افغانستان
کرزي له اروپايي ټولنې څخه د زدهکړو او روغتیا په برخو کې د مرستو غوښتنه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې له دوو چارواکو سره د کتنې پر مهال د زدهکړو په ډګر، په تېره د نجونو د تعلیم او همداراز د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه.
د دې کتنې جزییات د پخواني ولسمشر پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې خپاره شوي دي.
بیان زیاتوي چې کرزي د اروپايي کمیسیون د آسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر پیټریس اوستوبس او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژ دافیرې رافایلا یودیچې سره په پرونۍ کتنه کې دا څرګندونې کړې دي.
په بیان کې راغلي چې کرزي په دې کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه هم وکړه.
د نجونو پر تعلیم او لوړو زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه هغه لویه ستونزه ده چې افغانستان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ورسره محامخ دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امنیت شورا غړي هیوادونه: اړتیا ده چې یوناما په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي

د نړۍ نهو هېوادونو په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د کار له دوام څخه ملاتړ کړی دی.
په هغه بیان کې چې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا له بیګانۍ غونډې وروسته خپور شو فرانسې، ډنمارک، یونان، ګیانا، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلوونیا او برتانیا وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي او غږ یې خاموش شوی دی.
دې هېوادونو همداراز د جرمونو د نړیوالې محکمې هغه اقدام هم ستایلی دی چې د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده د نیولو د حکم غوښتنه یې کړې.
دې او یوشمېر نورو هېوادونو له دې مخکې هم د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام په روزنیز کمپ کې برخه اخلي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن د دوشنبه (د مارچ ۱۰مه) تایلینډ ته لاړه ترڅو د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام په روزنیز کمپ او سیالیو کې برخه واخلي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هیواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د سیالۍ په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره ده.
د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام، چې د تایلینډ په کوربه توب ترسره کېږي، راتلونکې پنجشنبه، د مارچ په ۲۰مه پیل کېږي.
د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال ازاد شول

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، پرون یکشنبه د (کب ۱۹) مه د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ۵ تر ۲۵ میاشتو پورې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
پاکستان په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده چې د استوګنې اسناد نلري.
اسلام آباد په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.
د جمعې په ورځ، د مارچ په ۷مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.
بدخشان کې د تښتول شوي ماشوم مړی موندل شوی

له بدخشان ولايت څخه ځايي سرچينې وايي، د عثمان نومي لس کلن ماشوم، چې دوه مياشتې وړاندې تښتول شوی و، مړی موندل شوی دی.
د سرچينو په وينا، عثمان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د دې ولسوالۍ له ښار وحدت سيمې څخه تښتول شوی و..
په بدخشان کې د طالبانو د پوليسو وياند احسانالله کامګار، د دې پېښې پخلی کړی او ويلي یې دي چې د دې ماشوم د قتل په اړه يې پلټنې پيل کړې دي..
د راپورونو له مخې، تښتوونکو د دې ماشوم د تښتونې په موده کې د عثمان له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو کله چې يې غوښتل شوې پيسې ترلاسه نه کړې، نوموړی يې وژلی او د بدن ځینې غړي یې ترې پرې کړي دي.
د دې ماشوم کورنۍ د پېښې پخلی کړی او له اړوندو ادارو څخه يې د عاملانو د فوري نيولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.
نیوزیلنډ د اتلانو د جام په فاینل کې هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه

د اتلانو د جام- چمپینز ټرافي د سیالیو په فاینل لوبه کې نیوزیلنډ هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.
نیوزیلنډ د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې. په څو شېبو کې به د هند لوبډله بیټینګ پیل کړي.
نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل. په دې جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.
پاناما لسګونه کسان چې له امریکا څخه ایستل شوي وو، خوشې کړل

پاناما له متحدوایالتونو څخه ایستل شوي لسګونه کډوال چې افغانان هم پکې دي خوشې کړي دي.
پاناما د بشري حقونو د ډلو له څو اونیو شکایتونو او نیوکو وروسته د شنبې په ورځ لسګونه کسان چې له څو اونیو راهیسې په یوه لیرې پراته کمپ کې ساتل کېدل خوشې کړل او هغوی ته یې دېرش ورځې مهلت ورکړ چې د منځنۍ امریکا له دې هېواده ووځي.
د حیات الله اوماغ په نوم یو افغان کډوال چې په دې ډله کې خوشې شوی دی، اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې نه په پاناما کې د اوسېدو لپاره پیسې لري او نه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنېدلای شي.
د پاناما چارواکو ویلي چې ایستل شوي کسان د اړتیا په صورت کې کولای شي په دې هېواد کې د استوګنې ویزې تر شپېتو ورځو پورې تمدید کړي خو اوماغ وايي، دی هم د نورو کډوالو په څېر نه پوهېږي چې څه وکړي.
د اسوشیتيدپریس د راپور له مخې له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو له ډلې ۶۵ کسان خوشې شوي دي خو لسګونه نور لاهم په کمپونو کې ساتل کېږي.
د چارشنبې تر ورځې د هېواد په څو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

د هواپېژندنې ادارې د راروانې چارشنبې تر ورځې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن په یوه بیان کې وویل، سبا د کب یا حوت له ۲۰مې څخه د کب تر ۲۲مې پورې د هلمند، هریرود، شمال، پنج، آمو او کابل په سیندیزو حوزو کې د نسبتا تېزو بارانونو او واورو له کبله د سېلونو د راوتلو احتمال شته.
په بیان کې په ځانګړي ډول د ارزګان، زابل، هلمند، کندهار، بادغیس، هرات، غور، جوزجان، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، کندز، پکتیا، خوست او لغمان په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو خلکو چې د یادو سیندونو پر غاړو استوګن دي غواړي چې د سېلابونو د راوتلو په صورت کې د کوزنیو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي. په هلمند، فراه، کندهار او نورو ولایتونو کې د وروستیو وریاوو له کبله خلکو ته ګڼ انساني او مالي زیانونه واوښتل.
د هند او نیوزیلنډ لوبډلې د اتلانو د جام په فاینل لوبه کې سره مخامخ کېږي

د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د لړۍ فاینل لوبه به نن د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي. دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په ډوبی کې په پام کې ده.
نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل.
په دې جام کې افغانستان هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.
امیرخان متقي د عمان د بهرنیوچارو له وزیر او نورو چارواکو سره د خبرو لپاره مسقط ته روان شو

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي د عمان له چارواکو سره د خبرو لپاره نن دې هېواد ته روان شو.
د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ښاغلی متقي د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په بلنه دې هېواد ته تللی دی.
ضیااحمد زیاته کړه چې ښاغلی متقي به د دې سفر پرمهال د بهرنیوچارو پر وزیر سربېره د عمان له نورو جګپوړو چارواکو سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو حکومت چې له څه کم څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې واکمن دی، لاهم د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تېرې وږي میاشتې په پای کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سفارت د بيا پرانیستو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې سفارت چارې د طالبانو استازی سمبالوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه بحث کوي

په پام کې ده د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه بحث وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت- یوناما نن په یو بیان کې وویل چې دا غونډه سبا د کابل په وخت د شپې په ۱۱نیمو بجو جوړېږي او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا به پکې وینا واوروي.
د یوناما په بیان کې د دې غونډې د اجنډا دقیقه یادونه نه ده شوې خو بشري حقونه، په تېره د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو بندیزونه هغه مهمه موضوع ده چې ملګروملتونو په تېرو څه کم څلورو کلونو کې بیا بیا خبرې پرې کړي.