افغانستان
طالبانو په بدخشان کې د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی

د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د حکومت پر ضد د ولسي خلکو له لاریونونو وروسته، طالب چارواکي وايي، د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې په بدخشان کې راپورته شوی کړکېچ د کوکنارو د کښت له امله بللی او زیاتوي، یو شمېر کسانو د دوی په هغو امنیتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او وروسته د ده له قوله؛خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.
هغه زیاته کړې، د پېښې د لا څېړنې لپاره د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لهخوا د دوی د لوی درستیز فصیحالدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی.
خو تېرو دوو ورځو کې د بدخشان له ځینو سیمو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې سیمهییز خلک د طالبانو ځواکونه په خپلسرو کړنو، د ملکي خلکو په وژنې، د خلکو په ځورونې او د دوی کورونو ته په ننوتو تورنوي او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکوي.
سیمه کې خلک دا هم وايي چې طالبانو یو ملکي وګړی وژلی او څو تنه نور یې نیولي دي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی د حکومت پر ضد لاریون وکړي.
بلخوا د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند یوه اعلامیه کې طالبان په بدخشان کې د معترضانو په ځپلو تورن کړي.
دې ګوند د سیمې د خلکو راپورته کېدل د طالبانو د ظلم، ستم او تبعیض پایله بللې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په افغانستان کې نن سهار زوروره زلزله وشوه

نن د سهار پنځه بجې او درې څلویښت دقیقې خلکو په افغانستان کې د زلزلې ټکانونه احساس کړل.
د یوشمیر نړیوالو جیولوجي سروې مرکزونو په باور دا زلزله د ریښتر په کچه پنځه اعشاره نهه درجې وه.
د دې زلزلې مرکز د کابل په شمال ختیځ کې نژدې دوه سوه کیلومتره لرې په بدخشان کې د هندوکش په غرونو کې و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
افغان زلمي نن د متحده عربي اماراتو له کرکټ لوبغاړو سره سیالي کوي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره مسابقه کوي.
دا لوبه نړیوال جام ته د غوراوي لپاره ده. له افغان لوبډلې سره په ګروپ کې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ، د هانګ کانګ، عمان او کوربه نیپال لوبډلې یوځای شوې دي.
تر اوسه افغان لوبډلې د غوراوي د دې لړۍ په ترڅ کې عمان او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې ده چې تر نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو نړیوال جام د دوه زره شپږویشتم کال په پيل کې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.
د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورټي همکاریو ژمنه وشوه

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سپورتي همکاریو د پراختیا په اړه د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف او د طالبانو د حکومت د اولمپیک، بدني تربیت او سپورت د مشر احمدالله وثیق ترمنځ خبرې وشوې.
د طالبانو په واک کې باختر اژانس خبر ورکړ چې ژیرنوف او وثیق د سې شنبې په ورځ په کابل کې سره ولیدل.
د غونډې پرمهال د دواړو خواوو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو، په ځانګړې توګه د سپورت په برخه کې، خو دا نه دې ویل شوي چې د سپورټ په کومو برخو کې به همکارۍ کیږي.
طالبانو د نجونو او ښځو پر سپورټ بندیز لګولی او په ځینو موارد کې یې د نارینه و یوشمیر لوبې هم منع کړې دي.
په افغانستان کې یوه پراخه سیمه ماینونو نیولې

په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي چې د ماینونو د پاکولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم خیل د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دوه زره څلرویشم کال کې د ماینونو او ناچاوده موادو له کبله درې سوه شپږ ویشت پیښې رامنځته شوې دي چې له امله یې شپږ سوه دیارلس افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. رستم خیل زیاته کړه چې لاهم یوه لویه ساحه په ماینونو او ناچاوده توکیو ککړه ده چې د پاکولو لپاره یې د نړیوالو موسسو مرستو ته ضرورت دی.
په افغانستان کې د راپورونو له مخې یو زر یوسل او پنځوس کیلومتره مربع داسې سیمې شته په ماینونو او ناچاوده موادو ککړې دي.
قزاقستان له افغانستان سره د درملو مرسته کوي

په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي سره د لیدو پرمهال ژمنه وکړه چې هیواد به یې درې نیم ټنه دوا راتلونکې اونۍ له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي اکباسوف دا ژمنه د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې وکړه چې په شپږ ویشت لاریو کې بار د خپل هیواد د مرستو په اړه یې چې پرون د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته ورسیدې، ملا ترابي ته معلومات ورکړل.
د قزاقستان په دې مرستو کې زر ټنه وړه، څه باندې دولس سوه ټنه وریجي، یوه اندازه غوړي او نور خوراکي مواد شامل دي.
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې سبا د سیلونو د بهیدو امکانات شته

د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په غور، بادغیس، غزني، رزګان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشیر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، بدخشان، تخار او کندز کې د ورښتونو له امله د پنجشنبې په ورځ د اوبو کچه په سیندونو کې لوړیږي چې له امله یې د سیلابونو د بهیدو خطر شته.
دغه وزارت پرون هم په همدې اوولسو ولایتونو کې د احتمالي سیلونو د بهیدو خبرداری ورکړی و، خو ازادي راډیو تر دې دمه د پرونیو ورښتونو له امله د سیلونو د بهیدو کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.
د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام( ډبیلو-ایف-پي) د راپور له مخې پروسږکال په افغاستان کې د سیلونو له امله تر یوسل او شپته زره ډير کسان اغیزمن شول او په زرګونه کورونه او کروندې ویجاړې شوې.
ٔٔد روغتیا نړیوال سازمان: د کال تر پایه به لس فیصده افغانان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال ترپایه به دافغانستان لس فیصده وګړي له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
فرانس پریس نن سه شنبه ( د حمل ۲۶مه) د دغه سازمان په حواله ویلي چې دغه ویره له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو له درېدو وروسته رامنځته شوې.
خبر کې راغلي چې د افغانستان ۴۵ میلیونه وګړي تر ډيره په بشري مرستو متکي دي او دا مهال دغه هېواد د نړۍ په کچه له دویم لوی بشري ناورین سره مخامخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د روان میلادي کال په پيل کې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته افغانستان کې ۳۶۴ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او روغتیایي خدمتونو ته د درې میلیونه کسانو لاسرسی بند شوی دی.
وړاندې راغلي چې ۲۲۰ نور روغتیایي مرکزونه د تړل کېدو له خطر سره مخامخ دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېرو دوو اونیو کې ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، د اپریل له لومړۍ نیټې نژدې ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان نن سه شنبه( د حمل ۲۶مه) ویلي، د کډوالو دغه شمېر راتګ، د بیا ستنېدې په بهیر کې چټک زیاتوالی ښيي.
یاد شمېر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را اړول شوي دي.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري ویلي و چې په راغلو کډوالو کې زرګونه شاوخوا څورلس زره داسې دي چې په زور را ایستل شوي.
د طالبانو د کډوالو چارو ځانګړی کمیسیون له دغو راستنو شویو سره د مرستو خبره کوي، خو راستانه شوي دوی سره مرستې کافي نه بولي او ځینې وایي، هیڅ مرسته نه ده ورسره شوې.
له پاکستانه د کډوالو اخراج، پرون هم څه باندې ۷۲۰ کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک را اړول شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو ځانګړی عالي کمیسیون وایي، پرون دوشنبه څه باندې ۷۲۰ کډوالې کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک افغانستان ته را اړول شوي دي.
د دغه کمیسیون دارلانشا په خپل ورځني راپور کې ویلي چې د دوی د ترانسپورت، روغتیا، مالي او نورو کمیټو راستنو شویو ته اړینې مرستې رسولي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت له را ستنېدونکو سره د مرستو خبره کوي، خو ګڼ شمېر راستنو شویو ازادي راډیو ته ویلي چې یا هیڅ مرسته ورسره نه کیږي او که کیږي هم کمې او یوازې یوځل دي.
څو ورځې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي و چې د اپریل له پیل راهیسې څه باندې ۴۵ زره کډوال له پاکستانه راستانه شوي چې دې ډله کې څه باندې ۱۴ زره په زور ایستل شوي دي.
پاکستان د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په زوره یې هېواد ته ستنوي.
د طالبانو مخالفې جبهې: د حل یوازنۍ لاره د طالبانو د حکومت پرزول دي

د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي مخالفانو یوځل بیا د دغه حکومت په وړاندې پر وسله والې مبارزې ټینګار وکړ.
د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود طالبان په " ظلم او وحشت" تورن کړل او زیاته یې کړه چې " هیڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه کوي".
ښاغلي مسعود ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو اراده او تقاضا ډيره شوې ده.
د طالبانو دغه مخالفان پرون دوشنبه، په سالنګ کې د خپلو ۷ غړو د وژلو د دویمې کلیزې په یاد غونډه کې، انلاین جرګه شوي وو.
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا غونډې ته وویل چې طالبان د " تعامل او اصلاح وړ" ډله نه ده او په وینا یې یوازنۍ حل لاره د دغه حکومت پرزول دي.
ښاغلي ضیا دغه څرګندونې د حزب اسلامي د دفترونو د تړلو په غبرګون کې کړي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته یې بلنه ورکړه چې د طالبانو ضد جبهو سره یوځای شي.
د طالبانو حکومت تراوسه د خپلو مخالفانو د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې دغه ډلې "جګړه خوښونکې" بللې دي.