نړۍ
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه جوړیږي

د ناټو دفاع وزیران نن په بروکسل کې په غونډه کې له اوکراین سره د پوځي مرستو د دوام او د دې تړون د پوځي لګښتونو د زیاتوالي په اړه خبرې کوي.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د غونډې له پیلیدو مخکي هیله وښوده چې د امریکا متحده ایالات به له اوکراین سره د ۹۵،۳۵ میلیارد ډالرو پوځي مرسته چې ۶۱ ملیارډ ډالره یې کییف ته ځانګړې شوې، دوام ورکړي.
له اوکراین سره د امریکا دغه نوې مرسته د امریکا مشرانو جرګې تصویب کړې او د جمهوریپالو تر مشرۍ لاندې د استازیو جرګې تصویب ته هم اړتیا لري.
د اوکراین ځواکونو ویلي چې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د جګړې په ډګر کې یې مهمات په خلاصیدو دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان په پنجاب کې تیره شپه په لسګونو زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي

د پاکستان د پنجاب د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې عمومي رییس وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، له یولک او دوه ویشت زره څخه ډیر کسان د پنجاب په ختیځ کې د جلال پور پیروالا ښار څخه د سیلونو له امله خوندي ځایونو ته انتقال شوې دي.
عرفان علي کاتیا زیاته کړه چې له څو اونیو راهیسې سختو بارانونو او د هند له لورې د بندونو د اوبو د خوشي کیدو له امله په پنجاب کې شاوخوا دوه میلیونه او دوه لکه کسان د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوې دي.
په پنجاب کې اوس د ملتان ښار د سیلونو له خطر سره مخامخ دی، د چارواکو په وینا هلته شیبه په شیبه په سیندونو کې د اوبو کچه لوړیږي.
د تیرو دریو اونیو په ترڅ کې سیلونو د پاکستان په پنجاب کې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او نژدې څلور زره کلي او واړه ښارونه اوبو لاندې کړې دي.
اسراییل په غزه کې د نورو سختو عملیاتو خبرداری ورکړ

د اسراییل پوځ نن( د سپتمبر په ۹مه) اعلان وکړ چې په غزه کې نور ځواکمن عملیات ترسره کوي.
د پوځ چارواکو د سیمې له خلکو وغوښتل چې د دې لپاره دي سمدستي د الرشید له سمندرغاړې ووځي.
دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شو چې په بیت المقدس کې شپږ اسراییلیان د ډزو پرمهال ووژل شول.
اسراییلي چارواکو ویلي دي چې د لویدیځې غاړې دوو فلسطینیانو دا حمله کړې ده.
په تیرو دوو کلونو کې داسې برید په بیت المقدس کې نه و شوی.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پیښې په ځای کې وویل چې هیواد یې له ترهګرو سره په بشپړه جګړه کې دی او ژمنه یې وکړه چې پوځي عملیات به د لویدیځې غاړې لور ته وغځوي.
امریکایي او اروپایي چارواکو پر روسیې د نویو بندیزونو په تړاو غونډه کړې

امریکایي او اروپایي چارواکو پرون دوشنبه پر روسیې د نویو بندیزونو په اړه غونډه کړې او ټاکل شوې بحثونه یې نن سه شنبه هم دوام ومومي.
اسوشیتید پریس د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي چې غونډه د امریکا په خزانې وزارت کې جوړه شوې وه او په کې پر روسیې د اقتصادي فشارونو له هغې ډلې د دغه هېواد د تېلو پر سکتور د بندیزونو او د تعرفولوړولو یادونه وشوه.
دغې سرچینې ویلي، ټرمپ غواړي د همدې فشارونو له لارې روسیه د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته مجبوره کړي، خو په خبره یې دې چاره کې د دوی د اروپایي متحدانو بشپړه همکاري اړینه ده.
د متحده ایالتونو د دغې غونډې ګډونوال هغه امریکایي او اروپایي چارواکي یاد شوي چې د انرژۍ، بندیزونو او دغه راز مالي او سوداګریزې چارې مخته وړي.
تیره پنجشنبه په پاریس کې د اوکراین د وضعیت په اړه یوې غونډې ته خپله ډونالډ ټرمپ هم په ډاګه وویل چې اروپایي ټولنه باید د روسیې د تیلو او ګازو په پیرلو بندیز ولګوي.
کتمندو کې پولیسو ۱۶ مظاهره چیان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي

د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې نن دوشنبه لږ تر لږه ۱۶ مظاهره چیان د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دی.
لویدیځو اژانسونو لیکلي چې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره ډزې کړي او دغه راز یې پر هغوی ربړۍ ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کارولی او اوبه یې پرې شیندلې دي.
مظاهره چیان له دولته غواړي چې پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لرې کړي او له فساد سره مبارزه وکړي.
د کتمندو د پولیسو یوه مسول شیخار خانال ویلي، شاوخوا سل مظاهره چیان دا مهال په روغتون کې بستر دي.
دولت دغلته پریکړه کړې چې پر ټولنیزو رسنیو لکه یوټیوب، فیسبوک او اکس بندیز ولګوي ځکه د دوی په خبره کمپنۍ یې راجستر شوې نه دي او دولت پرې څارنه نه شي کولای.
د امریکا د ولسمشر لخوا حماس ته خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته "وروستی خبرداری" ورکړی دی، او له دې ډلې یې غوښتي چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یو ترهګر سازمان ګڼل کیږی.
ټرمپ د سپتمبر په ۷مه، د یکشنبې په ورځ په خپلې سوشیا تروټ ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې "اسرائیلیانو زما شرایط منلي دي. د حماس لپاره وخت دی چې دوی یې هم ومني. ما حماس ته د دې شرایطو د نه منلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستی خبرداری دی. نور به هیڅ خبرداری نه وي."
اسراییلي رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر حماس ته د اوربند نوی وړاندیز کړی دی.
د پلان له مخې، حماس به د اوربند په لومړۍ ورځ ټول ۴۸ پاتې اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په بدل کې به یې اسراییل هم زرګونه بندي فلسطینیان خوشې کړي.
شارژدافیر ډان براون: د ټرمپ نوی فرمان په نورو هیوادونو کې د امریکایانو د بی دلیله توقیف مخه نیسي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیر ډان براون وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی اجرایوي فرمان د بهرنیو هیوادونو د بی دلیله توقیف څخه د امریکایي اتباعو د ساتنې لپاره یو بې ساري اقدام دی.
هغه د سپتمبر په ۷مه، د یکشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې دا ډول توقیفونه به سختې پایلې ولري.
ښاغلي بروان د طالبانو د نوم اخیستلو پرته، لیکلي چې دا فرمان یو واضح پیغام رسوي چې که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی تبعه د معاملې کولو لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي چې هغه هیوادونه تور لیست کی شامل کړي چې په ناحقه امریکایی اتباع توقیف کوي.
تر دې مخکې ، د ټرمپ ادارې د طالبانو لخوا د نیول شوي افغان-امریکایی تبعه محمود شاه حبیبي د خوشې کولو غوښتنه کړې.
خو د طالبانو حکومت د ښاغلي حبیبي نیول چې پخواني نظام کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر و، رد کړي او ویلي یې دي چې د هغه د ځای په اړه هیڅ معلومات نلري. د ټرمپ ادارې د حبیبي د موندلو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه هم اعلان کړې.
د انټرنیټ پرچاوۍ هند، پاکستان او څو نور هېوادونه متاثره کړي

په سره سمندر کې د څو سمندري کیبلونو د پرې کېدو له کبله د اسیا او منځني ختیځ په ځینو برخو کې انټرنیټي خدمتونه ورو او ګډوډ کړی دی.
د پیښې لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.
مایکروسافټ خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې کاروونکي ممکن په خپلو انټرنیټ خدماتو کې نور ځنډونه تجربه کړي.
نیټ بلاکس وویل چې بندښت هند، پاکستان او څو نور هیوادونه اغیزمن کړي او لامل یې د سعودي عربستان جدې ښار ته نږدې د نړیوالو کیبلونو زیانمنېدل دي.
سعودي او اماراتي چارواکو د بندښت تایید نه دی کړی، خو په متحده عربي اماراتو کې کاروونکو د انټرنیټ د سرعت د کمیدو راپور ورکړی دی.
سمندري کیبلونه ډیری وختونه د سمندري پیښو یا بریدونو له امله زیانمن کیږي او ترمیم یې اونۍ وخت نیسي.
په وروستیو میاشتو کې داسې اټکلونه شوي چې دا لینونه د اسراییلو په وړاندې د یمن د حوثيانو په کمپاین کې په نښه کیدی شي، که څه هم دې ډلې دمخه دا ډول تورونه رد کړي دي.
د (فلسطین لپاره د اقدام ډلې) په ملاتړ لاریون کې ۹ سوه کسان نیول شوي

د بریتانیا پولیس وایي، د " پالستاین اکشن" یا د فلسطین لپاره د اقدام ډلې د ملاتړ په خاطر د تیرې شپې له لاریون وروسته یې نژدې ۹ سوه کسان نیولي دي.
دا په یوې پیښه کې د نیولو شویو کسانو لوړ شمیر ښيي.
د فلسطین لپاره د اقدام ډله د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په تیره جولای میاشته کې له فعالیته منع شوه.
دغه ډله تورنه ده چې د اسراییل اړوند پوځي اډو او د وسلو پر شرکتونو باندې یې بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو سازمانونه پر دغې ډلې بندیز د بیان ازادۍ محدودول بولي خو د بریتانیا حکومت وایي، دا اقدام یې د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره کړی دی او اړین دی.
د جاپان صدر اعظم د استعفا اعلان وکړ

د جاپان صدر اعظم شیګیرو ایشیبا له واکه د لرې کېدو اعلان کړی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د جاپان د دولتي ټلویزیون په حواله ویلي چې ایشیبا دغه اعلان نن یکشنبه وروسته تر هغه وکړ چې حاکم ګوند یې د تیرې جولای میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه.
رویټرز هم د یوې سرچینې په حواله د ایشیبا د احتمالي استعفا خبر ورکړی او ټاکل شوې چې نوموړی نن ناوخته خبري کانفرانس ته هم حاضر شي.
نوموړي دغه اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه وکړ چې حاکم لیبرال دیموکرات ګوند یې تیره ورځ د رهبرۍ لپاره د له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.
که د ګوند دغه غوښتنه تایید شي، دا د صدر اعظم د عدم اعتماد رایې په معنا ده.
د هغه د استعفا په اړه په ګوند کې دننه اختلافاتو د نړۍ دغه څلورم اقتصاد لرونکی هېواد له سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی.
د سږکال دوهم بشپړ خسوف به نن شپه تر ډیره په اسیا کې ولیدل شي

د ځمکې سیوری به نن شپه (یکشبنې- دوشنبې ) د سپوږمۍ مخ ځکه ونیسي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ ترمینځ واقع کیږي.
کلي خسوف یا د سپوږمي نیونه به یو ساعت او ۲۲ دقیقې دوام وکړي.
دغه بشپړ خسوف به له سعودي عربستان نیولې تر فیلیپین ، له شمالي قطب تر انترکتیکا پورې او د ختیځې افریقا او لویدېځې استرالیا په ځینو برخو کې ولیدل شي.
دافریقا او استرالیا په نورو برخو او اروپا کې به جزئی خسوف ولیدل شي. د برازیل په سواحلو او الاسکا کې به هم د خسوف څه بڼې ولیدل شي.
په تیرې مارچ میاشت کې بشپړ خو لنډمهالی خسوف د امریکا په لویه وچه کې ولیدل شو.