افغانستان
د خوړو نړیوال پروګرام: ۴ میلیونه افغان ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي
![تصویر له ارشیفه](https://gdb.rferl.org/007e0000-0aff-0242-6af6-08d9be266b10_w250_r1_s.jpg)
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي، څلور میلیونه ماشومان او میندې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.
دې سازمان نن د (ډیسمبر۲۳) پر خپلې اېکس شبکې (پخواني ټویټر) له دې پروګرام سره د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو له مرستې مننه کړې ده.
د ډبلیو اف پي په خبره، دا مرستې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره لګول کیږي.
له دې وړاندې، د امریکا د متحدهایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه ویلي، په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت ډېرې میندې دې ته مجبوري کړي چې خپلو ماشومانو ته د ارامېدو لپاره د انټي هسټامین په نوم درمل ورکړي
دا درمل چې نشه راوړونکي دي، د مسومیت لپاره کارول کېږي.
دې کمېټې پرون ناوخته خبرپاڼه کې زیاته کړې، په افغانستان کې همدا اوس له ۱۲ میلیونه زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي، ۳ میلیونه ماشومان سختې خوارځواکۍ نیولي او د بودجې د کمښت له امله له ۱۰ میلیونه بېوزلو افغانانو سره د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون د مرستندویه ادارو بېړنۍ مرستې هم بندې شوي دي.
د متحدهایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په خبرپاڼه کې د هغو ۲ میلیونه کورنیو د بد وضعیت یادونه هم شوې چې سرپرستې یې ښځې کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
فراه کې چاودنې دوه کسان مړه او درې ټپيان کړي
![په چاودنه کې د تخریب شوي موټر عکس - پخوانی](https://gdb.rferl.org/befac884-d343-4422-ba56-2221c59386ae_w250_r1_s.jpg)
د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
محمد اسماعیل زاهد وویل چې د دغو کسانو موټر د دوشنبې په ماسپښین هغه مهال د سړک غاړې په ماین ور برابر شو چې دوی د بار لپاره فراه ته روان وو.
د هغه په وينا، ماین له پخوا څخه پاتې و.
د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت چارواکو پر طالبانو تور لګولی چې په هیواد کې واک ته له رسیدو دمخه یې د سړک غاړې ماینونه ښخ کړي وو.
په هغه وخت کې، د ځمکنیو ماینونو چاودنو ډیری ملکيانو ته تلفات اړول.
د ناروې شورا د امریکا د مرستو د ځنډېدو په خاطر افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه
![د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه](https://gdb.rferl.org/0ff60000-0aff-0242-ced1-08d9a439c3a4_cx0_cy12_cw0_w250_r1_s.jpg)
د ناروې د کډوالو شورا، نن اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډ له امله یې د افغانستان په ګډون په څو هیوادونو کې خپل بشري فعالیتونه وځنډول.
دې شورا په یوه بیان کې ویلي دا لومړی ځل دی چې دوی اړ شوي چې د جګړې، ناورینونو او بې ځایه کیدو څخه اغیزمن شوي نږدې ۲۰ هیوادونو کې د سلګونو زرو خلکو لپاره روان او بیړني بشري فعالیتونه وځنډوي.
په بیان کې ویل شوي چې د ناروې د کډوالو شورا اړ ده د افغانستان په شمول په ګڼو هېوادونو کې خپل مرستندویه کارکونکي له دندو ګوښه کړي، او ډیر ژر به په بورکینا فاسو او د سوډان په دارفور سیمه کې د امریکا لخوا تمویل شوي مهم بشري پروګرامونه وځنډوي.
دې شورا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرستو یو میلیون او شپږ لکه کسانو سره مرستې کړې دي.
د امریکا ولسمشر په یوه اجرايي فرمان سره د دغه هېواد بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي د امریکا هر ډالر چې مصرفیږي باید د امریکا د امن، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره وي.
طالبانو د سعودي په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده
![د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-fd49-08dca6fa6d2e_cx0_cy10_cw0_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سعودي عربستان په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، په یوه بیان کې وویل چې دوی دا "ناممکن، د منل شویو حقایقو سره په ښکاره تضاد کې، او د سعودي عربستان د حاکمیت سرغړونه ګڼي."
په دوام کې دا هم راغلي چې "فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده، او تر هغه چې اشغال دوام ومومي او د فلسطیني خلکو حقونه تر پښو لاندې شي، غزه او سیمه به بې ثباته پاتې شي، او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه نه دی."
د اسراییلو صدراعظم، د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل چې ریاض کولی شي د سعودي عربستان دننه یو فلسطیني دولت جوړ کړي.
نتانیاهو دا تبصره وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ متحده ایالات د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او خلک یې بل ځای کې هستوګن شي.
طالبانو په ارزګان او غزني کې پنځه کسان په عام محضر کې په درو وهلي
![د سزاګانو د تطبیق یوه صحنه](https://gdb.rferl.org/da39a999-36b2-4420-8679-18ef5f90bea4_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې د خاص ارزګان ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د پریکړې سره سم، دوه کسان د قتل او لواطت او یو بل له واده بهر اړیکو په تور په دې ولایت کې په دُرو وهل شوي.
په بیان کې وړاندې راغلي چې له پاس کسانو یو تن په یو کال بند او ۳۹ درو، بل نفر په یو کال او شپږ میاشتې بند او ۳۰ درو، او دریم کس هم په شپږو میاشتو بند او ۳۹ درو محکوم شوی.
د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې هم دوه سړي د زنا په تور هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي.
د بیان له مخې، دوه کسان هم په درې کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوي.
په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، دوی سلګونه کسان په مختلفو تورونو په درو وهلي دي.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو سازمانونو له خوا د جسمي سزاګانو د بندولو لپاره له پرله پسې غوښتنو سربېره خلکو ته سزاوې ورکوي.
دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه
![افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره](https://gdb.rferl.org/d0a244d6-0eff-47fd-7b3b-08dd3bb48444_cx0_cy15_cw0_w250_r1_s.jpeg)
دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه. په دې ټیم کې د افغانستان څو لوبغاړي له هغې ډلې ګلبدین نایب او قیس احمد هم شامل دي.
ګلبدین نایب تر پایلوبې د دوبۍ د ټيم د رسولو په برخه کې ډېره ونډه درلوده داسې چې څو واره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې.
دوبۍ ټیم د ډیزرټ وایپرز له خوا د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ او پایلوبه یې د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.
د متحده عربي اماراتو په تجارتي لیګ کې ګلبدین نایب د مینه والو له خوا د ټورنمنټ اغېزناکه لوبغاړی بلل شوی.
بل افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي بیا د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ کې په ۲۱ ویکټو مخکښ بالر شوی.
سالنګونه او څو نورې لارې د درنو واورو له امله تړل شوي
![د سالنګونو لویه لار](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-b21b-08daf3f805fc_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان څو لویې لارې د شدیدو واورو له امله تړل شوي دي. د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تایید کړې چې د یکشنبې له ماښامه د سالنګونو لویه لار د ټرافیک په مخ تړلې ده.
هغه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دید د ساحې دمحدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په هدف دا لار د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې.
هغه ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د طوفان د کمېدو سره سم؛ لاره پاکه او د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.
اخوا د راپورونو له مخې د دایکندي او بامیانو لویه لار په قوناق کوتل سیمه کې د درنې واورې په سبب تړل شوې ده.
د هوا پيژندنې ادارې د اټکل په اساس د افغانستان په څه باندې ۲۵ ولایتونو کې درنې واورې کېږي چې ورسره د لارو د تړل کېدو خطرونه هم رامنځته شوي.
مککال: ولسمشر ټرمپ باید افغان پناه غوښتونکي د تعلیق له فرمانه مستثنی کړي
![د استازیو جرګې جمهوريپاله غړی مایکل مککال](https://gdb.rferl.org/07bf0000-0aff-0242-c7a1-08da3e5ed7bd_w250_r1_s.jpg)
د امریکا د استازیو جرګې غړي مایکل مککال له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د بیا هستوګنې او انتقال د پروسې له ځنډ لاس واخلي.
مککال مخکې د کانګرس په مخکینۍ دوره کې د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وو.
هغه بېګا له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره یاده کړه.
«دوی د کډوالۍ دا ځانګړې ویزې اس آی وي یا پي ۱ او پي ۲ لري. او زما په نظر دوی باید د اس آی وي له لارې مخکې پرېښودل شي. هغوی بررسي شوې د نورو هغو ډلو په نسبت چې دوی یې په اړه غږیږي. هغوی زموږ له پوځیانو سره کار وکړ څو طالبان مات کړي چې متاسفانه بایډن ورته تسلیم شو. خو ښکاري چې باید موږ په خپله خبره ودریږو که نه په بله جګړه کې به بیا هېڅوک په موږ باور ونه کړي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو د بیا هستوګنې او انتقال پروسه تر دریو میاشتو ځنډولې چې ورسره د افغانانو د انتقال پروسه هم ځنډېدلې.
امریکا زرګونو افغانانو ته د کډوالۍ د ویزو ژمنې ورکړي او ګڼ دا افغانان د خپلو دوسیو د پروسس لپاره په پاکستان، فیلیپین او څو نورو هېوادونو کې انتظار باسي.
پولیسو ته د پېښور د محکمې امر، افغانستان ته له تلونکو لاریو غیرقانوني پیسې مه اخلئ
![د پېښور لوړه محکمه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-7f5e-08dc11d56096_w250_r1_s.jpeg)
د پېښور لوړې محکمې د خیبر پښتونخوا او مرکزي حکومتونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو له لېږدونکو موټرو څخه غیرقانوني پیسې وانه خلي او یوازې په هغو امنیتي پوستو کې یې تلاشي واخلي چې له کراچۍ څخه تر تورخم پورې پر ملي لویو لارو جوړې شوي دي.
دا پرېکړه د قاضي شکیل احمد او قاضي ثابت الله خان، له خوا د افغان ټرانسپورتي اتحادیې (ATU) د مشر محمد نور احمدزي د غوښتنې پر بنسټ وشوه.
نوموړي په خپله عریضه کې ویلي چې پولیس او نورې امنیتي ادارې د امنیت او مخدره موادو په پلمه باروړونکي موټر تلاشي کوي او له چلوونکو څخه په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.
د نورستان په نورګرام کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژل شوي
![Afghanistan -- North East Afghanistan province Nuristan full map نقشه نورستان graphic, 26 October 2016](https://gdb.rferl.org/B3AB29A1-EA5C-4811-9AAF-8276F6470CB0_w250_r1_s.png)
وسله والو کسانو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې پر یوه کور په برید کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د نورګرام ولسوال په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن یکشنبه (د سلواغې په ۲۱) په میري کلي کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د یادې ولسوالۍ طالب چارواکي د پېښې ځاي ته تللې او هڅه کوې چې د وژونکو او وژل شوو کسانو د کورنیو ترمنځ د نور تاوتریخوالي مخه ونیول شي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې پېښې انګېزه خپل منځي اختلاف دی.
د ترکیې پولیسو ۲۴ بې اسناده افغان کډوال نیولي
![](https://gdb.rferl.org/1c168631-5939-44a3-a6f7-770510394260_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې پولیسو نن (یکشنبې) په اماسیا ښار کې د یوه باروړونکي موټر تر پلټنې وروسته ۲۴ بې اسناده افغان پناه غوښتونکي وپېژندل او ونیول.
دغه کسان په هغه لارۍ کې پټ شوي وو، چې خام ربړ یې لېږدول.
د پولیسو د راپور له مخې، لارۍ، چې اصلاً د روسیې وه، او له ۸۰۰ کیلومتره سفر وروسته د اماسیا ښار ته رسېدلې وه.
د ترکيې رسنیو راپور ورکړی چې دا لارۍ له روسیې ترکیې ته داخله شوې وه او سوداګریز توکي یې لېږدول، خو د پولیسو له خوا ودرول شوه.
پولیسو د موټر چلوونکی د غیرقانوني کډوالو د لېږدولو په تور نیولی دی.