خبرونه
بدخشان: ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۷ نور ټپیان کړل

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوه ماشوم د مړه کېدو او ۷ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون ماسپښین د ارګو ولسوالۍ په اشکاشان کلي کې یو فلانکوچ ډوله موټر له پاسو ډوله موټر سره ټکر شو چې یو درې کلن ماشوم یې مړ کړ او د پاسو موټر د چلوونکي په ګډون ۷ کسان ژوبل کړل.
چارواکو ویلي چې د دې پېښې علت د پاسو موټر زیات سرعت او له کنټروله وتل وو.
تېره جمعه بیا د میدان وردګ په سید اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ کسان مړه او ۳ نور ژوبل شوي وو.
په همدې حال کې د لغمان د ټرافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز پرون ویلي چې د کابل- جلال اباد پر لویه لار په تېرو لسو میاشتو کې د ۶۲ ټرافیکي پېښو په نتیجه کې ۵۳ مړه ۱۶۷ ټپیان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
آی او ام وايي یو لک افغانان د اپرېل له ۴مې له پاکستانه ایستل شوي او مرستو ته سخته اړتیا لري

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي.
دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه راستنو شویو افغانانو ته په وخت بیړنۍ مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي.
آی او ام اندېښنه ښوولې چې د دغو راستنو شویو افغانانو ضرورتونه ډېر دي او د مرستو لپاره نورو بیړنیو منابعو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.
پاکستان د اپرېل له لومړۍ د افغان تابعیت لرونکو کډوالو را ایستل پیل کړي. ګڼ دغه راستانه شوي وايي چې صحي خدمات ورته نه رسیږي او کافي خواړه او د سرپناه لپاره هم امکانات نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ ښايي د الوتکو له لارې لیرو پرتو سیمو د بشري مرستو لیږد ودروو

د خوړو نړیوال سازمان وايي، احتمال لري د افغانستان لیرو پرتو سیمو د الوتکو له لارې د بشري مرستو رسولو بهیر ودروي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، په روان ۲۰۲۵ کال کې د الوتکو له لارې د مرستو رسول لپاره لس میلیونو ډالرو بودیجې ته عاجله اړتیا لري، چې اوسمهال د دې بودیجې له کمښت سره مخ دي.
تیره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان ویلي و، له راستانه شویو کډوالو سره د بشري مرستو لپاره ۲۵میلیونو ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
روسیې تایید کړه چې د اوکرین جګړه کې د شمالي کوریا سرتیري د دې هېواد په ګټه جنګیږي

روسیې د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا سرتیري د دې هېواد په ګټه جنګیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې په کورسک سیمه کې د اوکراییني سرتیرو پر وړاندې جګړه کې د شمالي کوریا د سرتیرو "د پام وړ ګډون" څخه مننه کړې ده.
د اعلامیې له خپرویدو څو ساعته وروسته پیونګ یانګ هم تایید کړه چې د کوریا د مشر کیم جون اون په امر يې یو شمیر سرتیري روسیه ته استولي دي
د روسیې لوی درستیز جنرال والري ګراسیموف د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یو راپور کې ویلي، د شمالي کوریا سرتیرو د کورسک په "ازادولو" کې مهم رول درلوده.
د روسيې او شمالي کوریا چارواکو دا څرګندونې د اوکراییني او غربي چارواکو د هغوو راپورونو تاییدول دي چې ویلي وو، روسیې د اوکرایین د جګړي لپاره د شمالي کوریا سرتیري استخدام کړي دي.
له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو، د اوکراین په جګړه کې له ۱۱ زرو ډیرو د شمالي کوریا کوریا سرتیرو ګډون کړی چې درنده تلفات ورته اوښتي دي.
له دې راپورنو سره هممهاله، پیونګ یانګ ویلي، روسیې ته نوي وسلې او نور سرتیري لیږي.
د شهید رجايي په بندر کې د چادونې له کبله د وژل شویو شمیر۴۰ او د ټپیان۱۱۴۰ کسانو ته پورته شو

ایراني چارواکي وايي، د شهید رجايي په بندر کې د چادونې او اورلګیدنې په پېښه کې د وژل شویو کسان شمیر۴۰ تنو ته پورته شو.
ویل شوي چې په دې پېښه کې ۱۱۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د شهید رجايي په بندر کې د اپریل په ۲۶ د شنبې په ورځ زوروه چادونه وشوه چې د پراخې اورلګیدنې سبب شوه.
که څه هم تراوسه د دې چادونې علت معلوم نه دی خو ویل کیږي چادونه د خطرناکو کیمیایوي مواد په تاسیسات کې رامنځته شوې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني پرون ناوخته ویلي، یوه ځانګړې کمیټه د پېښې د لاملونو څیړنه کوي.
د ایران لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې هېواد له امنیتي او قضايي چارواکو غوښتي چې په چادونه کې هر ډول " غفلت او بې پروايي" پیدا او وڅیړي.
د نجونو له حضور پرته د کانکور د ازموینو د نېټې اعلان

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۴ کال د د کانکور ازموینه د جوزا د لومړۍ اونۍ څخه د سرطان تر شلمې نیټې پورې د نجونو له حضور پرته ترسره شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ازموینو ادارې اعلان کړی چې سږ کال د دیني مدرسو او ښوونځیو د داوطلبانو لپاره د کانکور ازموینه د افغانستان په ولایتونو او کابل کې په پنځو مرحلو کې اخیستل کېږي.
د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې سږ کال به ۳۰۰۰ کسان د ماسټرۍ، ۷۶۴۰۰ کسان د لیسانس او ۳۳۵۵۰ کسان د انسټیټیوټونو لپاره جذب شي.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره، د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړې محرومې شوي او پوهنتون ته د تګ یا د کانکور په ازموینه کې هم د ګډون حق ورڅخه اخیستل شوی.
پر امیرخان متقي د سفري بندیز لنډ مهاله معافیت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجازه ورکړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
د امنیت شورا په بیان کې چې رسنیو ته رسېدلی ویل شوي چې له یکشنبې د اپرېل ۲۷مې د مې تر ۴مې ښاغلی متقي د سفري بندیز څخه معافیت ترلاسه کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د متقي سفر تایید کړی خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.
ملګرو ملتونو په قطر کې د افغانستان د راتلونکي په اړه څو دورې لویې غونډې ترسره کړې چې پکې د افغانستان د سیاسي او ټولنیزې راتلونکې په تړاو تګلارې تر بحث لاندې ونیول شوې.
کاناډا کې یوه بریدګر خپل موټر په خلکو وروستی او ۹ تنه یې مړه کړي

د کاناډا په ونکوور کې یوه بریدګر خلک په موټر وهلي او لږ تر لږه ۹ کسان یې وژلي دي.
په پېښه کې چې د ونکوور په وخت د شنبې شپې شاوخوا اته بجې شوې ګڼ کسان ټپيان شوي هم دي.
پولیسو ویلي بریدګر په ونکوور کې د فیلیپینیانو د یوه فیستیوال ګډونوال په نښه کړي.
بریدګر چې د پولیسو له خوا نیول شوی په خپل موټر باندې راساً د فیستیوال په ګډونوالو ورغلی او ګڼ خلک یې لاندې کړي دي.
چارواکو ویلي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او د دوی په خبره له ترهګرۍ سره کوم تړاو نه لري.
ایران کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۲۵ او د ټپیانو ۱۱۳۹ ته لوړ شو

د ایران په بندرعباس کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی دی.
د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې لږ تر لږه ۱۱۳۹ ټپیان هم روغتونو ته انتقال شوي دي.
اوروژونکي په دې توانېدلي چې نن د اور لمبې مهار کړي خو لا هم د تصفیې او پاک کارۍ کار روان دی.
پرون د بندرعباس په شهیدرجايي بندر کې چې د ایران له مهمو تجارتي بندرونو ګڼل کېږي زوروره چاودنه وشوه او تر هغه وروسته په بندر کې پراخ اور ولګېد.
که څه هم لا د دې پېښې اصلي علت نه دی معلوم خو اټکل کېږي چې په بندري تاسیساتو کې د کیمیاوي او خطرناکو موادو ډيپوګانو کې چاودنه شوې وي.
نیویارک ټایمز بیا د سپاه پاسدران د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د راکټونو د سوخت د یوې اصلي مادې سدیم پرکلراټ د محمولې له امله دا چاودنه شوې.
د امریکا او ایران د خبرو څلورم پړاو د ثور په ۱۳مه ترسره کیږي

د عمان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې شنبه ترسره شي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ ( د ثور مه ۶مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي "د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې اونۍ دوام وکړي او د ثور په ۱۳مه به د لوړې کچې یوه غونډه جوړه شي."
د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو پرون د عمان په پلازمېنه مسقط کې پای ته ورسېد.
له دې غونډې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو اترو فضا د پخوا پرتله "ډیره جدي" وبلله او ویې ویل چې احتمال لري چې د اټومي انرژۍ متخصصین به هم د راتلونکې غونډې په خبرو اترو کې شامل شي.
د امریکا یوه جګپوړي چارواکي هم دا خبرې مثبتې بللي.
ټرمپ د اوکراین په سوله کې د خپل روسي سیال پر نیت شک څرګند کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، دی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په خاطر د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین شک لري.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي دغه شک پرون شنبه یوه ورځ وروسته تر هغه څرګند کړ چې ویلې یې وي، اوکراین او روسیه " تړون ته ډېر نژدې" دي.
ټرمپ دغه څرګندونې په واتیکان کې د پاپ فرانسس په جنازه کې له ګډون او هلته د اوکراین له ولسمشر ولودمیرزلنسکي سره تر کتلو وروسته متحده ایالتونو ته تر روانېدو مخکې پر خپله ټولنیزه پاڼه وکړې.
هغه په وار وار ژمنه کړې چې د روسیې او اوکراین جګړه به ختموي.