افغانستان
پېکنګ کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د پاسپورټونو د وېش د پيل خبر ورکړ

په پېکنګ کې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان سفارت د پاسپورټونو د وېش د بهیر د پیلیدو خبر ورکوي.
دې سفارت نن په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې د دې اعلان تر څنګ یوازې دومره ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې دوه کلنه دوره کې یې په چین کې په قونسلي چارو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې کړې دي.
چین د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو تېره اوونۍ یې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو له خوا د ګومارل شوي سفیراسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل، د یوه ټولګډونه حکومت له جوړښت او له تروریزم سره پرېکنده مبارزې پورې تړلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د پاورلفټنګ د فدراسیون مشر نجیب الله ایوبي وفات شوی دی

د افغانستان د پاورلفټنګ او پیاوړو سړیو د فدراسیون مشر نجیب ایوبي وفات شوی دی.
د افغانستان کورنیو رسنیو نن سه شنبې د ایوبي د زوی ساحل ایوبي په حواله دا خبر ورکړی دی.
ساحل ایوبي ویلي، پلار يې پرون شپه د زړه حملي له کبله د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.
۴۷کلن نحیب الله ایوبي له څو کالونو راهیسې د افغانستان د پاورلفټنګ فدرسیون مشر و.
د افغان کډوالو په زرګونو کورنۍ په وروستیو کې له ایران او پاکستانه ستنې شوې

ایران او پاکستان د شاوخوا پنځلس ورځو په ترڅ کې افغانستان ته د افغان کډوالو تر شپږ زره درې سوه ډیرې کورنۍ ستنې کړې دي.
د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی دی، چې د جوزا له لسمې تر نولسمې نیټې پورې له ایران څخه پنځه زره پنځه سوه او له پاکستان څخه اته سوه شل کورنۍ یا په زور یا په رضا افغانستان ته تللې دي.
د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجرانې ویلي دي، چې له ایران څخه به ټول هغه کډوال اېستل کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د ایران مهر خبري اژانس د ایران د حکومت د ویاندې فاطمې مهاجراني په وینا خبر ورکړی دی چې له ایران څخه به ټول هغه کډوال ایستل کیږي چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
د ایراني مسوولینو په وینا په دغهّ هیواد کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. په پاکستان کې بیا شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ځیني یې د اوسیدو قانوني اسناد لري او یوشمیر یې په پاکستان کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.
ایران: له افغانستانه د تریاکو قاچاق نه دی دریدلی

د ایران د نشه ای موادو د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مشر محمد نریماني وایي چې لاهم له افغانستانه ایران ته تریاک قاچاقیږي.
د ایران ایسنا خبرې اژانس پرون( د جون ۹ مه) د محمد نریماني په وینا خبر ورکړ چې وایي، په افغانستان کې د نشه اي توکو تولید کم شوی دی خو داسې ښکاري چې د تریاکو له پخوانیو زیرمو ایران ته قاچاق روان دی. ښاغلي نریمانی زیاته کړه چې په افغانستان کې د متامفتامین تولید هم په زیاتیدو دی.
نریماني دا مخدر مواد د شانګهای سازمان د ټولو غړیو هیوادونو او سیمې لپاره ننګونه وبلله.
طالبانو د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
ملګرو ملتو سږکال د مارچ په میاشت کې اټکل کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر تر بندیز مخکې دومره تریاک زیرمه شوې دي چې تر دوه زره اووه ویشتم کال پورې د قاچاقبرانو لپاره کافي دي.
د افغانستان او سوریې د فوټبال ملي لوبډلې سره مخامخیږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوریې د فوټبال له ملي ټیم سره مسابقه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا، دا لوبه به د اسیایي جام د غوراوي د مقدماتي لوبو په ترڅ کې په سعودي عربستان کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي له یوې اونۍ راهیسې د سعودي عربستان په الاحسا کې خپل تمرینات ترسره کوي.
د افغانستان ننۍ لوبه د ایتالیایي رزونکي وینچنزو البرتو انزه په مشرۍ لومړۍ رسمي لوبه ده چې ترسره به شي.
ښاغلی انزه نږدې میاشت مخکې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزنکي په توګه کار پیل کړ.
په کابل کې وسله واله نښته وشوه

تیره شپه د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې نښته وشوه. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا پيښه کورنیو رسنیو ته تایید کړه، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.
طالبانو ویلي دي چې دوی د کابل په پنځلسمه ناحیه کې د قصبې په سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای حمله کړې ده.
طالبانو د تیر یوه کال په ترڅ کې بیا بیا دا خبره کړې ده چې داعش ډله په افغانستان کې تر ډیره ځپل شوې ده، په ورته وخت کې طالبانو دا تور لګولی دی چې د داعش ډلې مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو مخکني استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې پاکستان له داعش خراسان څانګې څخه د خپلو اهدافو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.
پاکستان دا تورونه رد کړې دي.
د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د سوریې د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه لري

تمه ده سبا سه شنبې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوریه د فوټبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
د فوټبال فدرسیون د معلومات له مخې، دا سیالۍ د اسیا ملتونو جام د مقدماتي لوبو په ترڅ کې په سعودي عربستان کې ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله له یوې اونۍ راهیسې د سعودي عربستان په ترمیني الاحسا تمریني کمپ کې دي او د سوریه پر وړاندې لوبې ته تیاری نیسي.
د افغان لوبډلې سبانۍ لوبه د ملي ټیم د نوي ایټالیوي روزونکي وینجنزو البرتو انزه تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي.
ښاغلي انزه تیره میاشت د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د سوریې د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه لري
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ایران ته تللی دی

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر جلال جلالي د ایران پلازمینې تهران تللی دی.
په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د دغه سفر موخه د روغتیا په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ همکاري یاده کړې.
که څه هم د سفر ډیر جزیات په ډاګه شوي نه دي، خو ایران له دې وړاندې ویلي و چې ډیر ژر به په کابل او بامیانو کې د دوو روغتونو د جوړونې چارې پیل کړي.
ایران د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسیمت پیژندلی نه دی، خو له هغوو ګوتو په شمیر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له رژیم سره نژدې اړیکي پالي.
د ازبکستان د پانګونې په نړیوال کنفراس کې د طالبانو پلاوی ګډون کوي

د طالبانو د حکومت د صعنت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیز په مشرۍ یو پلاوي نن دوشنبې د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر وکړ.
د طالبانو په واک باختر خبري اژانس د سفر موخه په تاشکند کې د پانګونې په څلور نړیوال کنفراس کې د دې پلاوي ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو پریکړو او ژمنو څیړل یاد کړي دي.
په تاشکند د پانګونې دغه نړیوال کنفراس هرکال د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د ولسمشرانو، وزیرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړیږي.
بل پلو، ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ټنه بشري مرستې رالیږلي دي.
په دغو مرستو کې چې خوارکي توکې شامل دي د حیراتان بندر له لارې افغانستان ته رارسیدلي دي.
د کابل په پرونۍ اورلګېدنه کې د یوه مارکېټ نږدې ټول دوکانونه سوځېدلي

دا اور د کمپنۍ بازار د لیلامیو په یوه مارکېټ کې د سهار په شاوخوا نهو بجو پیل شوی وو.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو په اساس اور وژونکو بالاخره څو ساعته وروسته شاوخوا یوه بجه اور مړ کړ خو لا یې هم د علت په اړه څه نه دي ویلي.
په دغه اور کې چې زورورې لمبې یې درلودې او تر ډېره لوړه یې لوګی پورته کېده شاوخوا اویا دوکانونه سوځېدلي.
لا د اوښتي مالي تاوان په اړه کره جزییات نه دي شریک شوي خو د سیمې دوکاندارانو له حکومت د مرستې غوښتنه کړې.
امریکا ته د افغانانو په شمول د ۱۲ هېوادونو پر اتباعو سفري بندیز

له نن دوشنبې امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز پیلیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه فرمان سره چې د جون له نهمې سهار وختي تطبیقیږي امریکامتحده ایالتونو ته د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز ولګاوه او د دې پرېکړې هدف یې له بهرنیو ترهګرو د امریکا محافظت یاد کړ.
د ولسمشر ټرمپ د سفري بندیز په فرمان کې افغانستان، ایران، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.
په دغه فرمان کې بیا دا استثنی راغلې چې د امریکا د دایمي استوګنې یا ګرین کارټ درلودونکي او هغه کسان چې دمخه یې د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا اس آی وي په څېر د امریکا ویزې ترلاسه کړې وي له بندیزونو معاف دي.
هغو افغانانو چې د متحده ایالاتو یا د امریکا په تمویل شویو پروژو کې کار کړی له دغو وروستیو تحولاتو اندېښمن دي.
دوی وايي چې د سفر دا بندیز ممکن دوی بیرته خپل هیواد ته د تلو لپاره اړ کړي؛ هلته چې د دوی په خبره ممکن طالبان غچ ترې واخلي.