د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۷

د قرغیزستان حکومت: د بشکک پېښه کې د درېیو بهرنیانو په شمول ۲۸ کسان ژوبل شول


د بشکک په یوه لیلیه کې د وروستۍ نښتې انځور
د بشکک په یوه لیلیه کې د وروستۍ نښتې انځور

د قرغیزستان حکومت وايي، په هغه پېښه کې چې تېره شپه د مې میاشتې د اوولسمې او اتلسمې شپه په پلازمېنه بشکک کې وشوه، د درېیو بهرنیانو په شمول ۲۸ تنه ژوبل شول.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قرغیزي څانګې د راپور له مخې، تاوتریخوالی ظاهراً د بشکک په یوه لیلیه کې د نښتې د یوې ویډیو له خپرېدو وروسته پیل شو.
په دې ویډیو کې، چې په خواله رسنیو کې هم لاس په لاس شوې، لیدل کېږي چې په شخړه کې بهرنیان هم شامل دي.

د قرغیزستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې رييس کامچي بیک تاشي یف په یوه پیغام کې ویلي چې له نښتې وروسته پرون ماښام له ۵۰۰ تر ۷۰۰ ځايي اوسېدونکو د ښار په مرکز کې په دې خاطر اعتراض وکړ چې د دوی په ادعا په قرغیزستان کې کډوال زیات شوي دي.

د قرغیزستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې تړاو یې درې بهرني اتباع نیولي او د هغوی پر ضد یې د "بلوا غوښتنې" تر عنوان لاندې یوه جنايي دوسیه پرانستلې ده.

د قرغیزستان د روغتیا وزیر علیمقادر بشنالیف هم له نښتې وروسته د ټپي شویو بهرنیو اتباعو د هویت په اړه له څه ویلو پرته اعلان وکړ چې درې بهرني اتباع تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان سفارت نن شنبې هغه راپورونه رد کړل چې ګنې درې پاکستاني اتباع په کې وژل شوي او اعلان یې کړی چې په دې پېښه کې "۱۴ پاکستاني اتباع" ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت هم اعلان کړی چې د تېرې شپې د نښتو له امله په دغه هېواد کې د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره په دې برخه کې د قرغیزستان له حکومت سره په تماس کې دی.

د قرغیزستان چارواکو د پاکستاني اتباعو په ګډون د بهرنیانو پر وړاندې د تېرې شپې له تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې د پېښې د څېړلو او عاملانو ته به یې سزا ورکړي.

خو داسې ښکاري چې د دغه هېواد د ملي امنیت د کمېټې مشر په یوه تبصره کې د بهرنیو کارګرانو پر کار نیوکه کړې ده.

هغه وویل چې قرغیزستان د غیرقانوني مهاجرو له "سېل" سره مخامخ دی چې ډېری یې د پاکستان او بنګله دېش دي او ډېری یې "قانون ماتوي."

ښاغلي تاشف نور پاکستاني او بنګله دېشي کډوال تورن کړل چې د "قانون ماتونکو" څخه دي.

XS
SM
MD
LG