نړۍ
غزه کې دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي

د اسراییل پوځ نن وویل چې د دوی دوه پوځیان په غزه کې د نښتو پرمهال وژل شوي دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، پر غزې د اسراییل د پوځ د برید له پیله تر اوسه د دغه هېواد نژدې درې سوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.
په غزه کې د دوه زره درېیم کال د اکتوبر پر اوومه اسراییلي ځواکونو د حماس پرضد چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي، وروسته تر دې عملیات پیل کړل چې حماس د اسراییل دننه برید وکړ، دولس سوه کسان یې ووژل او شاوخوا یو نیم سل کسان یې برمته کړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراین صدراعظم وايي چې هېواد یې له امریکا سره د اړیکو دوام غواړي

د اوکراین صدراعظم له خپل هېواد سره د امریکا د پوځي مرستو د ځنډېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي دي چې کییف له متحدوایالتونو سره د اړیکو دوام ته ژمن دی.
د امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي سره په خپل دفتر کې له لفظي لانجې وروسته له اوکراین سره د امریکا ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.
که څه هم امریکايي چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو د اوکراین صدراعظم دینيس شمیهال نن (د مارچ ۴مه) یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو په اړه تراوسه معلومات نه شته مګر هغه ټینګار وکړ چې اوکراین قطعي پرېکړه کړې چې له متحدوایالتونو سره همکارۍ ته به دوام ورکوي.
ښاغلي شمیهال دا یادونه هم وکړه چې امریکا د اوکراین یو مهم شریک دی او غواړي له امریکا سره اړیکي وساتي. نوموړي زیاته کړه چې کییف چمتو دی له امریکا سره د اوکراین د طبیعي منرالونو اړوند تړون چې په سپینه ماڼۍ کې د زیلینسکي او ټرمپ له لفظي شخړې وروسته بې برخلیکه پاتې شو، لاسلیک کړي.
د اسټرالیا د کرکټ د اتلانو په جام کې د هند سیالې لوبډلې ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه

اسټرالیا نن د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافۍ د لوبلړۍ په نیم پایلوبه کې هند ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې چې په ډوبی کې ترسره شوه اسټرالیايي لوبغاړو په پنځوسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۴ منډې یې وکړې. په څو شېبو کې به د هند د کرکټ ملي لوبډله توپوهنه پیل کړي.
اسټرالیا چې له افغانستان سره په بې ګروپ کې وه د کرکټ د اتلانو په جام کې له انګلستان او جنوبي افریقا څخه لوبې وګټلې او له افغانستان سره یې لوبه د باران له کبله مساوي شوه.
هند چې له نیوزیلنډ، بنګلدېش او پاکستان سره په الف ګروپ کې و، ټولې لوبې وګټلې او نیم پایلوبې ته ووت.
د کرکټ د اتلانو دجام دوهمه نیم پایلوبه به سبا د پاکستان په لاهور ښار کې د جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ وي.
د سوریې پوځ په لاذقیه کې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم د پلویانو پرضد عملیات پیل کړي دي

د سوریې وسله والو ځواکونو په ساحلي ښار لاذقیه کې وروسته له هغه پوځي عملیات پیل کړل چې د بشاراسد د پرځېدلي رژیم پلوي ملېشو د پوځ دوه سرتېري ووژل.
د سوریې دولتي خبري آژانس سانا نن (د کب ۱۴مه) د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا سرتېري د لاذقیې په داعتور سیمه کې وژل شوي دي. لاذقیه د اسد د رژیم د ملاتړ پخوانی مرکز بلل کېږي او علوي اقلیت چې د اسد کورنۍ ورسره تړلې ده، ترډېره په همدې ښار کې اوسي.
په خبر کې راغلي دي چې د کورني امنیت ادارې په دې سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي څو د دې ملېشو وسله وال ونیسي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې روانه جګړه څاري وايي چې د سوریې دفاع وزارت په سیمه کې سرتېري له زغرګاډو او ټانکونو سره ځای پرځای کړي څو هغه کسان چې د ملي امنیت د ځواکونو پر غړو یې برید کړی پیدا کړي او ویې نیسي.
د سوریې په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو کې د ډزو او نښتو پېښې شوي چې تر ډېره د اسد د رژیم پلویان پکې ښکیل بلل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته ټولې پوځي مرستې وځنډولې

د راپورونو له مخې ښاغلي ټرمپ دوشنبه ناوخته دا پرېکړه کړې ده.
دا وروسته له هغه چې تېره اوونۍ ټرمپ او د هغه اوکراییني سیال ولودومیر زیلینسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لیدنه په لفظي شخړو سره بې نتیجې پای ته ورسېده.
رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات اوکراین ته خپلې مرستې ځنډوي او بیا یې بیاکتنه کوي "ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا مرستې یوې حل لارې ته زمینه برابروي"
د بلومبرګ او فاکس نیوز د راپورونو له مخې، اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو ځنډول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ټرمپ دې پایلې ته ورسیږي چې د اوکراین مشران سولې ته صادقانه ژمنتیا لري.
فاکس نیوز د ټرمپ ادارې د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې "دا د مرستو دایمي درول نه دي، بلکې لنډمهاله ځنډ دی."
له دې مخکې، متحده ایالاتو د مارچ په ۳مه په زیلینسکي فشار زیات کړ چې د اوکراین د جګړې د بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره د واشنګټن د هڅو ملاتړ وکړي.
اسټرالیا او هند د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې سره مخ دي

نن د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي
دا لوبه په دوبۍ کې په ځايي وخت د غرمې په یوه بجه پیلیږي.
د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه نیوزیلند، بنګله دیش او پاکستان مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی.
اسټرالیا هم چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې وه له انګلستان یې لوبه ګټلې وه او له افغانستان او جنوبي افریقا سره یې د باران په سبب لوبې مساوي پای ته ورسېدې.
د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ کېږي.
د جرمني په منهایم ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د موټر د چلولو په پېښه کې یوتن مړه او ګڼ نور ټپیان شول

د جرمني په منهایم ښار کې یوه چلوونکي خپل موټر په یوه بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼې ته دننه کړی چې په نتیجه کې یې یوتن وژل شوی او یوشمېر نور ټپیان دي.
پولیسو تراوسه دا پېښه برید نه دی بللی خو وايي چې مشکوک کس یې نیولی دی.
د منهایم د پولیسو ویاند ستیفان ویلهیلم وویل چې له نیول شوي مشکوک کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي. ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې د پولیسو عملیات روان دي او سپارښتنه یې وکړه چې خلک دې د ښار په مرکزي برخه کې تګ راتګ نه کوي. د بادین وورتیمبرګ سیمې والي توماس ستروبل د جرمني خبري آژانس ته ویلي دي چې د پېښې عامل د یوه څېرمه ایالت څلوېښت کلن جرمن اوسېدونکی دی.
تېره میاشت یوه ۲۴ کلن افغان پناه غوښتونکي هم د جرمني په مونشن ښار کې د یوې مظاهرې ګډونوال تر موټر لاندې کړل چې په نتیجه کیې یوه دوه کلنه ماشومه او د هغې مور مړه او ګڼ نور کسان ټپیان شول.
"آنورا" فلم د غوره فلم اسکاره جایزه وګټله

د سږ کال په اسکار جایزو کې، "آنورا" فلم د غوره فلم جایزه وګټله.
د اکاډمۍ د جایزو د ۹۷مې دورې مراسم، چې د اوسکار په نوم یادیږي، د یکشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۲مه، د امریکا د لاس انجلس په هالیوډ کې د ډالبې تیاتر کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې، "انورا" فلم تر نور ښه وځلېد ، او پنځه اسکار جایزې یې وګټلې.
آدرین برودی و مایکی مدیسون چې په فلم کې یې مخکښ رولونه لوبولي وو، د غوره اداکار او غوره اداکارې جایزې وګټلې.
شان بیکر، چې دا فلم یې جوړ کړی و، درې اسکار جایزې وګټلې، چې په کې د لیکلو، لارښود کولو او ایډیټ کولو هم شامل وو.
هندي چارواکی له امریکا سره د سوداګرۍ په اړه د خبرې کوي

په داسې حال کې چې د امریکا له خوا د خپلو شریکانو په محصولاتو د تعرفو لګولو ته څو اونۍ پاتې دي، د هند د سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال د دوشنبې په ورځ متحده ایالاتو ته سفر وکړ ترڅو له دې هیواد سره سوداګریزې خبرې اترې پیل کړي.
هندي چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د ګویال سفر نا اعلان شوی و، خو شنونکي وايي چې هغه ممکن د تعرفو کمولو په څیر مسلو په اړه بحث وکړي.
د هند د سوداګرۍ وزارت تر اوسه د دې سفر په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
تېره میاشت د هند د صدراعظم نریندرا مودي د امریکا متحده ایالاتو د سفر په جریان کې، دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۵ کال تر مني پورې د سوداګرۍ د تړون په لومړۍ برخه کار وکړي، چې هدف یې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ۵۰۰ ملیارد ډالرو ته رسیدل دي.
د ټرمپ وړاندیز چې د اپریل له پیل څخه د هند په ګډون په سوداګریزو شریکانو باندې متقابل تعرفې ولګوي، د موټرو او کرنې په څیر سکتورونو کې د هندي صادرونکو ترمنځ اندیښنې راپورته کړې دي.
پاکستاني چارواکي: د ښځینه ځانوژونکې په برید کې یو ملېشه سرتېری وژل شوی

پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ایالت کې د یوې ښځينه ځان وژونکې په برید کې د ملېشه ځواکونو لږترلږه یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د سیمې یوه جګپوړي چارواکي فرانسپرس آژانس ته ویلي چې بریدګرې د بلوچستان په کلات سیمه کې د ملېشه ځواکونو د موټرو کاروان په نښه کړ.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو د بلوڅ د آزادي بښونکي پوځ په نوم د بېلتونپالو ډلې په وروستیو څو کلونو کې په بلوچستان ایالت کې د خونړیو حملو پړه منلې ده.
جواد ظریف د ایران د مرستیال ولسمشر په توګه استعفا ورکړې ده

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې نن دوشنبه د ( کب ۱۳ مه) د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف، چې د نړۍ له قدرتونو سره یې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې اترې کړې وې، د مرستیال ولسمشر په توګه استعفا ورکړې ده.
د ایران رسمي خبري آژانس (ایرنا) راپور ورکړی د ظریف د استعفا لیک ولسمشر مسعود پزشکيان ته رسیدلی، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.
ظریف د دوشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي:
“زه د خپلو څلوېښتو کلونو خدمت په تر ټولو سخت او ترخو شرایطو کې تېروم. ما ته او زما کورنۍ ته تر ټولو سخت سپکاوی، تورونه او ګواښونه شوي دي.”
هغه زیاته کړې:
“د حکومت پر ضد د لا زیاتو فشارونو د مخنیوي لپاره، د قضائیه قوې مشر راته مشوره راکړه چې استعفا ورکړم. ما هم سمدلاسه دا خبره ومنله.”
پزشکيان، چې د جولای په میاشت کې یې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، د اګست په لومړۍ نېټه ظریف د ستراتیژیکو چارو لپاره د خپل مرستیال په توګه وټاکه. خو ظریف تر دوو اونیو لږ وروسته استعفا ورکړه. پر دې سربېره هغه د همدې میاشتې په وروستیو کې بېرته خپلې دندې ته ستون شو.
ظریف د ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پوري د ایران د منځلاري ولسمشر حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و.