افغانستان
طالبانو له تاجکستان سره د برښنا د پېرلو په موخه قرارداد لاسلیک کړی

د افغانستان برښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي، د ۲۰۲۴ کال لپاره له تاجکستان څخه د برښنا د پېرلو د یوه قرارداد خبر ورکړی دی.
دې شرکت نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه قرارداد په ترکیه کې د برښنا شرکت د اجرایوي عمومي رییس ملا محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د برښنا سهامي شرکت د رییس محمد عمرعصازاده ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د برښنا شرکت همدارنګه ویلي چې دواړو لورو له تاجکستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د نویو مزو د غځولو پر مسئلې هم خبرې وکړې او ویل شوې چې تاجکستان له دې کارسره لېوالتیا ښکاره کړه.
له تاجکستانه د نوي کال لپاره د برښنا د پېرلو قرارداد داسې مهال کېږي چې د کابل په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې خلک په روان ژمي کې د برښنا له ډېرو پارچاویو شکایت کوي.
افغانستان په وروستیو دوو لسیزو کې د خپلې اړتیا وړ ډېره برښنا له تاجکستان، ازبکستان ترکمنستان او ایران څخه وارده کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې څلور نیم میلیونه ډالر مرسته وکړه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د هوا له لارې د بشري مرستو د رسولو لپاره د څه باندې څلور نیم میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف د سې شنبې په ورځ وویل چې د اروپایي ټولنې په څلور میلیونه او شپږ لکه ډالرو مرستې به د افغانستان لرې پرتو سیمو ته خوراکي مواد ورسیږي.
د راپورونو له مخې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان دننه تر یوزر شپږ سوه ډیرې الوتنې شوې دي چې نړیوالې مرستې یې اړمنو کسانو ته په لرې پرتو سیمو کې رسولې دي.
په ایران کې یو بل افغان اعدام شو

د هه نګاو په نوم د بشري حقونو موسسې د سې شنبې په ورځ په ایران کې د یوه افغان د اعدام خبر ورکړ.
د دې افغان نوم نه دی یاد شوی خو تخلص یې احمدي دی چې د خراسان رضوي ښار د تایباد په مرکزي زندان کې د یکشنبې په ورځ په دار ورځړول شو.
دا کس د مخدر موادو په تور اعدام شوی دی.
سږکال په ایران کې په لسګونو افغانان اعدام شوې دي. په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو د موسسې مشر محمود امیري په اوړي کې ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوه زره پنځه ویشتم کال له پيله د جون میاشتې تر نیمایي پورې د ایران په زندانونو کې څلویښت افغانان اعدام شوي دي. د همدې موسسې د راپورونو له مخې پروسږکال ایران اتیا افغانان اعدام کړي وو.
په دره نور کې زلزلې یو شمیر کسان ټپيان کړي

د ننګرهار په دره نور کې زلزلې پنځلس تنه ټپيان کړې دي.
په دره نور ولسوالي کې روغتیایي چاروکو پرون ناوخته وویل چې دا ټپيان روغتون ته انتقال شوې دي.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله د سې شنبې په ورځ له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه.
د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.
طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د جمهوري نظام د وخت د اوبو یوه پروژه دې بیرته پیل کړي

طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د نوي کابل د څښاک اوبو پروژه بیرته پيل کړي.
دا پروژه چې د جمهوري نظام پرمهال په دوه زره شلم کې د جاپان نړیوالو همکاریو د ادارې( جایکا) په مرسته د څلرویشت میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پيل شوې وه، د نظام له سقوط سره یې چارې ودریدې.
په کابل کې پرون د طالبانو د اقتصاد وزارت چارواکو د جاپان د سفارت له غړیو سره د خبرو پرمهال د دې پروژې د کار د بیا پيل غوښتنه وکړه.
یوشمیر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي په راتلونکو څو کلونو کې په کابل کې ترمځکې لاندې د اوبو سرچینې وچې شي.
په زرګونو افغانان له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ افغانستان ته ستنیدلي

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ له لس زرو ډیر افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر نن( سې شنبه) په یوه بیان کې وویل چې له له نهه زره پنځه سوه ډیر کډوال له پاکستانه او نژدې څوارلس سوه له ایرانه ستنیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، د کال له پیل راهیسې له شپږ لکه دوه شپیته زره څخه ډیر افغانان له پاکستانه، افغانستان ته تللي دي.
همداراز د کال له پيله ایران د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه باطل کړي او له خپلې خاورې یې د نژدې دوه میلیونه افغانانو د ایستلو بهیر پيل کړی دی.
طالبانو د جولای په دیرشمه ویلي و چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې یو میلیون او اته لکه افغانان له ایرانه اخراج شوې دي.
ننۍ زلزلې په ننګرهار کې یوشمیر کورونه نړولي دي

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قریشي بدلون وایي چې د ننۍ زلزلې له امله د ننګرهار په دره نور ولسوالي کې یوشمیر کورونه نړیدلي دي خو چاته د سر زیان نه دی اوښتی.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه.
په کابل کې هم دا زلزله احساس شوې ده.
د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.
یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره( یونیسف) وایي، د افغانستان راتلونکې په تعلیم ولاړه ده او طالبان باید له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د یونیسف د ماشومانو د حفاظت د برخې مشرې سین ګوپتا نن ( د سپتمبر ۲۳ مه) وویل چې ښوونځي هم د زده کړې لپاره مهم دي او هم د دې لپاره د ښوونځیو پرانیستل مهم دي چې په کم عمر نجونې واده نه شي.
یونیسف او د بشري حقونو ډلو تر دې مخکې هم د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې پر طالبانو غږ کړی دی چې له شپږ ټولګي ورپورته ښوونځي پرانیزي، خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او په افغانستان کې د دې بندیز له امله په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو پاتې شوې دي.
په ختیځ کې زلزله شوې

د افغانستان په ختیځ کې نن یوه زلزله شوې چې تراوسه پورې یې د زیانونو راپورندی ورکړل شوی.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پیژندنې مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښترپه کچه د ۴،۹ ثبت کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د جلال په ۲۳ کیلومترۍ کې ۳۰ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې هم احساس شوي دي. تردې وړاندې د اګسټ په ۳۱ په سیمه کې ریښترپه کچه ۶،۱ زرورې زلزلې ترټولو ډیرزیانونه په کونړولایت کې خلکو ته اړولي و. د طالب چارواکو د شمیرو له مخې هغې زلزلې شاوخوا ۲ زره دوه سوه کسان وژلي او له ۴ زرو زیات ټپیان کړي و.
له هغې زلزلې وروسته په سیمه کې د ډیرو نورو زلزلو ټکانونه هم احساس شوي دي.
د قاچاقي سفرونو یو خطرناک ډول، یو ۱۳ کلن افغان ماشوم تر الوتکې لاندې ځان تر هنده رسولی

هندي رسنیو ویلي، هغه ۱۳ کلن افغان ماشوم چې د کام ایر الوتکې د ټایر په ځای کې یې ځان په قاچاقي ډول له کابله، تر نوي ډیلي رسولی و، ژوندی پاته دی او بیرته کابل ته لیږل شوی دی.
د هندوستان ټایمز په ګډون ګڼو هندي رسنیو پرون دوشنبه د نوي ډیلي د اندراګاندي هوایي ډګر د مسولانو په حواله ویلي، دغه پيښه د کام ایر د یکشنبې ورځې په پرواز کې شوې ده.
دغه ماشوم امنیتي مسولانو ته ویلي، په پټه د کابل هوایي ډګر ته ننوتلی او له الوتنې مخکې یې ځان تر الوتکې لاندې د ټایر یا د ناستې ګېر په خالیګا کې پټ کړی.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تیارې لاندې ځان پټول د قاچاقي کډوالۍ یو ډول دی چې اکثره په لوړه ارتفاع کې د سړې هوا او اکسیجن د کموالي له کبله د مړینې لامل کیږي.
د هندوستان ټایمز په لیکنه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې هغه دوه نرینه مړه وموندل شول چې له ډومینیک جمهوریت نه د امریکا فلوریدا ته د الوتکې لاندې د ټیرونو خالیګا کې پټ شوي وو.
بامیانو کې ۱۰ تنه په ( قومي شخړه) کې ټپيان شوي

په بامیانو کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه په یوه شخړه کې ټپیان شوي دي.
په بامیانو کې د طالبانو د حکومت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه شخړه تیره شپه په شیبر ولسوالۍ کې د قومي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې.
وړاندې راغلي چې بریدګر یوه جومات ته ننوتلي او هلته یې پر خلکو د کلاشینکوف ډزې او چړو او سوټیو ګزارونه وکړل.
د خبرپاڼې له مخې د محمد کیچه په کلي کې د شوې دغې شخړې په تړاو ۶ تنه نیول شوي دي.
وړاندې راغلي چې د پیښې پلټڼه پيل شوې.