د مارچ ۲۴مه د نري رنځ یا توبرکلوز په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ وه چې په افغانستان کې هم په دې مناسبت د عامه پوهاوي ځینې پروګرامونه د نړیوالو بنسټونو له خوا عملي شول.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي تېر میلادي کال په افغانستان کې د سل یا توبرکلوز ۸۰زره پېښې ثبت شوي دي.
هر کال په نړۍ په لسګونو زره کسان د نري رنځ یا توبرکلوز له کبله مري.
زموږ همکار، د پاکستان په ایوب ټیچینګ روغتون کې د سینې د ناروغیو زده کړیال ډاکتر رحیم هلال د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې نری رنځ څنګه ناروغي ده؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ: