د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

افغانستان

نړیوالې موسسې: په افغانستان کې د لږې واورې ورېدو د وچکالۍ اندېښنې زیاتې کړي

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ د خلکو ستونزې زیاتې کړي
ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ د خلکو ستونزې زیاتې کړي

پنځه نړیوالې موسسې وايي چې په افغانستان کې په روان کال کې د لږې واورې ورېدلو د وچکالۍ اندېښنې زیاتې کړې دي.

دې نادولتي ټولنو چې د ماشومانو د ملاتړ اداره سیف دې چېلډرن او اسلامي ریلیف نړیواله موسسه هم په‌کې دي، په یوه ګډ بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې په سږني ژمي کې تر دې دمه ډېره لږ واوره ورېدلې او دا اندېښنې یې زیاتې کړي چې له درې کلنې پرله پسې وچکالۍ وروسته ښايي د اوبو کمښت دوام وکړي او په بشري او پرمختیايي برخو کې د دې هېواد بحران نور هم ژور شي.

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د اکتوبر د لومړۍ او د جنوري د ۱۵مې ترمنځ د تېر کال د همدې مودې پرتله یوازې په سلو کې له ۴۵ څخه تر ۶۰ پورې ورښتونه شوي دي.

په بیان کې د کارپوهانو له قوله خبرداری ورکړل شوی چې د روانې فبروري او راروانې اپریل میاشتو ترمنځ له معمول څخه د تودوخې د لوړې درجې اټکل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا مشر په تېره لیندۍ میاشت کې ویلی وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نړۍ په لسو ډېرو زیانګالو هېوادو کې شپږم دی، خو د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان پيلوټ معين خان وردګ له څلوېښت کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو

د معين خان وردګ وروستی دنده د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.
د معين خان وردګ وروستی دنده د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.

د هېواد تکړه پيلوټ معین خان ودرګ له شاوخوا څلوېښت‌ کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو.

ښاغلي وردګ د بېلابېلو دولتي او خصوصي هوايي شرکتو سره د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده او وروستی دنده یې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.

د کام ایر خصوصي هوايي شرکت مسوولینو پرون یک‌شنبه د کابل په هوايي ډکر کې په‌‌‌‌دې اړه جوړو شویو مراسمو کې معین وردګ خدمتونه وستایل.

میعن خان همداراز نن د کابل په هوايي ډګر د خپل مسلکي ژوند وروستی پرواز په ترسره کولو سره وویل، هڅه کوي چې خپلې تجربې له ځوانو افغان پیلوټانو سره شریکې کړي.

کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډله سبا سه‌شنبه پاکستان سره پای‌لوبه کوي

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د افغانستان، پاکستان او عربي متحده امارتو ترمنځ د ګډ سيریز د لوبو په دوام د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم د دوهم ځل لپاره د اماراتو ټیم ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه د یکشنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د یکشنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور لوبې کړي چې درې هغه یې ګټلې دي.

نوموړی وايي: "له نېکه‌‌مرغه زموږ ټیم د راتلونکې سه‌شنبې په ورځ له پاکستان سره په فاینل کې ولوبیږي، لکه څنګه وړاندې هم ټیم ښه ځلېدلی، ټیم تیار دی چې پاکستان ته هم ماتې ورکړي او جام وګټو، دغه لوبې د اسیا د ملتونو د جام لپاره مهمې او اغېزمنې دي."

د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتلولي ګټلې وه.

بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شوي

بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې انځور
بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې انځور

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پرون یکشنبه د بهارک-فیض اباد پر لارې د يې ترافیکي پېښې له کبله شپږ تنه مړه شوي دي.

د بدخشان امنیه قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه کوکچې سیند ته د ویکس ډوله موټر د غورځېدو له کبله رامنځته شوې ده.

د اعلامیې د معلوماتو له‌‌مخې پېښه د خواجه عبدل په سیمه کې رامنځته شوې او د پېښې قربانیان د بهارک، جرم او شهدا ولسوالیو اوسېدونکي دي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پر همدې لار د یوې بلې ټرافیکي پېښې له کبله هم شپږ تنه مړه شوي و.

د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکو اصولو په پام کې نه نیول او د موټر چلونکو بې‌باکي په افغانستان کې د ټرافیکو پېښو اصلي علتونه بلل کېږي.

زاخېلوال: که طالبان مشروعيت غواړي، ولس ته دې مراجعه وکړي

حضرت عمر زاخېلوال
حضرت عمر زاخېلوال

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د مالي وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید له هر څه وړاندې ولس ته مراجعه وکړي.

نوموړي په کابل کې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې له طالبانو پرته ټول افغانان په حکومت کې خپل ځان ونه‌‌ګوري نړۍ به له دوی سره سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل ته غاړه کېنږدي.

د تېر جمهوري نظام دغه چارواکی چې په کابل کې اوسیږي، همداراز پر طالبانو غږ کړی چې د وخت له ضایع کولو پرته د افغان مېرمنو او نجونو د زده‌‌‌کړو حق ورکړي.

که څه هم په کراتو بېلابېلو بنسټونو او سیاسي شخصیتونو له طالبانو غوښتي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې خپل سیاستونه نرم او د دوی حقونه دې ورکړي، خو طالبان بیا ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي او د نجونو د زده‌‌‌کړو موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

طالبانو په سويل‌ ختيځ زون کې يوشمېر ځوانان پر خلکو د کتابونو له وېش منع کړي

ارشيف
ارشيف

طالبانو د افغانستان په سویل ختیځ زون کې هغو ځوانانو ته د کتابونو د نه وېش په اړه خبرداری ورکړی چې، دوی به اضافي کتابونه له خلکو راټولول او بیا به یې په وړیا توګه په خلکو وېشل.

په وړیا توګه د کتابونو د وېش د لړۍ یوه تنظموونکي له ازادي راډویو سره په خبرو کې وايي چې، طالبانو یې ملګري د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورغوښتي او خبرداری يې ورکړی چې دغه لړۍ باید له ځنډ پرته بنده کړي.

د کتابونو د وېش دغه تنظيموونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هیڅکله یې داسې کتابونه چې هغه د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې وي، نه یې راټول کړي او نه یې هم په خلکو وېشلي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت په‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تر دې وړاندې يې ویلي چې د اسلامي او افغاني اساساتو ضد کتابونو راټولو په برخه کې جدي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، تر اوسه یې د راټولېدو لپاره ۴۰۰ بېلابېل عنوانه کتابونه ثبت کړي، چې د دوی په ټکو منځ‌پانکه یې د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې دي.

ای پي اېل؛ چنای سوپ کېنګز نور احمد په لس کروړه هندي روپیو په خپله لوبډله کې واخیست

نور احمد
نور احمد

د افغانستان د کرکټ بل مخکښ توپ اچوونکی نوراحمد د آی پي ایل په بولۍ کې په لس کروړه هندي روپیو له چنای سوپر کېنګز لوبډلې سره یو ځای شو.

تر دې دمه د آی پي ایل په روانه بولۍ کې تر نور احمد مخکې رحمن الله ګربز کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په دوه کروړه هندي روپیو په خپله ډله کې واخیست.

سږ کال د آی پي ایل بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي وړاندي شوي دي.

د ویلو ده چې راشدخان بیا له وړاندې د ګجرات ټایټانز لوبډلې په ۱۸ کروړه هندي روپیو له ځان سره ساتلی دی.

آی‌پي‌ایل؛ رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې واخیست

رحمن‌الله ګربز
رحمن‌الله ګربز

د هندوستان غوره لیګ یا آی‌پي‌ایل د لوبغاړو د پیرلو مراسم نن یکشنبه په سعودي عربستان کې پیل شوي چې تر دې دمه په ګڼ شمېر لوبغاړي په‌کې پلورل شوي دي.

په نننیو مراسمو کې له افغانستانه تر دې دمه یوازې رحمن‌الله ګربز بولۍ ته وړاندې شو چې په خپل اصلي قیمت دوه کروړه هندي روپیو پخوانۍ لوبډلې کلکته نایټ رایډرز واخیست.

په نوموړي باندې نورو لوبډلو بولي ونه وهله.

سږ کال د آی‌پي‌ایل د بولۍ مراسمو ته اتلس افغان لوبغاړي شارټ لېست شوې دي.

د ویلو ده چې سږکال ګڼ شمېر لوبغاړي تر دې دمه په لوړو بیو پلورل شو، خو د رېشب پنټ بیه تر ټولو لوړه وه چې په ۲۷ کروړه هندي روپیو وپلورل شو.

علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه ټاکل شوی

علیرضا بیګدلي
علیرضا بیګدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې وویل چې د دغه هېواد د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي په حکم علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلی بیګدلي، چې د کاظمي قمي پر ځای ګومارل شوی، پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال و.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته رسول شوې او د پخوا په شان به د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی د ایران د باندنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.

بیګدلي تر دې وړاندې په قزاقستان، اذربایجان، قبرس او ترکیې کې د ایران د سفیر په توګه دندې اجرا کړي دي.

اروپايي اتحادیې د بغلان په یوه زیارت کې برید په کلکه وغانده

د دې برید، چې د نومبر په ۲۱مه، د پنجشنبې په شپه وشو، او۱۰ کسان په‌کې ووژل شول، مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.
د دې برید، چې د نومبر په ۲۱مه، د پنجشنبې په شپه وشو، او۱۰ کسان په‌کې ووژل شول، مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د بغلان ولایت په یوه زیارت کې برید په کلکه وغانده او د زیانګالو ټولنو د لا زیاتې ساتنې غوښتنه یې وکړه.

د دې برید، چې د نومبر په ۲۱مه، د پنجشنبې په شپه وشو، او۱۰ کسان په‌کې ووژل شول، مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې پلاوي په یوه بیان کې، چې پر ایکس یا پخوانی ټویټر یې خپور کړی، لیکلي: "موږ په بغلان ولایت کې د عبادت پر مهال د ملکي وګړو برید غندو. موږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو ژوره خواخوږي څرګندوو. ټول ولسونه باید له تاوتریخوالي څخه په امن او خوندي وي."

افغانستان له عربي متحده اماراتو دوهمه سیالی هم وګټله

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې دا ځل د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې عربي متحده اماراتو ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د نومبر په ۲۴مه نېټه د اماراتو په کوربتوب د کابل پر وخت سهار لس بجې پیل شوې وه، اماراتو لومړۍ توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې په ۳۷ اورونو کې ۸۸ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې نصیر معروف خېل ۳، عبدالعزیزخان، خاطر ستانکزي او روح الله عرب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۲۱.۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

په افغان توپوهونکو کې عزیرالله نیازي ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا د درې اړخیزو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان درېیمه بریا وه او په دې سره یې د دې لوبلړۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه چې د نومبر په ۲۶مه نېټه به یې له پاکستان سره ترسره کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG