د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۸

نړۍ

د ایران حکومت د بهرنیو کارګرو ګومارونکو ته جریمه اعلان کړه

ارشیف
ارشیف

د ایران حکومت د بهرنیو ناقانونه کارګرو د استخدام پر سر جریمه لګولې ده.

په ایران کې بهرني کارګر اکثر د افغانستان دي.

د ایران د کار وزارت د بهرنیو اتباعو د استخدام لوی ریاست پرون اعلان کړی چې که له دې وروسته څوک ناقانونه کارګر وګماري نو د ورځې نږدې یو میلیون او دوه لکه تومنه چې شاوخوا شل ډالره کېږي جریمه کېږي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې که څوک د دوی خبرې بابیزې وګڼي او د ناقانونه کارګرو استخدام ته دوام ورکړي جریمه به پرې دوه برابره کړي.

تر دې مخکې هم ایراني چارواکو د افغان کډوالو په وړاندې محدودیتونه وضع کړي چې له ډلې یې ۱۶ ښارونو ته د افغانانو د ورتګ مخنیوی او له اسنادو پرته د درملو او ځینو خوراکي توکو د پېرلو ممانعت شامل دي.

که څه هم ایراني چارواکو لکونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي، خو د راپورونو په اساس شاوخوا درې میلیونه افغانان په ایران کې اوسیږي.

د دغو خلکو یوه لویه برخه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هلته اړولي او اکثر یې د اوسېدو اسناد نه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

رونالډو خپله لوبډله د اروپایي ملتونو د فوټبال پایلوبې ته ورسوله

کریستیانو رونالډو
کریستیانو رونالډو

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې نن ماښام اسپانیا او فرانسه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

د نننۍ لوبې ګټونکی به پایلوبې ته ځي او هلته به له پرتګال سره مخامخ کیږي.

د پرتګال لوبډلې تېره شپه جرمني ته دوه-یو ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.

د بیګنۍ لوبې د بریا ګول د پرتګال د فوټبال ستوري کرستیانو رونالډو وواهه.

جرمني د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره ۶۰ زره سرتېرو ته اړتیا لري

بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو کانفرانس
بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو کانفرانس

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، په ناټو سازمان کې د خپلې دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره شپیته زره نورو سرتیرو ته اړتیا لري.

بوریس پیستوریوس دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.

د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، د ناټو د یوه نوي پروګرام له مخې غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي وړتیاوې شاوخوا دیرش فیصده لوړې کړي.

تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، د دافع هوا سیستم، لرې واټن ویشتونکو وسلو، لوژستیک او د ځمکنیو ځواکونو د تشکیل پراخوالی یې اصلي لومړیتوبونه دي.

نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده

د عرفات غوندۍ
د عرفات غوندۍ

نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.

دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات غونډۍ او شاخواو دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.

پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.

حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا جمعه د لوی اختر لومړی ورځ ده.

سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانانو د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

د طالبانو حکومت وايي، د حج د مراسمو لپاره دیرش زره حاجیان له افغانستانه ورغلي دي.

طالبانو د جمعې ورځ عرفه او د شنبې ورځ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.

پوتین ټرمپ ته په ټیلفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اوکراین د بریدونو ځواب به ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په " په واضع توګه خبرداری" ورکړی چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ځواب به ورکوي.

اوکرایین د تیرې اونۍ په پای کې د روسیې په بیلابیلو پوځي هوايي اډو کې بم غورځونکې الوتکې په نښه کړې وې.

ټرمپ پر خپلې سوشل پاڼې ټروټ کې ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې "ښې ټیلفونې خبرې اترې" درلودې خو د هغه په ټکو دا خبرې اترې اوربند او سولې ته د رسیدو په مانا نه دي.

د ټرمپ په خبره، له پوتین سره يې د ۷۵ دقیقو خبرو اترو ډیر برخه د اوکرایین د امنیتي ادارې له خوا د روسیه دننه د روانې میاشتې د لومړی نیټې بریدونه وول.

د ټرمپ په ټکو، " موږ د روسیې دننه په بم غورځوونکو الوتکو د اوکرایین د بریدونو په اړه خبرې وکړې".

هغه زیاته کړه، "پوتین په ډیر تاکید سره وویل مجبور دی چې د روسیې پر هوايي اډو د اوکرایین د بریدونو ځواب ورکړي".

له دې وړاندې د اوکرایین امنیتي ادارې ادعا کړې وه چې ۴۰بم غورځوونکې روسیې الوتکې يې په بیلابیلو هوايي اډو کې په نښه او ویجاړې کړي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا بریدونه ستایلی وو او په خبره يې چې د دې بریدونو لپاره ۱۸میاشتې مخکې پلان برابر کړی و.

د پوتین او ټرمپ ترمنځ له ټیلفوني خبرو اترو وروسته د کرملین د بهرنۍ سیاست مرستیال یوري اوشاکوف د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، ټرمپ، پوتین ته ویلي چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو ناخبره و.

اوشاکوف وړاندې وویل، په دې بحثونه روان دي چې روسیه د اوکرایین د دې بریدونو ځواب څنګه ورکړي، خو په دې اړه يې ډیر جزیات ور نه کړل.

پر غزې د اسراییلو په تازه بریدونه کې ۱۲ فلسطینیان وژل شوي دي

غزې ته څیرمه پر خان یونس ښار په هوايي وروستیو بریدونه کې ټپیان
غزې ته څیرمه پر خان یونس ښار په هوايي وروستیو بریدونه کې ټپیان

د غزې د دفاع ملکي اداره وايي، خان یونس ښار ته څیرمه د بېځایه فلسطینیانو پر یوې خیمې د اسراییلو په هوايي بریدونه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې په خبره، اسراییلو دا هوايي بریدونه نن چهارشنبې کړې دي.

په سیمه کې یو عیني شاهد فرانس خبري اژانس ته ویلي، "موږ د یوې پوځي بې پیلوټه الوتکې توغندي ولیدل چې پر ښوونځي او خیمو لګیدلی وو، دا ماشوم شهید شو او د هغه مور، پلار او خویندې ټپیان دي".

د اسراییلو پوځ تراوسه د تازه بریدونه په اړه د فرانس پریس خبري اژانس پوښتنې ځواب کړې نه دي.

وروسته له هغې چې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ په تیره مارچ میاشت کې اوربند پای ته ورسیده، اسراییلو پر غزې بریدونو ته زور ورکړی دی.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډلې د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.

اسرائیلو په سوریې برید کړی دی

آرشیف
آرشیف

وروسته لدې چې د سوریې له لوري په اسرائیلو د دوو توغنديو برید وشو اسرائیلو په سوریي هوايي برید وکړ.

رویترز خبري آژانس رپوټ ورکوي چې داسرائیلو دفاع وزیر ددغه برید پړه د سوریې په موقت ولسمشر واچوله.

سوریه وايي په اسرائیلو د برید رپوټونه تراوسه نه دي تایید شوي.

تراوسه دا هم نه ده معلومه چې دتوغندیو دغه برید کومې ډلې کړی دی .

د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي دتوغندي برید رپوټونه تراوسه نه دی تایید شوي او سوریې په سیمه کې هیڅ کوم اړخ ته ګواښ نه دی کړی او نه به یی وکړي.

دسوریې موقت حکومت ویلي چې په درعا باندې د اسرائیلو هوايي برید ځاني او مالي زیان اړولی دی .

ددغو متقابلو بریدونو سره همهاله دسوریې او اسرائیلو ترمینځ دکړکیچ د کمولو لپاره هڅې شوي دي.

اوکراین وايی د روسیې او اشغالی اوکراین ترمینځ یو مهم پل یې په بمونو الوزولی دی

د پله لاندې دچاودنې دغه تصویر دجون په دریمه نیټه داوکراین دامنیتی خدماتو ادارې لخوانشر شوی دی .
د پله لاندې دچاودنې دغه تصویر دجون په دریمه نیټه داوکراین دامنیتی خدماتو ادارې لخوانشر شوی دی .

اوکراین ادعا کوي چې د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا سره نښلونکی یو مهم پل یې د اوبو لاندې چاودیدونکو موادو په وسیله نړولی دی .

د اوکراین د امنیتی خدماتو (SBU) ادارې دسه شنبې د ورځې اعلامیې وویل چې ددغو عملیاتو په ترځ کې چې څو میاشتې یې ونیولې د کیرچ تنګي د پل دستنو لاندې ټولټال ۱۱۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوي وو.

د SBU په ویب پاڼه کې خپره شوې ویډیو - چې اعتبار یې د RFE/RL ، یا آزادې اروپا راډیو لخوا تایید شوې - د پل لاندې یوه لویه چاودنه ښیې. خودا څرګنده نه ده چې څومره زیان یې رسولی.

روسي چارواکو د ورځې پیل کې وویل چې پر دې پل یې د موټرو تګ راتګ ځنډولی دی خو وروسته ولیدل سو چې موټر بیاهم له پل څخه کار اخلي.

تر دې دوه ورځې مخکې اوکراین د روسیې خاوره کې دننه د بې پیلوټه الوتکو د یوه څپې په برید کې په څوهوایي اډو کې داوږده واټن لسګونه بم غورځونکې الوتکې زیانمنې کړې.

رائل چلینجرز بنګلور دلومړي لپاره د هند د پریمیر لیګ T20 اتله لوبډله شوه

ویرات کوهلی دهند افسانوی بیتسمن
ویرات کوهلی دهند افسانوی بیتسمن

د هند افسانوي بیټسمین ویرات کوهلي د رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې وکړې او پرون یې د هند پریمیر لیګ T 20 په فاینل کې پنجاب کنګز لوبډلې ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.

په دې سره رائل چلینجرز بنګلور دلومړي ځل لپاره دهند پریمیر لیګ T20 اتلولي وګټله.

ویراټ کوهلي په ۳۵ توپونو ۴۳ منډې ترسره کړې چې پای کې د نامتو افغان بالر عظمت الله عمرزي په توپ اوټ شو .

رائل چلینجرز بنګلورلوبډلې د نهو ویکټو په زیان ټولټال ۱۹۰ منډې وکړي.

پنجاب لوبدلې ترپایه مبارزه وکړه خو د ۷ لوبغاړو په زیان یې یوازي ۱۸۴ منډې وکړي.

دلوبې لپاه د احمد آباد په ۱۳۲،۰۰۰ ظرفیت لرونکي لوبغالي کې له ۹۱،۰۰۰ څخه ډیر مینه وال راټول شوي وو.

لسګونه بندیان د کراچۍ له یو زندان تښتیدلي دي

د چارواکو په وینا د پاکستان د کراچۍ ښار یوه زندان څخه تیره شپه دزلزلې په مهال له ۱۰۰ ډېر بندیان تښتېدلي دي او په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی کاشف عباسي نن سه شنبې وویل چې ۲۱۶ بندیان د سهار له لمانځه مخکې له زندان څخه تښتېدلي دي. له دې ډلې څخه ۷۸ تنه بیرته نیول شوي دي.هغه وویل چې په تښتېدلو کسانو کې څوک د اورپکې په توګه پیژندل شوی یا د محاکمې لاندې نه دی.

ښاغلي عباسي زیاته کړه چې په دې نښته کې یو زنداني ووژل شو او درې امنیتي چارواکي ټپیان شول، خو وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی، او زیاته یې کړه چې پولیس د پاتې تښتېدلیو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهي.

د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن وویل چې بندیانو هغه مهال د تیښتې هڅه وکړه چې د زلزلې پرمهال د خوندیتوب لپاره له خپلو حجرو څخه بهر را ایستل شوي وو. دوی نا څاپه پر ساتونکو برید وکړ، د هغوی وسلې یې واخیستې، ډزې یې وکړې او وتښتېدل.

درې اسراییلي پوځیان ووژل شول

د غزې خان یونس سیمه-ارشیف
د غزې خان یونس سیمه-ارشیف

اسراییلي ځواکونو نن د غزې په شمال کې د خپلو دریو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې له دې سره په غزه کې د جګړې له پیله د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمیر څلور سوه څلرویشتو ته ورسید.

اسراییل د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له اوومې وروسته چې حماس ډلې، چې متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پيژني، په اسراییل کې دننه دولس سوه تنه ووژل او په لسګونو یې برمته کړل، حمله وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG