نړۍ
جنوبي وزیرستان کې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط کېدو خلاف پرلت روان دی
د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې له افغانستان سره پر پوله د عامو خلکو اعتراض او پرلت لا هم دوام لري.
د ازادي راډیو مشال څانګې د دغه پرلت د مشرانو په حواله ویلي چې نن به دوی په یوه جرګه کې خپله راتلونکې کړنلاره باندې بحث کوي او له حکومت سره د خبرو لپاره به یو پلاوی ټاکي.
دغه اعتراض افغانستان ته د اوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط له عملي کولو وروسته راپورته شوی دی.
دغه شرط د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وضع شو.
پرلتوال وايي چې پر انګور اډه د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تر زرو زیاتو کسانو په تل ابیب کې مظاهره وکړه
پرون شنبه هم تر زرو زیاتو کسانو په تل ابیب کې مظاهره وکړه او د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس څخه یې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اسرائیل ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د یوه یرغمل شوي مور ایناف زانګاوکر پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو انتقاد وکړ، چې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه په سلا کېدو کې پاتې راغلی دی.
پر اسرائیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل شول.
دغه حمله په غزه کې د جګړې د پیل سبب شوه. شا و خوا ۱۰۰ یرغمل شوي کسان لا هم له اختطاف کوونکو سره دي، خو معلومه نه ده څو تنه یې ژوندي دي.
په جنوبي کوریا کې د الوتکې د اوراخیستو په پېښه کې ۸۵ تنه مړه شوي
د جنوبي کوریا د اور وژنې اداره وايي چې د دغه هېواد د یوه هوايي ډګر له دېوال سره د یوې مسافروړونکې الوتکې د لګېدو له کبله د مړو شمېر ۸۵ ته زیات شوی دی.
په دې الوتکه کې ۱۸۱ تنه سپاره وو، چې نن سهار پر موان هوايي ډګر د کښېناستو پر مهال له ځغاستلیکې (رنوې) ووتله او له دېوال سره وجنګېده.
چارواکي وايي د پېښې د علت په اړه څېړنې پیل شوې دي.
دا الوتکه د ټایلنډ له پلازمېنې بنکاک الوتې وه.
امریکا د ګواتیمالا تر ۶۱ زره ډېر وګړي ایستلي
د ګواتیمالا د کډوالۍ دولتي انستیتیوت وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۴م کال کې د ګواتمیالا ۶۱زره ۶۸۰ تنه وګړي بېرته ستانه کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ، هغه څلور الوتکې چې له تګزاس روانې شوې وې، د جمعې په ورځ د ګواتیمالا په پلازمېنه کې د هوايي ځواک پر یوه پوځي اډه کښېناستې.
د ژانس د راپور له مخې، شا و خوا ۱۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، له یوې الوتکې کښته کړای شول.
ګواتیمالا ته د دغه هېواد د وګړو ستنول په داسې حال کې زیات شوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ راروانه میاشت سپینې ماڼۍ ته ستنېږي. ټاکل شوې د لوړې مراسم د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ پر ۲۰مه وشي. ټرمپ ژمنه کړې، هغه کډوال به په ډله ییز ډول اخراجوي، چې قانوني اسناد ونه لري.
د ګواتیمالا حکومت اټکل کړی، چې د دغه هېواد ۲ ملیونه او ۷۰۰زره وګړي د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي، خو یوازې ۴۰۰زره یې د استوګنې اسناد لري. په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله کې د ګواتیمالا ۵۵زره ۳۰۲ وګړي د امریکا له متحدو ایالتونو خپل هېواد ته ستانه کړای شوي وو.
د قطر صدراعظم او د حماس استازو د غزې د اوربند په اړه خبرې وکړې
د قطر صدراعظم پرون په دوحه کې د حماس ډلې له یوه پلاوي سره وکتل څو د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه واضح او هراړخیز اوربند په اړه خبرې ورسره وکړي.
په دې اړه د قطر د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د حماس د مخکښ مشر خلیل الحیا په مشرۍ د دې ډلې له استازو سره وکتل.
د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د قطر شیخ هیله ښودلې وه چې د امریکا په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ له بریا وروسته په مذاکراتو کې بیا تحرک پیلېږي.
دوحې په نوامبر میاشت کې اعلان وکړ چې په خبرو کې خپل منځګړتوب ځنډوي او ویې ویل، کله چې حماس او اسراییل په خبرو کې اراده او جدیت وښيي نو د منځګړتوب هڅې به له سره پیل کړي.
خو دوحه وروسته په روانه میاشت کې یوځل بیا د دواړو خواوو د غیرمستقیمو خبرو کوربه و، چې حماس او اسراییل یې د پرمختګ خبر ورکړ خو وروسته بیا دواړو یوبل په خبرو کې د خنډونو په رامنځ ته کولو تورن کړل.
د ټرمپ د تعرفو د لوړولو ژمنې او د اروپا د موټر جوړولو د صنعت اندېښنې
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د تعرفو نویو ګواښونو د اروپا د موټر جوړولو صنعت له نویو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د اروپا د موټر جوړولو صنعت چې هسې هم زیانمن شوی، ځان د ټرمپ د تعرفې د نویو ګواښونو پر وړاندې مقابلې ته چمتو کوي.
ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه یوځل بیا سپینې ماڼۍ ته راستون شي.
ټرمپ ژمنه کړې چې د ولسمشر په توګه د کار له پیل وروسته په خپلو لومړنیو اقداماتو کې به له چین کاناډا او مکسیکو څخه پر وارداتي توکو تعرفې لوړې کړي. دې ژمنې ته د سوداګرۍ د یوې نوې جګړې د پیل په سترګه کتل کېږي.
دا د اروپا د موټر د تولید د شرکتونو لپاره چې مخکې یې هم د امریکا او چین په څېر د نړۍ په لویو بازارونو کې خپل مشتریان له لاسه ورکړي بد خبر دی.
د پوتین او علییف خبرې هغه هم د اذربایجان د الوتکو د لوېدو تر پېښې څو ورځې وروسته
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د اذربایجان رهبر الهام علییف ته ویلي، کله چې د اذربایجان یوې الوتکې غوښتل د روسیې پر ګروزني ښار راکښته شي، د روسیې د هوايي مدافع دستګاه، د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د احتمالي حملې له کبله فعاله شوه.
خو ولادمیر پوتین دا ونه ویل، چې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه دې د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د سقوط مسوول وي.
د کرملین په وینا، پوتین علییف ته ویلي، چې په همدې شېبه کې پر موزدوک او ولادي وستوک ښارونو د اوکراین حملې روانې وې او د روسیې د هوايي مدافع دستګاه د دغو حملو په دفاع بوخته وه.
تر دې مخکې ګنګوسې وې، چې تېره چهارشنبه د اذربایجان هوايي شرکت د یوې الوتکې په سقوط کې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه ښکېله وه.
په هغه الوتکه کې ۶۷ کسان موجود وو، چې د قزاقستان اقتاو ته نږدې نسکوره کړای شوه.
په دې پېښه کې د الوتکې ۳۸ سورلۍ ووژل شوه او ۲۹ نور کسان ټپیان شول.
اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د یوه روغتون مشر نیولی دی
د غزې روغتیايي چارواکو نن شنبه ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د دغه قلمرو په شمال کې د یوه روغتون مشر نیولی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د اسرائیل دغه چاپه د دې روغتون د خدماتو د ځنډېدو سبب شوی دی. د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کمال عدوان روغتون د مشر په ګډون د روغتون لسګونه کارکوونکي د پوښتنو- ګروېږنو لپاره د توقیف یوه مرکز ته لېږدول شوي دي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. د غزې د ملکي دفاع بنسټ هم د کمال عدوان روغتون د مشر حسام ابو صفیه د نیولو خبر ورکړی دی. د اسرائیل پوځ پرون جمعه د کمال عدوان روغتون په مربوطاتو کې د عملیاتو خبر ورکړ او ادعا یې وکړه، چې له دغه ځای څخه تروریستي سازمانونو د کلیدي مرکز په توګه کار اخیست.
د ترکیې امنیتي ځواکونو تر ۶۰۰ ډېر کډوال نیولي
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو ۶۵۶ داسې کډوال نیولي دي چې د اقامت قانوني اسناد نه یې نه لرل.
علي یرليکایا پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه کسان د (کالکان ۳۶) په نوم د عملیاتو په ترڅ کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.
د هغه په وینا، خپلو هېوادونو ته د دغو کډوالو د بېرته ستنېدو چارې پیل شوې دي.
ده نه دي ویلي چې نیول شوي بې اسناده کډوال په کومو هیوادونو پورې تړاو لري خو په تیرو دوو کلونو کې د ترکیې امنیتي ځواکونو د نورو ملیتونو ترڅنګ ګڼ شمېر افغان کډوال هم نیولي او اکثره یې افغانستان ته لېږلي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې په دې عملیاتو کې ۵۲ کسان د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي دي. ده د انساني قاچاقبرو هویت په اړه څه نه دي ویلي.
علي یرليکایا زیاته کړې چې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو او نیولو چارې د لویې څارنوالۍ، د مهاجرت ادارې، د عمومي امنیت ریاست، د ژاندارمې عمومي قوماندانۍ او د ساحل ساتونکو د قوماندانۍ په همغږۍ ترسره کېږي او دوام به ولري.
ترکیې د بېرته ستنېدو ۳۲ مرکزونه جوړ کړي چې شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته ځای ورکولی شي.
د جرمني ولسمشر پارلمان ړنګ او له وخته مخکې انتخابات تایید کړل
د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر نن (د ډسمبر ۲۷مه) د دې هیواد پارلمان منحل کړ او د فبرورۍ په میاشت کې یې تروخت مخکې انتخابات تایید کړل.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د صدراعظم اولاف شولز په مشرۍ حکومت تیره میاشت ړنګ شو.
د جرمني حکومت د اروپا د دې ستر اقتصاد د رغولو د څرنګوالي په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخامخ و، خو تېره اونۍ د کرسمس پر یوه مارکېټ له برید وروسته د امنیت او کډوالۍ پر سر اختلافات هم پرې ورزیات شول.
د طالب عبدالمحسن په نوم د سعودي یوه وګړي چې ۱۸ کاله وړاندې جرمني ته کډوال شوی و، تېره اونۍ د مګدیبورګ ښار د یوه بازار په ګڼه ګوڼه کې خلک ترخپل ګړندي موټر لاندې کړل. په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
طالب المحسن، چې یو پنځوس کلن ارواپوه دی، د ښي اړخو پلوي بلل شوی او ویل کېږي هغه، چې ویل یې پخوا مسلمان و، له هغه څه سره مخالف و، چې د اروپا د اسلامي کیدلو هڅې بلل کېږي.
د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګ مړ شو
د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګ چې په هند کې د مهمو اقتصادي اصلاحاتو معمار ګڼل کېده د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.
د اسوشېټېډ پريس اژانس د خبر له مخې، په نوي ډیلي کې د هند د طبي علومو انسټیټیوټ په یوه بیان کې ویلي چې سنګ ناڅاپه د پنجشنبې پر ماښام بېهوښه شو او روغتون ته یووړل شو او د شپې پر نهو بجو او ۵۱ دقیقو مړ اعلان شو.
من موهن سنګ د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د دوو پرله پسې دورو لپاره د هند صدراعظم و.
د هند اوسني صدراعظم نریندرا مودي من موهن سنګ د هېواد یو له "تر ټولو غوره مشرانو" بللی دی.
مودي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: "زموږ د لومړي وزیر په توګه، من موهن سنګ د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره ډیرې هڅې وکړې."
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه د ایکسپاڼې په یوه پیغام کې لیکلي چې هند خپل یو تر ټولو نامتو زوی له لاسه ورکړ.
ښاغلي کرزي زیاته کړې چې ډاکټر من موهن سنګ د افغانانو تلپاتی متحد او دوست و.
پخواني افغان ولسمشر د سنګ له کورنۍ، د هند له حکومت او خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
من موهن سنګ په ۲۰۱۱ کال کې کابل ته سفر کړی و.
نوموړي د افغانستان پخوانۍ ملي شورا ته په وینا کې ويلي وو چې د ده د سفر موخه د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو لا پیاوړې کول دي.