د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۵

نړۍ

زلینسکي د امریکا سنا کې د تصویب شوې ۶۱ میلیارد ډالره مرستې هرکلی وکړ

د اوکراین ولسمشر،ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر،ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر د امریکا د سنا د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې له اوکراین سره یې د یو شپیته میلیارده ډالرو مرسته تصویب کړه.

ولودومیر زیلینسکي پرون په پلازمینې کییف کې وویل:

" موږ د امریکا له متحدو ایالتونو مثبت خبرونه ترلاسه کړي دي، سنا زموږ د هېواد او زموږ د پوځیانو په ملاتړ رایي ورکړې. دا هغه پرېکړه ده چې سخته اړتیا ورته لرو، هغه پرېکړه ده چې نه یوازې موږ؛ بلکې نور ډېر هېوادونه په ځانګړي ډول په اروپا کې هغې ته انتظار وو."

د امریکا مشرانو جرګې پرون له اوکراین سره د یوشپیته میلیارډه ډالر اقتصادي او نظامي مرسته تصویب کړه، خو بل لور ته د امریکا استازیو جرګه چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت دي، وایي چې دا مرسته به تایید نه کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په بیجنګ کې د راباټونو نړیوال کنفرانس جوړ شو

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ۲۰۲۵ کال نړیوال روبوټ کنفرانس د سې شنبې په ورځ په بیجینګ کې پای ته ورسېد، چې نوښتګر او پانګوال یې سره راټول کړل.

له تیرې جمعې تر سه شنبې په سیمه کې د بیجینګ اقتصادي-ټیکنالوژیکي پراختیا کنفرانس د ۲۰۲۵ کال ډبلیو آر سي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ۲۲۰ روباټ پلورونکو سوداګریو محصولات وړاندې کړل.

د صنعت له پلوه، دې کنفرانس شا او خوا یو نیم ملیارد یوان سودا وکړه.

د اوکراین ولسمشر نن برلین ته ولاړ

ولادیمیر زیلینسکي
ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن له خپلو اروپایي متحدینو سره د لیدو لپاره برلین ته تللی دی.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې ټاکل شوې ده د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ په الاسکا کې د اوکراین د جګړې په اړه غونډه وکړي.

فرانس پریس اژانس برلین ته د اوکراین د ولسمشر د سفر په اړه یوې سرچینې وویل چې زیلینسکي او د اروپایي ټولنې مشران به پر دې خبرې وکړي چې له ولسمشر ټرمپ سره ژر تر ژره وغږیږي او هغه قانع کړي چې د روسیې له ولسمشر سره د سرمشریزې په ترڅ کې د کیف ګټو ته درناوی وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان: علي وزیر دې له زندانه ازاد شي

د بخښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ یو وار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړي غړي علي وزیر د ازادۍ غوښتنه وکړه.

دغه سازمان پر ایکس پاڼه په اعلامیه کې ویلي چې علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسي چې یو کال کیږي، په ناحقه توقیف کې دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دی پرته له عادلانه محاکمې بندي دی او د ده د بند د اوږدولو په خاطر پر ده بې ځایه قضیې ثبت شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، علي وزیر مخکې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پوري تر دوو کلونو زیاته موده په غیرقانوني توقیف کې تیره کړی ده.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴م کال د اګست په درېيمه نیولی و. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی و. وروسته محکمې ده ته په دغو قضیو کې ضمانت ورکړ خو دی بیا هم د ازادېدو پر ځای له اسلام اباده- راولپېنډۍ، بیا د پنجاب په بېلابېلو زندانونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.

علي‌ وزير د پاکستان پر امنیتي پالیسیو د سخت انتقاد لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د رامنځته کولو لامل شوی دی.

خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې یې ډېره قرباني‌ ورکړې ده.

زلنسکي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړو چې خاورې غوښتنه يې کړي وي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړي چې په کې د اوکرایین په ختیځ کې له دونباس سیمې د اوکراییني ځواکونو وتل شامل وي.

د هغه په ټکو، له دونباس سیمې د ځواکونو وتل يې پوتین او سرتیرو ته يې پر کیف د بریدونو فرصت په لاس ورکوي.

زلنسکي پرون سه شنبې خبریالانو ته وویل،" د خاورې د ورکړې مسله باید له روسیې سره له اوربند وروسته راپورته کړو، لومړی باید اوکرایین ته امنیتي تضمینونه ورکړي".

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو لپاره باید اوکرایین او روسیې د خپلو خارو له یوې برخې تیر شي".

تمه ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري.

زلنسکي له دغې ناستې وړاندې وویل، روسیې ته د خاورې ورکړه او د جګړې په کرښو کې هر ډول شاتګ به د روسیې د نویو بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.

په اندونیزیا کې سخته زلزله شوې

ارشیف- د اندونیزیا پخوانۍ زلزله
ارشیف- د اندونیزیا پخوانۍ زلزله

د اندونیزیا لویدیځ پاپوا سیمه نن یو سختې زلزلې ولړزوله.

د جرمني د جیولوجي تحقیقاتي مرکز نن ( د اګست دولسمه) وویل چې دا زلزله د شپږ اعشاریه پنځه ریښتر په کچه وه.

د دې څیړنیز مرکز په وینا، د زلزلې مرکز تر مځکې لاندې په اوولس کیلومترۍ کې ژور و.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ملګري ملتونه: د میانمار ځواکونه خلک شکنجه کوي

د میانمار ځواکونه-ارشیف
د میانمار ځواکونه-ارشیف

د ملګرو ملتونو څیړونکي وايي، دوی د میانمار د امنیتي ځواکونو لخوا د سیستماتیکې شکنجې شواهد مستند کړي او یو شمیر لوړ پوړي مجرمین یې پیژندلي دي.

د میانمار لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم، چې په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوی، د سه شنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) په یوه راپور کې وویل چې دوی د وهلو، بریښنایی شاکونو او د شکنجې نورو ډولونو لکه پر پلاس د نوکانو ایستلو قربانیان پیژندلي او مستند کړي دي.

د رویټرز اژانس په وینا، د روان کال د جون تر ۳۰ پورې د یوه کال په موده کې د عیني شاهدانو، عدلي شواهدو او عکسونو په شمول د اسنادو په استناد دا راپور چمتو شوی دی.

میانمار د ۲۰۲۱ کال له پوځي کودتا راهیسې په کورنۍ جګړې او ګډوډۍ کې ښکیل دی، او ملګري ملتونه وايي چې له هغه وخت راهیسې لسګونه زره خلک نیول شوي دي.

د میانمار د پوځ ملاتړي حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه د رویټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي

اروپايي ټولنې په غزه کې د اسراییلو په برید کې د پنځو خبریالانو وژل غندلي دي.

د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پرون دوشنبې دغه غندنه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر یوې انلاین ناسته وروسته کړې ده.

اسراییلي او فلسطیني چارواکو د الشریف په ګډون د الجریزه تلویزیوني شبکې د پنځو خبریالانو وژل تایید کړي دي.

له دې وړاندې اسراییلو ویلي وو، "د حماس وسلې والې ډلې غړي چې د خبریالانو دنده پرمخ وړي وژل شوي دي".

له خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمیټې د دغو خبریالانو وژل هغوو کسانو ته د سزا ورکړه یاده کړې چې غواړي د غزې جګړه مستنده کړي.

د اسراییلو پوځ ویلي، الشریف د حماس وسله والو یو واحد رهبري کوه.

الجریزه تلویزیون بیا د اسراییلو د پوځ دا ادعاوې رد کړي دي.

کال وړاندې اسراییلو ادعا کړې وه چې انس الشریف او یو شمیر نور خبریالان د حماس ډلې غړي دي.

د الجریزه تلویزیوني شبکې پنځه خبریالان پرون دوشنبې په خپله کاري خیمه کې د اسراییلو په برید کې ووژل شول.

څارونکو د غزې جګړه په معاصر تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه یاده کړې ده.

اوکرایین او روسیه دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیه او اوکرایین دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.

ټرمپ پرون دوشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "له پوتین سره ناسته او خبرې اترې په اصل کې د شرایطو د سنجولو یوه ناسته ده".

د ټرمپ په ټکو، "شاید د ناستې په لومړیو دوو دقیقو کې پوه شم چې له پوتین سره د سولې په خبرو کې پرمختګ ممکن دی او کنه".

هغه وړاندې وویل، "ټینګار به يې پر پوتین دا وي چې جګړه پای ته ورسوي".

تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د راروانې جمعې په ورځ په الاسکا کې د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه وګوري.

له ۲۰۲۱کال راهیسې دا به د پوتین او ټرمپ ترمنځ لومړنۍ لیدنه وي.

ټرمپ ویلي، هڅه به يې دا وي چې پوتین قانع کړې څو د جګړې د پایته رسولو لپاره د اوکرایین د نیول شوې خاورې یوه برخه ورپریږدي.

د هغه په ټکو، روسیې د اوکرایین شرقي سیمې چې ډیر ارزښتمنې سیمې دي اشغال کړي دي.

بل پلو، د اروپايي ټولنې مشران اندیښمن دي چې ټرمپ په دې ناسته کې له پوتین سره نامطلوبه هوکړه ونه کړي.

دغو مشرانو تیره ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، " نړیوالې پولې دې په زور نه جوړیږي".

 په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی

په جرمني کې تفریحي او کاري سفرونو نوی ریکارډ ثبت کړی دی.

د دې هېواد د فدرالي احصايې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د جرمني په هوټلونو او لویو استوګنځایونو کې له ۲۲۳میلیونو څخه ډير کسان د شپې پاتې د کیدو لپاره ثبت شوي دي.

دغه شمیر د تیرکال پرتله یو سلنه لوړوالی ښيۍ.

که څه هم په جولای میاشت کې جرمني ته د ورتلونکو کسانو شمیر د اروپا ملتونو د جام سیالیو له کبله نژدې دیارلس سلنه راکم شوی وو، خو بیا هم په لویو استوګنځایونو کې د تیرکال پرتله د بهرني سیلانیانو شمیر نژدې څلور سلنه زیات شوی دی.

د ایران سیستان بلوچستان کې بریدکوونکو یو پولیس وژلی دی

ارشیف
ارشیف

د ایران په سیستان - بلوچستان ایالت کې هغه درې حمله کوونکي وژل شوي چې غوښتل یې د پولیسو یوې پوستې ته دننه شي.

فرانس پریس د ایراني چارواکو په حواله ویلي، پیښه کې چې پرون یکشنبه شوې، یو پولیس هم وژل شوی دی.

ایراني چارواکو بریدګر د سني اسلامپاله ډلې جیش العدل غړي یاد کړي چې په وینا یې د ایران په جنوب لویدیځ او پاکستان کې میشت دي.

سیستان- بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره اوږده پوله لري، وخت نا وخت د دغسې ناکراریو شاهد وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG