خبرونه
ملي مقاومت جبهې د ۸ طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د طالبانو ضد د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کابل او نورستان ولایتونو کې یې لږ تر لږه اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د خپلې دې ادعا لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.
دغې جبهې نن چهارشنبې پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر ادعاکړې چې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ګندله بوک سیمه کې یې د لیندۍ یا قوس په شلمه د شپې مهال د طالبانو پریوې قرارګاه برید کړی، دوه طالبان یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې همدارنګه ویلي چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د یوه برید پر مهال یې د حاجي جیلاني په نوم د طالبانو یو قومندان او د هغه یوساتونکی وژلي دي.
د طالبانو د حکومت ویندویانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې دې ته ورته ډېرې ادعاوې رد کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
برتانوي صدراعظم کیر سټارمر له ولسمشر ټرمپ سره واشنګټن ته تللی

د برتانیا صدراعظم کیر سټارمر د چهارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ ۲۶مه) د هېواد د دفاعي بودیجې د زیاتوالي له اعلان وروسته واشنګټن ته سفر وکړ.
د اسوشیټیډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، لکه څنګه چې واشنګټن هڅه کوي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، ښاغلی سټارمر هیله لري چې دا سفر به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کولو کې مرسته وکړي، څو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
د سټارمر سفر د امریکا بهرنۍ پالیسي بدلون ته په کتو ترسره شوی
واشنګټن ته د برتانیا د صدراعظم سفر په داسې حال کې شوی چې ولسمشر ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ په لومړیو اونیو کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په بدلون لاس پورې کړی دی.
په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د دې اونۍ په پیل کې واشنګټن ته تللی و او هلته یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې کییف به په خبرو اترو کې ونډه ولري او امریکا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
د اتلانو جام، نن کوربه پاکستان او بنګله دیش لوبه کوي

د چمپینز ترافۍ یا اتلانو جام د لوبو په ترڅ کې نن په اې ګروپ کې کوربه پاکستان له بنګله دیش سره لوبه کوي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د راولپنډۍ په کریکټ لوبغالي کې پيلیږي.
پاکستان او بنګله دیش دواړو خپلې دوه لومړنۍ لوبې بایللي دي.
بل لورته افغانستان سبا جمعه په دغه جام کې خپله دریمه لوبه له استرالیا سره کوي.
افغانستان پرون په خپله دویمه لوبه کې انګلستان ته په یوه هیجاني لوبه کې ماته ورکړه.
د روسیې او اوکراین جګړه، شمالي کوریا د روسیې ملاتړ ته تازه دمه سرتیري لیږلي

د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې وایي، شمالي کوریا روسیې ته نور پوځي سرتیري هم استولي دي.
دوی د پنجشنبې په ورځ ( د کب نهمه) وویل چې د دغو پوځیانو یوشمېر یې له اوکراین سره پر پوله کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
د جنوبي کوریا YTN تلویزیون د خپل هېواد د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړی چې روسیې ته د تازه دمه استول شویو کوریایي پوځیانو شمېر معلوم نه دی.
تر دې وړاندې جنوبي کوریا او لویدیځو هېوادونو ویلي وو چې شمالي کوریا تېر کال شاوخوا ۱۱ زره سرتیري روسیې ته لیږلي وو چې د اوکراین په ضد جګړه کې ورسره مرسته وکړي.
په اوکراین کې د روسیې جګړه روانه اونۍ ( د فبرورۍ په ۲۴مه) څلورم کال ته واوښته.
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د ( ناکامه) وتنې هر اړخ څیړو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست وایي، دوی له افغانستانه د خپلې " ناکامې" وتنې هر اړخ په بشپړ ډول څيړي.
نوموړي پرون د کابینې په غونډه کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کې و وویل، پلان لري چې له افغانستانه د وتلو پوره حساب کتاب وکړي.
د دفاع د وزیر د خبرو پر مهال ډونالډ ټرمپ بیا وویل، د هغې ډلې په کارونو کې لوی پرمختګ نشته چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي.
د ټرمپ ادارې د خپلو کمپاینونو پر مهال هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته امریکا خپل ټول ځواکونه د دوه اونیو په ترڅ کې له افغانستانه وایستل.
د تخلیې د همدې عملیاتو پر مهال داعش د کابل هوایي ډګر مخته یو برید وکړ چې د لسګونه افغانانو په ګډون یې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل او یوشمېر یې ټپیان کړل.
د بایډن ادارې بیا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو ننګه کړې وه.
د بریتانیا پارلمان، له ښځو سره د طالبانو چلند وحشیانه وباله

د بریتانیا پارلمان په یوه غونډه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو فرمانونه «وحشیانه» دي او باید لغوه شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د بریتانیا پارلمان په دې اړه د چهارشنبې په ورځ خپره کړې، راغلي دي: «موږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره په جدي توګه کار کوو، چې پر طالبانو ګډ فشار وساتو. د طالبانو ظلم او غیر انساني چلند باید ټول موږ ته وحشتناک ښکاره شي، او بې له شکه، موږ ټول پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز غندوو.»
د بریتانیا پارلمان زیاتوي چې د طالبانو چلند له ښځو او نجونو سره د کرکې وړ دی، او باید د دې چلند په وړاندې جدي فشار راوړل شي.
طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، د ښځو ډېری حقونه او ازادۍ محدودې یا منع کړې دي، او ښځې او نجونې یې د کار او زده کړو په شان له لومړنیو حقونو بې برخې کړي دي.
د کانګریس غړي: لا هم هره اوونۍ افغانستان ته ۴۰ میلیون ډالره مرسته استول کېږي

د امریکا د کانګریس دوه غړي، ټیم برچټ او مارجوري ټیلر ګرین، وايي چې لا هم هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر افغانستان ته استول کېږي.
د تنسي ایالت استازي، ټیم برچټ، ادعا وکړه چې افغانستان ته په چارتر الوتکو کې وړل کېدونکې نغدې پیسې په نهایت کې د طالبانو او القاعده لاس ته لوېږي.
برچټ د امریکا د کانګریس د غړیو په منځ کې د طالبانو سخت منتقد دی.
له بلې خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخواني سرمفتش جان سوپکو د سې شنبې په ورځ د هسپانیا په مادرید کې د هرات په امنیتي کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو راوروسته متحدو ایالتونو پر افغانستان تر ۲۱ میلیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي دي.
د جان سوپکو اشاره هغو پیسو ته هم ده چې له افغانستانه د لسګونو زره افغانانو په ایستلو او په متحدو ایالتونو کې د هغو پر ځای پر ځای کولو یې لګولي دي.
سوپکو په عین حال کې وویل، سره له دې چې د ولسمشر ټرمپ حکومت بهرنۍ مرستې ځنډولي، امریکا لا هم هره اوونۍ افغانستان ته مرستې لیږي.
پاکستاني چارواکی: د تورخم بندېدو سوداګرو ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اړولی

د پاکستان ګمرکي چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه مهم مځکني بندر د بندېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ته ۱۲ میلیوه ډالره زیان اوښتی دی.
د تورخم بندر، چې خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې له ورځې راهیسې تړل شوی دی. د دې لارې د بندېدو دلیل د افغان لوري له خوا د نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر شخړه بلل شوې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ د دې لارې د پرانیستلو پر سر خبرو تراوسه نتیجه نه ده لرلې.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط جیونیوز تلویزیون ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده.
د اتومي انرژۍ اداره وايي، ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تازه راپور ښیي چې د ایران د هغو غني شویو یورانیمو زېرمه، چې خالص والی یې د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې دی، په چټکۍ سره زیاته شوې او لا هم د اختلافاتو په حل کې پرمختګ نه دی شوی.
دا اداره وایي، له کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په انتخاباتو کې بریالی شوی، ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر ګړندی کړی، او هغه حد ته یې نژدې کړی چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کارول کېدای شي.
د دې محرم راپور له مخې، چې کاپي یې اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د چهارشنبې (د کب/حوت ۸مه) په ورځ ترلاسه کړې، د ایران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو زېرمه د فبرورۍ تر ۸مې پورې نژدې ۲۷۵ کیلو ګرامه ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۴ کال د نوومبر له میاشتې څخه ۹۲.۵ کیلو ګرامه زیاته ده.
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، نژدې ۴۲ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم که ۹۰ سلنې ته لوړ شي، د یوه اتومي بم د جوړولو لپاره کافي مواد برابرولی شي. په دې توګه، که دا پروسه دوام ومومي، ایران به د راتلونکي کال د دلوې/ سلواغې تر ۲۰مې پورې د شپږو اتومي بمونو د جوړولو لپاره کافي مواد ولري.
اتلانو جام، افغانستان انګلستان ته ۳۲۶ منډې هدف ورکړ

د چمپینز ترافۍ یا اتلانو جام د لوبو په دوام، افغانستان انګلستان ته د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلۍ د نننۍ لوبې پچه وګټله او د بیټینګ یا توپ وهلو پریکړه یې وکړه.
که څه هم افغان لوبډله په لومړي سر کې یو څه تر فشار لاندې وه او درې ویکټې یې ژر ژر ولوېدې، خو وروسته بیا دوی لوبه کنټرول کړه او نسبتا ښه هدف یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.
ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې وکړې او د لوبې فشار یې تر ډيره پر خپله اوږه واخیسته.
لږه شیبه وروسته به انګلستان توپ وهنه پيلوي.
نننۍ لوبه د دواړو دغو لوبډلو لپاره مهمه ده او بریا یې په دغه جام کې د پاته کېدو لامل کیږي.
ایران پر دوی د امریکا نوي بندیزونه وغندل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر دغه هېواد د امریکا نوي بندیزونه غندلي دي.
د چهارشنبې په ورځ، د فیبرورۍ ۲۶مه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ایکس/ پخواني ټویټر کې، د بقایي په حواله ولیکل چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو په اړه پرېکړې کول د ملتونو د قانوني حق یوه برخه ده، چې هېڅ اړخ حق نه لري چې په سیاسي پلمو یې ګډوډ کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ، د فیبرورۍ ۲۴مه، د ایران د نفتي محصولاتو د لېږد او پلور سره تړلي یو شمېر اشخاص، شرکتونه او د تېلو لېږدونکي د نویو بندیزونو په لیست کې شامل کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې ایران د خپل اټومي ګواښ، د بالستیک توغندیو پروګرام او د ترهګرو ډلو ملاتړ سره د نړیوال امنیت بې ثباته کولو ته دوام ورکوي.
د امریکا د نویو بندیزونو له مخې، د امریکایي اشخاصو یا شرکتونو لخوا د بندیزونو لاندې اشخاصو او ادارو سره هر ډول سوداګریزې معاملې منع دي، او په متحده ایالاتو کې د دوی هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي.