افغانستان
د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا؛ کابل کې مو ۳ طالبان وژلي

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، په کابل کې یې د طالبانو پر یوې پوستې د اپراتیفي عملیاتو په پایله کې ۳ طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دې جبهې تېره شپه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، دا برید یې چریکیانو تېر ماښام د کابل د څلورمې ناحیې اړوند د تهیه مسکن څلور لارې ته نږدې کړی.
د ازادۍ جبهې زیاته کړې، په دې عملیاتو کې یې هغه پوسته هدف ګرځولې چې د دې جبهې له قوله، تېره اوونۍ یې یو شمېر هېوادوال پخوانیو امنیتي ځواکونو کې د غړیتوب په تور صحرايي محاکمه او یو تن یې د سترګې له ناحیې معلول کړی و.
تر اوسه د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جاپان د افغانانو لپاره د ماسترۍ سکالرشپونه اعلان کړي دي

په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) هغو افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې ماسټري وکړي.
د دې سفارت د اعلامیې له مخې به بریالي کاندیدان د څیړنیزو زده کونکو په توګه د جاپان حکومت د سکالرشپ پروګرام له لارې د ماسترۍ په کورسونو کې د 2026 کال لپاره زده کړې وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو راټولولو او لیکلي ازموینې پروسه به د آغا خان بنسټ، افغانستان سره په همکارۍ ترسره شي او هغه کسان چې غواړي ګډون وکړي، د نورو معلوماتو لپاره دې د دې سفارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.
د نورستان خلکو د وایګل ولسوالۍ د ټاکل شوي د مرکز پر سر اعتراض کړی دی

د نورستان د نوې تاسیس شوې وایګل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د والي د وروستۍ پریکړې پر وړاندې چې د ولسوالۍ د مرکز لپاره یې ځای ټاکلی دی، اعتراض وکړ.
دوی وايي چې والي زین العابدین په دې پریکړه کې له خلکو سره مشوره نه ده کړې، او هغه ځای یې چې د ولسوالۍ د مرکزلپاره ټاکلی دی، دې غرنۍ ولسوالۍ ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی.
خو، د نورستان د ولایت د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي چې د "کوشمه" سیمه د خلکو د اختلافاتو د حل لپاره د پرله پسې بیاکتنو وروسته او د ریاست الوزراء د مقام د رسمي لارښوونې پر اساس د ولسوالۍ مرکز ټاکل شوې ده.
د قومي مشرانو او عالمانو په ګډون اعتراض کوونکو د وایګل او پارون - کنړ ترمنځ سړک هم بند کړی دی.
دوی د طالبانو د والي له خوا د خلکو سره د چلند او هغه څه په اړه هم شکایت کوي چې دوی یې "د سیمې د خلکو دودونو ته بې اعتنایي" بولي.
افغانستان د اروپايي بشري فورم کنفرانس د اجنډا د سر له موضوعاتو دی

ټاکل شوې ده نن د دوشنبې په ورځ اروپايي ټولنه د اروپايي بشري فورم څلورمه برخه پرانیزي. په دې فورم کې پالیسي جوړونکي، د بشري حقونو سازمانونه او نړیوال متخصصین ګډون کوي او افغانستان به د اجنډا له لومړیو موضوعاتو یو وي.
دا دوه ورځنی فورم د اروپايي کمیسیون او د پولنډ په کوربه توب جوړیږي.
افغانستان له هغو هیوادونو دی چې له خورا سختو بشري حالاتو سره مخامخ دی.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فورم به "د افغانستان د کړکیچ اصلي لاملونه په ګوته کړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره به سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په چین کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د (د می په ۲۰مه) پیکنګ ته سفر وکړي چې د چین، پاکستان او افغانستان په ګډون په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
د راپورونو له مخې د دې سرمشریزې هدف د سیمه ییزې سولې او امنیت اندیښنو ته رسېدل دي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار چین ته روان شوی دی. د هغه د سفر هدف د لوړې کچې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستل دی.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۰مه په کابل کې د دې سرمشریزې اول دور غونډه جوړه شوه چې پکې طالبان، پاکستان او چین شامل وو.
د راپور له مخې دا درې اړخیزې خبرې به د ترهګرۍ ضد هڅې، اقتصادي همکارۍ او د زیربناوو د پراختیا په ګډون پر یو لړ موضوعاتو راوڅرخي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې وه چې متقي منلې وه.
په نورستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په نورستان کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې په کامدیش ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او یوبل ټپي شوی دی.
د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام الرحمان حیدي ویلي دي چې دا پېښه پرون (د ثور ۲۸مه) په میردیش نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو پېکپ موټر سیند ته ولوېده.
د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه رعایت او د سړکونو خرابي هغه عمده عوامل دي چې په افغانستان کې اکثرا د ترافیکي پېښو سبب کېږي.
پاکستان د افغانستان پر ترانزیتي مالونو تعرفه لس سلنه زیاته کړه

د پاکستان د عوایدو فدرال ادارې FBR د افغانستان پر ترانزیتي تجارتي مالونو تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې FBR په یوه تازه مکتوب کې ویلي دي چې دا اضافي تعرفه د کرنیزو ماشینونو، جرثقیلونو، الکترونیکي وسایلو او بایلرونو په ګډون د افغانستان د لسګونه تجارتي مالونو پر هغو کتګوریو لګول شوي چې پخوا ترې معاف وو.
د افغان سوداګرو ترانزیتي مالونه د پاکستان له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته انتقالېږي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې کار هدف پاکستان ته د تجارتي مالونو د قاچاق مخنیوی دی.
پزشکیان متقي ته ویلي چې ایران په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پرمهال ویلي دي چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
پزشکیان پرون (د ثور ۲۸) د تهران د خبرواترو په څنډه کې له متقي سره ولیدل.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر ویلي، تهران لېواله دی چې د ستونزو د حل لپاره د تفاهم په فضا کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي او له افغانانو سره مرسته د دیني او عقیده يي اصولو له مخې خپله دنده بولي.
له بلې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې متقي او پزشکیان د دوه اړخیزو اړیکو او په ایران کې د دېره افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي. متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په کتنه کې هم له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي وتلو غوښتنه کړې وه.
د ایران فورم غونډه د طالبانو د استازو په ګډون په تهران کې پیل شوه

د تهران د خبرو د فورم څلورمه دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون د ۵۳ هیوادونو د استازو په حضور سره پیل شوه.
یوه ورځ مخکې، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده ویلي وه چې افغانستان د تهران د خبرو اترو د فورم د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، چې د دې ډلې د یوه پلاوي مشري کوي، د شنبې په ورځ تهران ته ورسید او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې ولیدل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې وشوې.
د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو د کمښت له کبله یوازي دوه ملیونه افغانانو ته مرسته رسولای شو

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې نژدې درې میلیونه خلک سږ کال د دوبي په موسم کې د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ادارې د یکشنبې په ورځ (د می په ۱۸مه) پر ایکس پاڼه لیکلي چې د تمویل د سخت کمښت له امله، WFP یوازې له دوه ملیونه خلکو سره د لوږې له ناورینه د خلاصون لپاره مرسته کولی شي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وه چې سږ کال به د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو خلکو شمیر شاوخوا ۲۳ ملیونو ته ورسیږي.
متقي او عراقچي په ایران کې د افغان کډوالو او نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون په تهران کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.
د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې عراقچي او متقي د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، په ایران کې د دېره افغان کډوالو د وضعیت، سوداګرۍ، ترانزیت او د اوبو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
په بیان کې د ښاغلي متقي له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په تدریجي ډول او د افغانستان شرایطو ته په پام سره وي. په بیان کې دا هم راغلي دي چې ښاغلي عراقچي ژمنه کړې ده چې په ایران کې د دېره افغان کډوالو لپاره به نورې اسانتیاوې برابرې شي.
له دې مخکې د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت ویلي و، چې متقي د ایران په رسمي بلنه د تهران د خبرو په فورم کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی دی.