د میدان وردګ یو شمېر بزګران وايي دوی له خپلو ځمکو څخه ګڼ شمېر حاصلات لري خو وايي، د عصري کرنیزو امکاناتو د نشتوالي له امله له دغو حاصلاتو سمه ګټه نه شي اخیستلی.
دا کرونګر زیاتوي چې چارواکي دې ورته د بادامو، شړشمو او نورو حاصلاتو د پروسېس ماشینونه ورکړي.
دوي وايي، ددغه ولایت اکثر بزګران لاهم د حیواناتو په مرسته یو شمېر حاصلات پروسېس کوي.
ځايي طالب مسولین وايي هڅه کوي بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
په دې اړه زموږ د همکار د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ: