نړۍ
د امریکا دفاع وزیر له روغتونه رخصت او دندې ته ستون شو
د امریکا دفاع وزیر لویډاوسټین پرون له روغتون څخه رخصت شو او بیا یې خپله دنده پیل کړه.
پنټاګون بېګا په یوه بیان کې وویل چې اویا کلن اوسټین ته په ډسمبر میاشت کې د پروستات د سرطان د علاج لپاره تر عملیاتو وروسته، په پرله پسې روغتیايي ستونزې پیدا کېږي.
هغه د یکشنبې په ورځ د مثانې د ناروغۍ په خاطر روغتون ته ولېږل شو او هلته د غیرعملیاتي علاج لپاره ده ته د عمومي بېسدۍ دارو ورکړل شول.
تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر به نن (د فبروري ۱۴مه) د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډلې د پنځوسو غړو هېوادونو د غونډې کوربه وي.
دا ډله هره میاشت د دې لپاره غونډه کوي چې اوکراین ته د پوځي مرستو چارې تنظیم کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا ولسمشر پر ځینو غذايي محصولاتو لګېدلې تعرفې لغو اعلان کړې
په متحدوایالتونو کې د غذايي موادو د نرخونو د لوړېدو له کبله د اندېښنو له زیاتېدو وروسته ولسمشرډونالډټرمپ د غويي د غوښې، رومي بادنجانو او کېلې په ګډون پر لسګونه غذایي محصولاتو لګېدلې تعرفې لغو کړې.
دا معافیت به له پنجشنبې ورځې راهیسې د تطبیق وړ وي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې معلومات ښيي چې په سپټامبر میاشت کې د غويي د غوښې بیه د ۱۳ او ۱۷ سلنې ترمنځ، د کېلې بیه ۷ سلنه او د رومي بادنجانو بیه یوه سلنه زیاته شوې او په ټوله کې د مصرفي غذايي موادو په بیو کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د رویټرز د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ پر هېوادونو د بېلابېلو تعرفو پر لګولو سربېره امریکا ته د ټولو هېوادنو پر وارداتو د لس سلنې تعرفې په لګولو سره د نړۍ سوداګریز سیسټم ګډوډ کړی دی.
ګوګل د امریکا په تکزاس ایالت کې د لویې پانګونې خبر ورکوي
ګوګل شرکت د امریکا په ټکزاس ایالت کې د کلاوډ او مصنوعي ذکاوت په برخو کې تر ۲۰۲۷ کاله د ۴۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې خبر ورکړی.
دا اعلان په تکزاس کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د ټکنالوژۍ د دې لوی شرکت د پام وړ پانګونې ښيي.
د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې د اوپن اې آی شرکت چې د چټ جي پي ټي مصنوعي ذکاوت یې جوړ کړی، په تکزاس کې د سټارګیټ په پروژه کې د ۵۰۰ میلیارد ډالره پانګونې خبر ورکړی. میټا شرکت چې فیسبوک اداره کوي ویلي چې په دې ایالت کې یې څو میلیارد ډالره پانګونه کړې او ټسلا شرکت هم د موټرو جوړولو مرکزي څانګه په ۲۰۲۱ کال کې د ټکزاس اسټین ښار ته انتقال کړه او هلته یې د تولید یو لوی مرکز جوړ کړ.
همداراز د اوراکل د ټکنالوژۍ شرکت خپل مرکزي دفتر اسټن ته لېږدولی او سامسونګ هم د ۱۷ میلیارد ډالرو په ارزښت په تکزاس کې د یوې فابریکې د رغونې خبر ورکړی دی.
امریکا او متحدانو یې له امنیت شورا غوښتي دي چې د غزې اړوند پرېکړه لیک ژرترژره تصویب کړي
متحدوایالتونو او د مصر، سعودي عربستان او ترکیې په ګډون یوشمېر عربي هېوادونو د ملګروملتونو له امنیت شورا غوښتي دي چې د واشنګټن له لوري هغه وړاندې شوې طرح ژرترژره تصویب کړي چې د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ د سولې پلان تاییدوي.
متحدوایالتونو، قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن، اندونیزیا، پاکستان او ترکیې پرون (د نوامبر ۱۴مه) په یوه ګډ بیان کې وویل چې د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کوي چې اوس مهال تر څېړنې لاندې دی او زیاتوي چې په دې برخه کې اقدام باید سمدستي تصویب شي.
د دې پرېکړه لیک مسوده چې فرانسپرس خبري آژانس یې یوه کاپي لیدلې، د غزې لپاره د سولې د یوه پلاوي او انتقالې ادارې د جوړېدو چې ټرمپ به یې له تیوریکي پلوه رییس وي، هرکلی کوي او د پخوانیو مسودو برعکس د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو احتمال ته اشاره پکې شوې ده.
متحدوایالتونو د غزې اوربند نازک بللی او د جمعې په ورځ یې د دې پرېکړه لیک د مسودې د نه تصویبېدو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.
جرمني پولیسو د جرایمو د عاملانو د موندنې لپاره په دوو ایالتونو کې پراخ عملیات پیل کړي دي
جرمني چارواکي په دوو ایالتونو بادن وورتېمبېرګ او برلین کې د انسانانو د قاچاقبرانو او هغو کسانو پرضد چې له مالیو تښتي، د پراخو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې فدرال پولیسو پرون (د لړم/ عقرب ۲۳مه) وویل چې په اوفنبرګ ښار کې د دې عملیاتو پرمهال د ګمرکونو، فدرال پولیسو او د مالیاتو د تحقیق د قطعو ۶۰۰- ۷۰۰ افسرانو یوشمېر ځایونه تلاشي کړل.
د جرمني پولیسو په وینا دا عملیات د بادن وورتېمبېرګ د جنوبي ایالت پر ځینو ښارونو او همداراز شاوخوا ښارګوټو متمرکز وو، او په برلین کې هم د تلاشۍ عملیات ترسره شول.
په دې اړه چې آیا د دې عملیاتو په ترڅ کې تورن کسان نیول شوي هم دي که نه څه نه دي ویل شوي، خو د جرمني چارواکو په وینا په دې اړه جزییات به نن له ورکړل شي.
د هند امنیتي ځواکونو د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې پوځي عملیات پیل کړي دي
په نوې ډېلي کې له خونړۍ حملې څو ورځې وروسته د هند امنیتي ځواکونو په هندي کشمیر کې د یوې ممنوع اسلامپالې ډلې پرضد عملیات پیل کړي دي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر د بېلابېلو سیمو پولیسو په خپلو بیانونو کې ویلي دي چې ډېری دا عملیات له چارشنبې ورځې راهیسې پیل شوي او د دوی په وینا د جماعت اسلامي د ګوند مرکزونه پکې په نښه شوي دي.
د صدراعظم نریندرامودي هندو ملتپال واکمن ګوند جماعت اسلامي په ۲۰۱۹ کال کې د یوې غیرقانوني ډلې په توګه ممنوع اعلان کړ.
چارواکو رسما نه دي ویلي چې روان پوځي عملیات د نوې ډېلي سره جومات ته له نژدې چاودنې سره چې ۱۲ تنه یې ووژل ارتباط لري خو پولیسو له دې حملې وروسته د هندي کشمیر په اړوندو سیمو کې امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.
اسلام اباد د سریلانکا کرکټ لوبډلې ته د امنیت ډاډ ورکړ
د سریلانکا کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ وویل چې لوبغاړي به یې په پاکستان کې پاتې شي چې له کوربه هیواد او زیمبابوې سره راتلونکې اونۍ درې اړخیزې لوبې ترسره کړي.
د سریلانکا کرکټ بورډ وروسته تر دې دا پریکړه وکړه چې پرون د پاکستان حکومت دوی ته ډاډ ورکړ چې د لاهور پرځای به دا لوبې په راولپنډۍ کې ترسره شي.
په دوه زره نهم کال کې په لاهور کې د سریلانکا د کرکټ پر لوبغاړو برید شوی و چې شپږ لوبغاړي یې پکې ټپيان شوي وو.
د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته چې دولس تنه پکې ووژل شول او اووه ویشت نور ټپيان شول، د سریلانکا لږ تر لږه اته لوبغاړو د امنیتي ستونزو له ویرې وویل چې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون وویل چې د هیواد د پوځ مشر د سریلانکا دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د دوی د کرکټ ټیم امنیت به پوځ په خپله ونیسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر: پولیسو او استخباراتي ادارو د دې غورځنګ ۳ مهم غړي نیولي دي
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر تور پورې کړ چې پولیسو او استخباراتي ادارو د دوی د غورځنګ درې مهم غړي نیولي دي.
منظور پشتین نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دوی د غورځنګ د سیند ایالت مشر نور الله ترین، د دوی د غورځنګ دوه نور چارواکی حنیف پشتین او نظیف لالا د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې جوړی شوې جرګې ته ورغلي وو چې تر اوسه بیرته خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي.
پولیسو او استخباراتي ادارو په دې اړه څه نه دې ویلي.
د خیبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د نومبر په دولسمه د واکمن ګوند تحریک انصاف له لورې ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې وه چې په یوه ورځنۍ جرګه کې برخه واخلي او پر دې بحث وکړي چې څرنګه د دې ایالت امنیت ټینګیدلی شي.
د بشري حقونو د څار ډله: طالبان ممکن د استرالیا له نویو بندیزونو سره مخامخ شي
د بشري حقونو د څار ډلې پرون (چهارشنبه، د نومبر ۱۲مه) په یوه بیان کې وویل چې دا بندیزونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو او نورو سرغړونکو سره د حساب ورکولو په لور مهم ګام دی.
دا بندیزونه که پلي شي، د اسټرالیا حکومت ته به دا توان ورکړي چې په افغانستان کې په هغو کسانو د سفر بندیزونه ولګوي چې د ښځو، نجونو او لږکیو په ځپلو کې ښکیل دي؛ یا په عمومي ډول په تاوتریخوالي کې لاس لري.
په استرالیا کې د بشري حقونو د څار مشرې ډینیلا ګاشون وویل چې دا د استرالیا د حکومت لپاره ډیره مهمه ده چې د طالبانو د هغو مشرانو پرضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.
نوموړې زیاته کړه چې د اسټرالیا حکومت باید د طالبانو په وړاندې د بهرني سیاست د یوې مهمې وسیلې په توګه کارنده بندیزونه ولګوي چې طالبان د جدي سرغړونو لپاره حساب ورکولو ته اړ کړي.
امریکا کې د حکومت د یوې برخې تر ټولو اوږده مرخصي د ټرمپ په لاسلیک پای ته ورسېده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د یوې برخې د مرخصۍ یا ( شټ ډون) د پای ته رسېدو لایحه لاسلیک کړه.
دا لایحه د ټرمپ تر لاسلیک مخکې په استازو جرګه کې رایه اچونې ته وړاندې او تصویب شوه.
سنا جرګې دوه ورځې وړاندې دغه لایحه تصویب کړې وه.
ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مرخصۍ د ملامتۍ ګوته ډیموکراتانو ته ونیوله او په وینا یې دوی په لوی لاس د فدرالي ادارو نژدې یو میلیون کارکوونکي بې معاشه کړي وو.
ډیموکراتان بیا د دولت د شټ ډون کېدو پړه پر جمهوري غوښتونکو اچوي.
د تصویب شوې لایحې له مخې بودیجه د جنوري تر دیرشمې تمدید شوه چې له دې سره دې ته لاره هواروي چې د فدرالي حکومت مامورینو معاشونه ترلاسه کړي او یوشمیر مهمې حکومتي چارې بیرته پيل شي.
سږنی شټ ډون د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله وو چې نن یې درې څلویښتمه ورځ ده.
کله چې د کانګرس په دواړو جرګو کې د مالي کال بودجه ناندریزه شي او په بله کومه بدیله طرحه موافقه ونه شي، د فدرالي حکومت یوه برخه د معاشونو د نشتوالي له کبله رخصتیږي.
اسراییل غزې تړانګې ته د بشري مرستو لپاره یوه مهمه لار پرانیسته
اسراییل نن خبر ورکړ چې د غزې تړانګې ته یې د ملګرو ملتو او نورو موسسو د بشري مرستو لپاره د شمال له لورې لار پرانیسته.
د اسراییل دفاع وزارت هغه څانګه چې په فلسطیني سیمو کې د ملکي چارو څارنه کوي، په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د (زیکیم) لاره د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د لاریو د داخلیدو لپاره خلاصه شوه.
فرانس پریس اژانس لیکي چې د اسراییل د دفاع وزارت د همدې څانګې ویاند ورته ویلي دي چې دا لاره به د (کرم ابو سالم) لارې په څیر چې د غزې جنوبي برخې ته غځیدلې ده د تل لپاره پرانیستې وي.
د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له اوومې راوروسته چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ او بیا اسراییلي ځواکونو پر غزې حمله وکړه، غزې ته اکثر غځیدلې لارې بندې شوې دي.
حماس ته د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.