هغه ټاپې دي چې د تاوتریخوالي د توجیه لپاره کارول کېږي او له دې پرته بل څه نه دي."

د اعتراضونو له زیاتېدو سره، ایراني چارواکو د معترضانو په وړاندې خپل چلند لا سخت کړی او هغوی یې "ترهګر" بللي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په تېرو ورځو کې د بهرنیو هېوادونو سفیران او ډیپلوماتیک استازي وربللي او د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په وینا او د فلم د ښودلو له لارې یې هڅه وکړه چې د معترضانو پر ضد د بې ‌ساري تاوتریخوالي اقدامات توجیه کړي.

په ټایلنډ کې په یوه پیښه کې ۲۲ کسان وژل شوي

د ټایلنډ په شمال ختیځ کې لږ تر لږه ۲۲ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوساختماني جرثقیل د مسافر وړونکي اورګاډي پر سر ولوېد. په دې پیښه کې شاوخوا ۷۰ نور کسان ټپیان شول.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په سهار، د جدې په ۲۴مه، د ناخون راچاسیما ولایت په سیکیو ولسوالۍ کې، چې د بنکاک څخه شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره شمال ختیځ ته پرته ده، رامنځته شوه.

د ځايي رسنیو د وینا له مخې، هغه جرثقیل چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره کارول کېده، پر اورګاډي د تېرېدو پر مهال را ولوېده چې له امله یې څو واګونونه له پټلۍ څخه ووتل.

د تایلنډ د دولتي اورګاډي شرکت ویلي چې د پېښې پر مهال ۱۹۵ کسان په اورګاډي کې سپاره وو، او چارواکو د دې پېښې د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان؛ پر خوږو او الکولي مشروباتو دې مالیات لوړ شي څو د چاغۍ مخه ونیول شي

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO وایي، پر شیرینو او الکولي مشروباتو دې مالیه زیاته شي ځکه هغه له حده زیات ارزانه دي او دا د دې سبب شوي چې په خلکو کې د چاغي، شکرې او نورې ناروغۍ زیاتې شي.

د دې سازمان په وینا د غټانو پرتله ماشومان او ځوانان ډیراغیزمن کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې پردغو مشروباتو دې مالیې ولګول شي یا دې پرېمالیې زیاتې شي، ترڅو بیې یې ورسره لوړې شي چې په نتیجه کې به یې مصرف کم او په عین حال کې د روغتیا د برخې لپاره عواید زیات شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانم ګیبریسوس ویلي،" روغتیایي مالیې یوله هغو پیاوړو وسیلو څخه دي چې موږ یې د روغتیا د ودې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره په لاس کې لرو."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG