نړۍ
د چین یو شمېر برخې درنې زلزلې لړزولي

د چین ایکول سرحدي ښار ته نږدې یوه زوروره زلزله شوې.
د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې د دې زلزلې شدت اوه درجې بللی.
د زلزلې ټکانونه د سیمې په هېوادونو له هغې ډلې قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان کې هم حس شوي.
له ځینو سیمو خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.
لا د دې زورورې زلزلې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه راپورونه نشته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ایټالیا کې یوه ۷۸ کلن سړي چې فکر کېده مړ شوی دی، ناڅاپه سترګې پرانیستې

ایټالوي چارواکي وايي چې په تارکوینیا ښار کې یو تن چې ډاکټرانو یې د مړینې خبر ورکړی و، نیم ساعت وروسته په سد راغلی دی.
دې ۷۸ کلن سړي ظاهرا د زړه سکته کړې وه او ژغورونکو له ډېرو هڅو وروسته وویل چې دا سړی مړ شوی او امبولانس هم بېرته ولاړ. خو د چارواکو په وینا هغه د انتقال پرمهال ناڅاپه سترګې پرانیستې او د خپلو لوڼو پوښتنه یې وکړه.
دا سړی وروسته روغتون ته واستول شو او د راپورونو له مخې وضعیت یې اوس ښه دی.
ډاکټران دا ډول نادر حالت چې زړه د ژغورنې له ناکامو هڅو وروسته ناڅاپه په حرکت راځي، “لازاروس” بولي.
چارواکي وايي چې په دې سړي خو پېښه په خیر تېره شوه خو د هغه سپي پر یوه پولیس حمله وکړه چې په نتیجه کې یې پولیس روغتون ته او سپی د حیواناتو د ساتنې مرکز ته واستول شول.
په جنوبي کوریا کې سېلابونو انساني مرګ ژوبله اړولې ده

د جنوبي کوریا د کورنیوچارو وزارت وايي چې د سختو بارانونو له کبله په دې هېواد کې دوه کسان مړه شوي او د پنجشنبې ورځې په سېلابونو کې د مړو خلکو شمېر ۱۴ ته ورسېد.
چارواکو خبرداری ورکړی چې دا شمېره ښايي لوړه شي ځکه لږترلږه ۱۲ تنه نور تراوسه نادرکه دي.
د دې هېواد په جنوبي سیمه سانچیونګ کې چې له چارشنبې ورځې راهیسې نژدې ۸۰۰ میلیمتره باران پکې اورېدلی او ترټولو ډېر تلفات پکې اوښتي دي تراوسه اته کسان مړه شوي او شپږ نور نادرکه دي.
په جنوبي کوریا کې اکثرا په جولای میاشت کې موسمي بارانونه کېږي. د اقلیمي چارو کارپوهان اقلیمي بدلونونه د دې بارانونو د زیاتېدو علت بولي.
بدوي قبایل له جنوبي سویدا ښار څخه وتلي دي، په جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو واوښت

د سوریې په جنوب کې بدوي قبیله وايي، وسله وال یې له سویدا ښار څخه وتلي دي. بدوي سني قبایل له تېرې اونۍ راهیسې په سویدا کې د دروزي مذهبي لږکي له وسله والو سره په خونړیو جګړو کې ښکېل وو.
په دې جګړو کې د وروستیو شمېرو له مخې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د دې دوو ډلو ترمنځ د اوربند موافقه د متحدوایالتونو په منځګړتوب وشوه.
د پنجشنبې په ورځ د جګړو د مخنیوي لپاره دولتي ځواکونه دې ښار ته واستول شول خو وروسته بیا له هغه ځایه ووتل.
اسراییلو هم په سویدا کې چې دروزي لږکي یې اکثریت اوسیدونکي دي، پر دولتي ځواکونو چې عملا یې د بدويانو پلوي کوله، بمباري وکړه.
د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمدالشرع چې د بدوي قبیلو پلوي دی لومړی پر دروزیانو انتقاد کاوه خو وروسته یې له بدویانو وغوښتل چې له ښاره ووځي.
د اسراییل پوځ د غزې د مرکزي سیمو اوسېدونکو ته ویلي چې له خپلو مېنو ووځي

د اسراییل پوځ د غزې د ځینو مرکزي ناحیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.
د دې عملیاتو په نتیجه کې به د دیرالبلاح او جنوبي رفح او خان یونس ښارونو ترمنځ لارې بندې شي.
په دې ناحیو کې چې د تخلیې خبرداری ورکړل شوی، هغه سیمې هم شامل دي چې ډېرې نړیوالې مرستندویې موسسې پکې فعالې دي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ په قطر کې د اوربند په اړه خبرې روانې دي، خو نړیوال منځګړي وايي چې په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
د غزې څه باندې دوه میلیون وګړي د اسراییلو پر خاوره د حماس ډلې له حملې او ورپسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړه له پیل وروسته د یوه بشري ناروین په حالت کې ژوند کوي.
ټرمپ: د ایران ویشتل شوې اټومي بټۍ د بیا فعالیت لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي.
ټرمپ پرون شنبه پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) ولیکل " هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي" چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل.
د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بیرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي.
په تیره جون میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ( ان.بي.سي) خبري شبکې ویلي، د ایران د دریو اټومي بټیو له ډلې چې امریکا برید پرې کړی، یوه یې بشپړه ویجاړه شوې او دوه نورې به یې تر دوو میاشتو پورې بیرته د یورانیمو پخول پيل کړي.
د سوریې په سویدا کې فرقه یي جګړه دریدلې، نژدې شپږ سوه کسان په کې وژل شوي

د سوریې په سویدا ښار کې جګړه دریدلې او چارواکي وایي، سیمه له بدوي وسله والو پاکه شوې ده.
رویټرز خبري اژانس پرون شنبه ناوخته د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، بدوي قومي جنګیالي وروسته له هغه په شا شول چې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل شو.
په سویډا کې له یوې اونۍ راهیسې د دروزي ټولنې او بدوي یا کوچي قبیلې ترمنځ فرقه یي نښتې پيل شوې وې.
د سوریې د بشري حقونو د څار کمیسیون ویلي، دغو نښتو کې ۵۹۴ تنه وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۰۰ کورنۍ د همدې تاوتریخوالي له کبله کډه شوي دي.
په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.
په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.
په غزې کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سیمې په جنوب کې دوو مرستندویه مرکزونو ته نژدې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمود بصل فرانسپرس ته ویلي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه د خانیونس په جنوب لویدیځ کې، او څلور نور د رفح په شمال لوېدیځ کې وژل شوي دي.
یوه عیني شاهد ویلي: "خلک د خوړو اخیستلو لپاره راغلي وو، چې د اسراییلي سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې."
د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې ادعاوو په اړه پلټنې کوي.
له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، هلته بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی، تر دوه میلیونه زیات خلک له سختې لوږې او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دي، او د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
د مرستو د وېش پر مهال د خلکو وژل، په تېره بیا په ډزو، اوس په یوه معمول بدل شوی دی.
په ایران کې ۳ تنه د جنسي تېري په تور اعدام شول

د ایران قضايي چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې درې نارینه یې د جنسي تېري په تور د هیواد په شمال کې اعدام کړي دي.
د ایران د قضایيه قوې د خبري اژانس، میزان د راپور له مخې، د ګلستان ولایت د محکمې رئیس، حیدر آسیابي ویلي، دا حکم نن سهار د ګلستان ولایت د مرکز، ګرګان ښار په محبس کې دننه عملي شوی دی.
د ایران د قوانینو له مخې، د قتل او جنسي تېري سزا اعدام ده.
د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، ایران له چین وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کېږي.
د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ، (د جولای ۱۹مه) د دروزي ټولنې په زړه کې د تېرې اوونۍ د مرګ ژوبلو نوې شمېره اعلان کړه.
د دغه لندن مېشتيغیر حکومتي بنسټ په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱۸ تنه په سویدا ولایت کې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ۱۴۶ تنه د دروزي لږکیو وسله وال او ۲۴۵ ملکي کسان شامل دي، چې ۱۶۵ تنه یې د سوریې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لهخوا «په خپلسري» ډول اعدام شوي دي.
دا نښتې د ۲۸۷ دولتي سرتېرو او ۱۸ بدوي جنګیالیو د وژل کېدو سبب شوي هم دي، او درې بدویان بیا د دروزي جنګیالیو لهخوا «په خپلسري» ډول اعدام شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ همداراز وايي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې سوریې ۱۵ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
د سوریې د جنوب د نښتو د قربانیانو د شمېر د زیاتوالي له راپور سره هممهاله، د دې هېواد ولسمشر احمد شرع د شنبې په سهار په سویدا ولایت کې د اوربند د اعلان خبر ورکړ.