خبرونه
اردن کې پر امریکا سرتېرو د بریدکوونکې بې پیلوټه الوتکې په اړه نوي جزییات خپاره شوي
د امریکا یو پوځي چارواکی وايي امکان لري پر هغه بې پیلوټه الوتکه چې په اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډه برید وکړ د هغې امریکايي الوتکې ګومان شوی وي چې د امریکا پوځي تاسیساتو ته د راستنېدو په حال کې وه.
دې چارواکي چې غواړی نوم یې افشا نه شي، پرون وویل، لومړني راپورونه ښيي چې ښايي پر هغې بې پیلوټه الوتکې چې د متحدوایالتونو پر پوځي اډه راپرېوته، درې سرتېري یې ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل، د امریکا د هغې بې پیلوټه الوتکې ګومان شوی وي چې په هوا کې وه.
د دې چارواکي په وینا د دښمن الوتکه هغه مهال چې امریکایۍ الوتکه اډې ته راستنېدله په ټیټه ارتفاع کې د الوتنې په حال کې وه او ځکه د هغې د ویشتلو او له منځه وړلو لپاره اقدام ونه شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
آیپيایل؛ عظمتالله عمرزی د پنجاب کېنګز له لوبډلې سره یوځای شو
د هندوستان غوره لیګ یا "آیپيایل" د ۲۰۲۵م کال د لوبو لپاره د لوبغاړو د پیرلو مراسمو په دوهمه ورځ د افغان لوبغاړو له ډلې عظمتالله عمرزی د پنجاب کېنګز لوبډلې له لوري په ۲ کروړه او ۴۰ لکو هندي روپيو واخیستل شو.
دا په روانه بولۍ کې څلورم افغان لوبغاړی دی چې اخستل کېږي.
د عمرزي د لوبېدو قیمت ۱.۵۰ کروړه هندي روپۍ ټاکل شوی و چې د چینای سوپرکینګز او پنجاب کېنګز ترمنځ پرې بولي ووهل شوه او پنجاب واخیست.
د نن ورځې په بولۍ کې بل افغان لوبغاړی الله محمدغضفنر و چې ممبيي اینډينز لوبډلې واخیست.
تېره ورځ بیا رحمنالله ګربز د کلکته نایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکېنګز لوبډلو له لوري اخستل شوي دي.
راشدخان بیا له وړاندې د ګجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.
د ویلو ده چې د "آیپيایل" د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لیست شوي دي، خو تر دې دمه ۸ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.
پولیسو د عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو کار واخیست
د پاکستان پولیسو نن دوشنبه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو څخه کار واخیست.
مظاهرهچیان له زندانه د عمران خان خوشې کول غواړي.
چارواکو او د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان د مېرمنې په مشرۍ شاوخوا اته زره مظاهره چیانو له خیبرپښتونخوا ایالت څخه لاریون پیل کړ او د اسلاماباد په څنډه کې له پولیسو سره لاس و ګرېوان شول.
د پاکستان حکومت زرګونه پولیس او وسلهوال ځای پرځای کړي او پلازمېنې ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.
د خیبرپښتونخوا حکومت په ملاتړ د عمران خان د پلویانو لاریون د یکشنبې په ورځ په پېښور کې پیل شو.
د پولیسو او مظاهرهچیانو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۵۰ معترضان او ۲۰ پولیس ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې اعتراض کوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي دي.
آیپيایل؛ الله محمدغضنفر د ممبيي اینډینز له لوبډلې سره یوځای شو
د هندوستان غوره لیګ یا "آیپيایل" د ۲۰۲۵م کال د لوبو لپاره د لوبغاړو د پیرلو مراسمو په دوهمه ورځ د افغان لوبغاړو له ډلې الله محمدغضنفر د ممبيي اینډینز لوبډلې له لوري په ۴ کروړه او ۸۰ لکو هندي روپيو واخیستل شو.
دا په روانه بولۍ کې درېیم افغان لوبغاړی دی چې اخستل کېږي.
د غضنفر د لوبېدو قیمت ۷۵ لکه هندي روپۍ ټاکل شوی و، خو په پيل کې د کلکته نایټ رایډرز او رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلو پرې بولي ووهله او په پای کې د ممبيي لوبډلې تر ټولو مخکې شو او وی پېره.
د نن ورځې په بولۍ کې بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمن هم وړاندې شو، خو هېڅ لوبډلې ورته زړه ښه نه کړ.
تېره ورځ بیا رحمنالله ګربز د کلکته نایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکینګز لوبډلو له لوري اخستل شوي دي.
راشدخان بیا له وړاندې د ګجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.
د ویلو ده چې د "آیپيایل" د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي٬ خو تر دې دمه ۷ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.
يوناما: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ژر تر ژره پای ته ورسوي
ملګروملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر افغانستان له واکمنانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) نن دوشنبه پره یوه اعلامیه کې پر افغانستان پر چارواکو غږ وکړ چې د ښځو له حقونو او بنسټیزو آزادیو د سرغړونو سیستماتیک بهیر دې ودروي.
طالبانو مخکې ویلي وو چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو درناوي ته ژمن دي.
یوناما په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د عدالت د تامین او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.
تر دې مخکې د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو غورځنګ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو ډلو نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه غورځنګ په یوه بیان کې ویلي، دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې "تر ټولو تورو" شرایطو کې ژوند کوي او له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې دي.
د اتلانو جام سبا افغانستان ته راوړل کېږي
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي دي چې، د اتلانو جام (چمپینزټراپي) سبا سهشنبه افغانستان ته ور وړل کېږي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه ټراپي د نومبر په ۲۶مه نېټه افغانستان ته ور وړل کېږي، چې لومړی به د کرکټ بورډ په اداره کې د کرکټ د پخوانیو مخکښو لوبغاړو ترمنځ نندارې ته کېښودل شي او بیا به د افغانستان نورو تاریخي سیمو ته د نندارې لپاره ولېږدول شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې ده او په پلان کې ده چې دغه جام د نوي ۲۰۲۵ زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې پیل شي.
که څه هم د هندوستان او پاکستان د خپلمنځي جنجالونه له امله لا هم د چمپینز ټراپۍ بشپړ مهالوېش نهدی اعلان شوی، خو افغانستان به په خپل ګروپ کې له سویلي افریقا، اسټرالیا او انګلستان سره سیالۍ وکړي.
افغان کرکټ بورډ نهدي ويلي چې دا ټراپي به د افغانستان په کومو تاریخي سیمو او ولایتونو کې نندارې ته کېښودل شي.
د ویلو ده چې یاده ټراپي په لومړي ځل په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شوه او تر افغانستان وروسته به بنګلهدېش، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان اوهندوستان ته هم د نندارې لپاره سفرونه وکړي.
هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د نومبر په ۲۲مه نېټه پیل شوې ټېسټ سیالي نن دوشنبه د نومبر په ۲۵مه نېټه هندوستان وګټله.
دغه سیالي چې د اسټرالیا په پرت ښار کې ترسره شوه، هند د دواړو پاڼیو تر لوبولو وروسته کوربه لوبډلې ته د ۵۳۴ منډو هدف ورکړ.
هندوستان د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۰، خو په دویمې پاڼۍ کې یې د ۶ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۸۷ منډې وکړې او نوره یې خپله پاڼۍ ونه غځوله.
په هندي توپوهونکو کې یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د اسټرالیا لوبډلې بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۴ منډې کړې وې او د هدف په تعقیب یې یوازې ۲۳۴ منډې وکړې او دا سیالي یې د ۲۹۵ منډو په تفاوت وبایلله.
د هندي توپ اچونکو له ډلې جسپریت بومرا په دواړو پاڼیو کې ۸ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
ټاکل شوې ده چې په دې لوبلړۍ کې به دواړه لوبډلې ۴ نورې ټېسټ سیالۍ هم ولوبوي او دغه لوبلړۍ به د نوي ۲۰۲۵ زیږدیز کال د جنورۍ په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي.
د جرمني يوه الوتکه نن د ليتوانيا پلازمېنه کې نسکوره شوې ده
د جرمني د DHL د لوژستیکي شرکت یوه اړونده الوتکه نن دوشنبه د لیتوانیا پلازمېنې ویلنیوس هوايي ډګر ته نږدې نسکوره شوې ده.
د هوايي ډګر او پولیسو ویندویانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پهدې پېښه کې یو تن مړ او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د پېښې ساحې ته نږدې زیات پولیس او د امبولانس کارکوونکي لیدل شوي او هلته څېرمه ځینې لویې لارې تړل شوې دي.
د بحران د عمومي مدیریت یوه ویاند ویلي، دغه الوتکه د جرمني له لایپزیګ ښار څخه روانه شوې وه، چې پر یوه کور لګېدلې ده.
د هغه په وینا د کور اوسېدونکي ژوندي دي.
دغه بوینګ 400-737 ډوله الوتکه پر ځايي وخت نن سهار درې نیمې بجې نسکوره شوې او چارواکي وايي علت یې څېړي.
علي لاريجاني: ایران اسرايیل ته د ځواب ویلو لپاره په چمتووالي بوخت دی
د ایران د رهبر ایتالله علي خامنهيي یوه لوړ رتبه سلاکار علي لاریجاني ویلي، ایران اسرايیل ته د ځواب ویلو لپاره په چمتووالي بوخت دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، لاریجاني دا خبرې په هغه مرکه کې کړې، چې د ایران تسنیم خبري اژانس پرون خپره کړې ده.
د اسرايیل جنګي جټ الوتکو د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه د ایران پر ځینو اهدافو یو لړ بمبارۍ وکړې.
دا بمبارۍ څو اوونۍ وروسته له هغې وشوې چې ایران پر اسرايیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل.
ایران ویلي دغه حمله یې د لبنان د حزبالله او د فلسطینیانو د حماس ډلې د مشرانو د وژنې په ځواب کې کړې دي.
د امریکا متحدایالتونه، حزبالله او حماس ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، تروریستي سازمانونه ګڼي، خو اروپايي ټولنې یوازې د حزبالله پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر د اسراييل او حزبالله ترمنځ د سملاسي اوربند غوښتنه کړې
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل پرون یکشنبه لبنان ته د سفر پر مهال د اسرايیل او د لبنان د حزبالله ډلې ترمنځ د فوري اوربند غوښتنه وکړه.
د امریکا متحدایالتونه، حزبالله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزب الله یوه توندلارې ډله او سیاسي ګوند دی، چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د لبنان په پارلمان کې یې څو څوکۍ په واک کې دي.
جوزیپ بوریل پهداسې حال کې د اوربند غوښتنه کړې، چې حزبالله پر اسرايیل د تازه حملو مسوولیت منلی دی.
د اسرايیل پوځ ویلي، چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزبالله ډلې پرون پر اسرايیل ۱۶۰ توغندي ویشتلي دي.
د ځینو دغو توغندیو مخه نیول شوې خو ځینې یې د فرانسې خبري اژانس د تصاویرو لهمخې د اسرايیل په مرکزي برخو کې د کورونو د تخریب سبب شوي دي.
د لبنان روغتیا وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو، چې د لبنان پر پلازمېنه بیروت او نورو سیمو د اسرايیل په حملو کې ۸۴ کسان وژل شوي دي.
د لبنان دولتي رسنیو پرون یکشنبه د بیروت په جنوبي برخه د دوو نورو حملو خبر هم ورکړ، چې د حزبالله له عمده سنګرونو ګڼل کېږي.
بلخ کې پر نشه د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې يو مرکز پرانيستل شو
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په بلخ کې په نشو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه ۵۰ بستري مرکز د پرانیستې خبر ورکړ.
د دغه بنسټ د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان سیمهییزې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د سفر پر مهال دغه مرکز پرانیست.
وړاندې ویل شوي، چې په راروانو لسو میاشتو کې به په نشو ۶۲۰ روږدې ښځې او ۱۲۰ روږدي ماشومان په دغه مرکز کې تداوي شي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت په چنګاښ/ سرطان میاشت کې ویلي وو، په ټول افغانستان کې په نشو څه باندې ۱۱۵زره روږدي کسان راټول کړای شوي او تداوي شوي دي.
بیا هم اندېښنې شته چې ګڼ روږدي کسان له نشو تر لاس اخیستو وروسته روغ شوي، خو د کاري فرصتونو او سالمو بوختیاوو د نشتوالي له کبله بیا په نشو اخته شوي دي.