نړۍ
د چمن پرلتوالو له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې

د بلوچستان ایالت د چمن پرلتوالو پرون چهارشنبې د خپلې جرګې په لومړۍ ورځ له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې.
په چمن کې له تېرو ۲۰۹ ورځو راهیسي زرګونه کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط په اعتراض کې پرلت ته دوام ورکوي.
دوی وايي چې د پخوا په شان دې په تذکرې او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د پاکستان حکومت د دوی له دې غوښتنې سره موافقه نه کوي.
پرلتوالو د دې لپاره چې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومني، له پرون څخه جرګه رابللې څو دوی ته داسي حللار وړاندیز کړي چې د پاکستان حکومت د خپل دریځ بدلولو ته اړ باسي.
د جرګې یوه مشر مولانا حافظ محمد یوسف پرون رسنیو ته وویل چې جرګه به داسي تګلاره وړاندیز کړي چې د پاکستان له حکومت سره د چمن د زرګونو خلکو ستونزه پرې حل شي.
ټاکل شوې ده چې جرګه نن او سبا هم دوام وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتانیاهو؛ ایران دې په سیمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د امریکا او ایران له هغې احتمالي هوکړې ملاتړ کوي چې په کې د یورانیم پخول او د ۴۸۰ کیلومټره لیرې واټن ویشتونکو توغندیو تولید شامل نه وي.
د هغه په ټکو، "که چیرته داسې یو هوکړه کیږي چې د اسراییلو شرطونه په کې منل شوي وي، ترې ملاتړ کوي".
هغه وړاندې له ایرانه وغوښتل چې په سیمه کې دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تمه ده د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو شپږ پړاو په عمان کې پیل شي.
تراوسه د دې خبرو اترو دقیقه نیټه معلومه نه ده.
خو ایران د دې خبرو له پیل وړاندې ویلي، د یورانیم پخول نه دروي.
په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي

په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي.
رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، نښته په سویدا ولایت کې وروسته له هغې پیل شوه چې د تیرې جمعې په ورځ د دمشق او سویدا ترمنځ په غځیدلې لویه لار یو شمیر سوداګر وتښول شول.
دا لومړی ځل دی چې د سوریې په سویدا ولایت کې دغه ډول فرقه ییز نښته کیږي.
له دې وړاندې په تیره اپریل میاشت کې د دمشق په جنوب خیتځ کې د سني جنګیالیو او وسله والو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې وه.
چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو

چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو.
دغه لوبه چې پرون شپه د امریکا د نیوجرسي په مت لایف لوبغالي کې ترسره شوه، چلسي لوبډله وتوانیده درې د صفر پر وړاندې پاریسن ژرمن ته ماتي ورکړي او د ۲۰۲۵کال د کلبونو د نړیوال جام اتله لوبډله شي.
د لوبې په پای او اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ د جام د ورکړي پرمهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فیفا مشر اینفانتینور هم حاضر وو او غوره لوبغاړو ته يې د اتلولۍ جامونه ورکړل.
د ۲۰۲۵کال د کلبونو نړیوال جام ۲۱پړاو د فیفا له خوا د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د امریکا په کوربتوب ترسره شو.
ټرمپ؛ اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوي، څو د روسیې د بریدونو پر وړاندې له خپلې فضا دفاع وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې پرون ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته کړي دي.
هغه وړاندې وویل، "امریکا د ناټو له لارې اوکرایین ته دا دفاعي وسلې ورکوي او اوکرایین به يې د ناټو له لارې بیرته امریکا ته پیسې ورکوي".
ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سختې نیوکې وکړي او زیاته کړه چې "پوتین ښې خبرې کوي خو ماښام کې بیا پر خلکو بمبار کوي".
بل پلو، د ناټو سرمنشي مارک روته واشنګټن ته تللی څو د اوکرایین د جګړې په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.
تمه ده روته نن او سبا د امریکا د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ګانګرس له یو شمیر غړو سره هم وګوري.
د ناټو عمومي منشي د ناټو پر غړو د امریکايي وسلو د خرڅلاو او اوکراین ته د هغو د سپارلو په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کوي

ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي مارک روتې به په روانه اونۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره په واشنګټن کې وګوري او د نوموړې د هغه اعلان په اړه خبرې وکړي چې وايي امریکا غواړي خپلې وسلې پر ناټو وپلوري څو ناټو یې بیا اوکراین ته ورکړي.
روتې به نن او سبا سه شنبې په واشنګټن کې وي او په پام کې لري چې له ټرمپ، د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیت هیګسیت او همداراز د امریکا د کانګرس له غړو سره وویني.
ټرمپ تېره شپه په واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته وویل چې دی به د ناټو له عمومي منشي سره وګوري او زیاته یې کړه چې امریکا به ناټو ته د پرمختللو وسلو بېلابېل ډولونه ورکړي او ناټو به یې سل په سلو کې بیه پرې کوي.
د ټرمپ یوه متحد جمهوریپال سناتور لیندسي ګراهام پرون وویل چې د اوکراین جګړه یوه نوي پړاو ته ننوځي ځکه د ده په وینا داسې ښکاري چې ټرمپ لېوالتیا ښودلې چې له اوکراین سره مرسته وکړي څو د روسیې پرضد جګړه پرمخ بوځي.
ټرمپ وايي، یله من دی چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ خبرې به راروانه اونۍ پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، دی هیله من دی چې په غزه کې د اوربند د ټینګولو په هدف د اسراییلو او فلسطینۍ حماس ډلې ترمنځ خبرو ته به په راروانه اونۍ کې لاره اواره شي.
متحدوایالتونه د هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې یې په غزه کې شپېته ورځنی اوربند ټینګېږي، د اسراییلي برمته وو تدریجي آزادول پیلېږي، اسراییل د غزې له ځینو برخو خپل ځواکونه باسي او د دې کړکېچ د حل لپاره خبرې کېږي.
ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل چې خبرې روانې دي او دی هیله لري چې په راروانه اونۍ کې به په دې برخه کې پرمختګ وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې روغتیايي چارواکو پرون وویل چې اسراییل په یوه هوايي برید کې ۸ کسان چې ماشومان هم پکې دي، وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې دا ماشومان د اوبو د وېش په یوه مرکز کې وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی غوښتل په سیمه کې د اسلامي جهاد د ډلې یو وسله وال په نښه کړي خو وايي، د یوې تېروتنې له کبله دې میزایل هدف ونه ویشت او څو متره لیرې ولګېد.
په هسپانیا کې د غواګانو په جشن کې شپږ کسان ټپیان شوي دي

په هسپانیا کې د غواګانو د ځانګړي دودیز جشن په اوومه ورځ د غواګانو د منډو پرمهال شپږ کسان ټپیان شوي دي.
دغه دودیز مراسم چې هرکال د جولای په میاشت کې جوړیږي، غواګانې په کې د ښار له کوڅو د نندارې په موخه تیروي او د غوا جګړې میدان ته يې وړي.
د څارویو د حقونو فعالانو پر دغو دودیزو مراسمو نیوکې کړي دي.
له ۱۹۲۴کال راهیسې تراوسه په دې مراسمو کې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسراییلو فضا ته ملي سپوږمکۍ او فالکن ۹توغندی توغولي دي

اسراییلو نن یکشنبې اعلان وکړ چې د "درور ۱" په نوم خپله نوې ملۍ سپوږمکۍ يې د فالکن۹ توغندي سره یو ځای د امریکا له اسپیس شرکت څخه فضا ته لیږلې ده.
د اسراییلو د فضايي صعنت او د بهرنیو چارو وزارت په خبره، سپوږمکۍ د فلوریدا د کیپ کاناورال له اډې توغول شوې ده.
وړاندې ویل شوي، دا سپوږمکۍ چې ۲۰۰میلیونه ډالره ارزښت لري د راتلونکو پنځلسو کالونو لپاره به په فضا کې د اسراییلو لپاره د ارتباطاتو مهمه وسیله وي.
اسپیس ایکس ویلي، سپوږمکۍ يې د فلوریدا په وخت یوه بجه توغولې.
د اسراییلو د فضايي صعنت ادارې د دغې سپوږمکۍ توغول د اسراییلو د تکنالوژۍ په پرمختګ کې یو لوی ګام بللی دی.
په ۲۰۱۶کال کې د اسراییلو یو بې پیلوټه فالکن۹ توغندی په فلوریدا کې په ازمویښتي پرواز وچاوید چې ورسره د اسراییلو د اموس۶ مخابراتي سپوږمکۍ چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو ارزښت يې درلوده له منځه لاړه.
د ( بېداد) په نوم ایراني فلم د کارلووي واري جشنوارې جایزه وګټله

د " بیداد" په نوم ایراني فلم د چک جمهوریت د کارلووي واري نهه پنځوسم فسټیوال کې یوه ځانګړې جایزه ترلاسه کړه.
دغه فلم په ایران کې د اجباري حجاب له مراعاتولو پرته د ښځینه لوبغاړو له خوا جوړ شوی او تمرکز یې پر ښځینه سندرغاړو د لګول شویو محدودیتونو په اړه دی.
د فلم جوړونکی سهیل بیرقي او یوشمېر نور کسان چې د فلم جوړولو کې یې لاس درلود، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایراني چارواکو له خوا د زندان او نقدي جریمو په سزا محکوم شول.
بیرقي په دغه فسټیوال کې وویل چې له دغه حکم سره سره غواړي بیرته ایران ته ولاړ شي.
د کارلووي واري د فلمونو فسټیوال هر کال چک جمهوریت کې جوړيږي.
زرګونه اسراییلیانو غزه کې د پاته برمته شویو کسانو د خلاصون په هدف مظاهره وکړه

زرګونه اسراییلیانو پرون په تل ابیب او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او له دولته یې وغوښتل چې غزه کې د پاته یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه معامله وکړي.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) د اسراییلي چارواکو په حواله لیکلي، لا هم پنځوس برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاته دي او باور دادی چې یوازې ۲۰ به یې ژوندي وي.
مظاهره چیان دا غوښتنه داسې مهال کوي چې دا مهال په قطر کې د غزې د جګړې دواړه لوري د یوه دوه میاشتني اوربند پر شرایطو خبرې کوي.
د اوربند د خبرو یو شرط دادی چې لږ تر لږه لس برمته شوي ژوندي اسراییلیان به خوشې کیږي او د څو نورو جسدونه به اسراییل ته سپارل کیږي.
پرون شنبه هم دوحه کې دغو خبرو دوام وکړ، خو خبر کې راغلي چې کوم پرمختګ په کې نه و.