افغانستان
طالبان: ترکیه د افغانستان د پوهنې پرخه کې مرستې ته چمتو ده
طالبان وايي، د کابل لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال ویلي، ترکیه د افغانستان د پوهنې پرخه کې مرستې ته چمتو ده.
ارګ چې د طالبانو په کنټرول کې دی په یوه اعلامیه کې ویلي چې اونال د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په پرونۍ کتنه کې دا خبره کړې ده.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترکیې سفیر په خپلو خبرو کې ویلي، د ترکیې پانګوال د افغانستان پر کانونو، برښنا او کرنې پانګونې ته لېوالتیا لري.
تر اوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ترکیه له ګوتو په شمېر هېوادونو ده چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په ننګرهار کې ۱۸ تنه نیولي دي
طالبانو په ننګرهار کې اتلس تنه نیولي دي. دا کسان په شنیوارو ولسوالي کې په دې تور نیول شوې دي چې په پاکستاني روپیو یې راکړه ورکړه کوله.
په ننګرهار کې د پولیسو د بیان له مخې چې نن خپور شوی دی، نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
د طالبانو د نوي قانون له مخې په افغانستان کې په بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول پاکستاني روپیو پیرل او پیرودل منع دي.
وروسته تر دې چې د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو جګړه وشوه او لارې بندې شوې، د کابل او اسلام اباد اړیکي لږ ډيرې ترینګلي شوې دي او په افغانستان کې د پاکستاني روپیو پر راکړه ورکړه بندیز سخت شوی دی.
واشنګتن د لسګونو هیوادونو اتباعو ته د کډوالۍ د ویزو بهیر دروي
د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان په ګډون د پنځه اویا هیوادونو اتباعو ته د کډوالۍ د ویزو بهیر دروي.
د ویزو د نه ورکولو دا امر به د جنوري له یو ویشتمې پلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې دا خبر ورکړ، خو د هیوادونو بشپړ لست تر اوسه نه دی خپور شوی.
د ځینو رسنیو په وینا په هغو هیوادونو کې چې وګړیو ته به یې د کډوالۍ ویزې نه ورکول کیږي، د افغانستان، پاکستان او سومالیا نومونه یاد شوې دي.
په ننګرهار کې ۱۴ تنه ټپیان شوي
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالي کې یوې چاودنې څوارلس تنه ټپيان کړې دي.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني نن وویل چې دا کسان د چهارشنبې په ماسپښین د بټي کوټ ولسوالي په سپین خور سیمه کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له امله ټپيان شوې دي.
د سرچنې په وینا د ګازو دا ډبه په یوه هوټل کې چاودلې او ټول ټپيان د هوټل کارکوونکي دي.
د دې پیښې ټپيان روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ، له هیواده بهرلیګونو کې پر لوبغاړو د لوبیدو شرایط ولګول
د افغانستان کرکټ بورډ د یوې نوې پالیسۍ له مخې د افغانستان د کرکټ غوره لوبغاړي لکه راشد خان کولی شي چې په کال کې په دریو بهرنیو تجارتي لیګونو کې ولوبوي، خو په کورنیو سیالیو کې یې ګډون هم حتمي دی.
کرکټ بورډ پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې دغه پریکړه د بورډ په کلنۍ عمومي غونډه کې شوې او هدف یې دادی چې
"د لوبغاړو فزیکي روغتیا او ذهني هوساینه خوندي شي".
په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې "دا اقدام د لوبیدو د فشار د مدیریت لپاره شوی او غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې لوبغاړي د ملي لوبو لپاره په ښه وضعیت کې وي."
د بیان له مخې ټول لوبغاړي باید د افغانستان د غوره لیګ پنځو ټیمونو لپاره چې ټاکل شوې لوبې یې د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، حاضروي.
د آل رونډر ستوری راشد خان د هند، متحده عربي اماراتو، امریکا، جنوبي افریقا او انګلستان د کرکټ په لیګونو کې لوبیږي.
د هغه نورهمکاران، نوراحمد، مجیب الرحمان، رحمن الله ګربز او ځوان لوبغاړی الله محمد غضنفر هم په نړۍ کې په څو لیګونو کې لوبېږي.
د رویترز په وینا په نورو هیوادونو کې هم ورته محدودیتونه شته. پاکستان خپلو مهمو قراردادي لوبغاړوته د پاکستان له غوره لیګ څخه بهریوازې دوو بهرنیو لیګونو کې د لوبیدو اجازه ورکړې، پداسې حال کې چې هند خپل قراردادي نارینه لوبغاړي نه پریږدي چې په هیڅ یوه بهرني لیګ کې برخه واخلي.
د ژغورنې نړیواله کمیټه: په افغانستان کې اولس ملیونه وګړي بیړنو مرستو ته اړتیا لري
د ژغورنې نړیواله کمیټه ، (IRC) وايي اوسمهال په افغانستان کې ۱۷ ملیونه خلک خوراکي مرستو ته بیړنۍ ارتیا لري.
خبرپاڼه وايي د افغانستان په سختو زیانمنو سیمو کې ددغې کمیټې څیړنې د لوږې دبحران ژوروالی څرګندوي او لدی امله یې په بامیان ، کنړ او هرات ولایتونو کې خوراکي مرستې زیاتي کړي دي.
د IRC موندنې ښيي چې ددوی لخوا په ترسره شوې سروې کې د ۹۵ سلنه ګډونوالو خوراکي مصرف کمزوری دی چې خوړو ته ناکافی لاسرسی ښيي.
۹۵٪ نورو ویلي چې د ژوند ستونزې ګالي ، پیسې له نورو په پور اخلي او خپل طبي معاینات هم ځنډوي .
د ژغورنې د نړیوالې کمیټې موندنې ښيي چې د شپږو میاشتو څخه د کم عمر ۹۳٪ کوچنیانو او ۸۴٪ د دوو کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته د مور شیدې ورکول کېږي او دیته په کتو اټکل کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۱.۲ ملیونه امیندواره یا شیدې ورکوونکې میرمنې د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
(IRC) له ۱۹۸۸ کال راهیسې افغانستان کې فعالیت لري او په تیر ۲۰۲۵ کال کې یې ۵ ولایتونو کې ۷۸۰ زره کسانو سره مرسته کړې.
د طالبانو د حکومت مالیې وزارت: پر پخواني نظام د داخلي بنسټونو پورونه یې تصفیه کړي دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پخواني حکومت څخه په نظام باندې د داخلي بنسټونو ۳.۳ ملیارډ افغانۍ پور یې تصفیه کړی دی.
د طالبانو د حکومت مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا پیسې حقیقي او حکمي اشخاصو ته د ۱۴۰۲ مالي کال څخه د ۱۴۰۴ مالي کال د لیندۍ میاشتې ترپایه پورې د عمومي بودجې له لارې تادیه سوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې دا اقدام داقتصادي ثبات او دوامدارې ودې لپاره شوی او په خصوصي شرکتونو مالي فشار کموي.
دا جزئیات نه دي ورکړل شوي چې له تیر حکومت څخه په نظام باندې څومره نور پورونه پاته دي خو مالیې وزارت وايی ټول هغه اشخاص او بنسټونه چې په نظام باندې دا ډول پورونه لري له اړینو اسنادو سره دې دغه وزارت ته مراجعه وکړي.
د کرکټ د نولس کلنو جام سبا پیلیږي. افغانستان لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ ترسره کوي
ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبې د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.
د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.
افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د دې سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.
د طالبانو ویاند: په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دا مهال د پوهنې وزارت تر چتر لاندې په هیواد کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي. د هغه په وینا، نږدې دوه نیم میلیونه زده کوونکي په دغو مدرسو کې پردیني زده کړو بوخت دي.
ښاغلي مجاهد د کندهار ولایت په یوې جهادي مدرسې کې د وینا پر مهال وویل چې طالبانو دیني او جهادي مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د طالبانو ویاند همدارنګه ادعا وکړه چې عصري علومو ته هم پام شوی او ویې ویل چې ۱۲ میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې "د عصري علومو په زده کړه بوخت دي." مجاهد زیاته کړه چې ښوونیز نصاب هم "اصلاح" شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې او ښځې له منځنیو، ثانوي او لوړو زده کړو راګرځول شوې دي.
یوشمیر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو ډلو پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته د دیني مدرسو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغو مدرسو کې زده کونکي د افراطیت لورته هڅول کیږي.
یونیسف: په افغانستان کې روان ۲۰۲۶ کال له یولس نیم ملیون زیات ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف وايي، په ۲۰۲۶ کال کې اټکل کېږي چې په افغانستان کې به ۲۱،۹ میلیونه کسان چې ۱۱،۶ ملیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یونیسف په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي چې په دې هیواد کې د خوندیتوب بحران لا ژور شوی او د زیږون پرعمربرابرې ښځې، ماشومان، ځوانان او منزوي شوې ډلې له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې په بېړني ډول ۹۴۹،۱ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري تر څو ۱۲ میلیونه کسانو ته، چې په کې ۶،۵ میلیونه ماشومان شامل دي، د ژوند ژغورنې مرستې او بنسټیز خدمتونه چمتوکړي. د دې ادارې په وینا دا پانګونه به د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د ټولنو اوږدمهاله تیاری او مقاومت پیاوړی کړي. یونیسف ویلي، له افغانستان سره دا ملاتړ ځکه ډیرمهم دی چې په دې هیواد کې هر ماشوم ته د ژوندي پاتې کېدو او ودې فرصت برابر شي.
دکرکټ د ۱۹کلونو ملي لوبډله نن سره سریلانکا سره لوبه لري
ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبې د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله په یوه تمریناني لوبه کې له سریلانکا سره مخامخ شي.
دا لوبه به چې د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجود نامیبیا په پلازمینه ویندهوک کې پیل شي، د نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي په ترڅ کې ترسره کیږي. تردې مخکې افغانستان د یکشنبې په ورځ په تمریناتي لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام د جمعې په ورځ د مرغومې په ۲۵ د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.