د دې اوونۍ د لوبو له میدانه اوونیزه سپورتي خپرونه کې درته دا مطالب لرو:
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله روانه اوونۍ له سریلانکا سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکي په ټېسټ کرکټ کې د خپلې لوبډلې د ماتې لاملونو ته ځوابونه ویلي دي.
په یو ورځنیو سیالیو کې شاملو لوبغاړو سوداګریز لیګونه پرې ايښي او سریلانکا ته تللي دي.
ایرلینډ د افغانستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.
افغان تکواندو کارانو په عربي متحده اماراتو کې د برونزو مډالونه ګټلي.
د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام د پایلوبې لوبډلې هم معلومې شوې.
د اسیا په کچه د فوټبال پیل شوې سیالۍ هم وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
دا خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لېنک له کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: