د طالبانو حکومت د یوه لوړ-رتبه چارواکي د خبرو په ځواب کې ځینې سیاسي بهیرونه د سیاسي ګوندونو د فعالیت مخنیوی، د افغانستان په ګټه نه بولي.
طالبانو څه باندې دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته د سیاسي ګوندونو د فعالیت مخه نیولې او تېر کال یې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړ.
د طالبانو د عدلیې وزیر پرون په تونده لهجه وویل، چې په افغانستان کې د ګوند او ګوندونو د نوم اخیستل هم جرم دی.
زموږ همکار د جرمني په برلین کې د پوهنتون له استاد محمد اسحق اتمر د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، که په یوه هېواد کې سیاسي ګوندونه فعالیت ونه لري، هغه هېواد څنګه ګڼي؟