د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

نړۍ

ګوتیرش: د غزې جګړه ښایي نړیواله سوله او امنیت وګواښي

د ملګرو ملتونو سرمنشي
د ملګرو ملتونو سرمنشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی دی چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه ښایي نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

انتونیو ګوتیرش پرون د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وویل چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه د یوه ناورین لور ته روانه ده.

حماس ډله د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یوه ترهګره ډله ګڼي.

په غزه کې جګړه وروسته تر دې شروع شوه چې د اکتوبر په اوومه حماس د اسراییل دننه یوزر دوه سوه اسراییلیان ووژل.

په غزه کې د فلسطنیانو روغتیا وزارت وایي چې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې تر اوسه شاوخوا شپاړس زره کسان وژل شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند او پاکستان نن د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې په ډوبی کې سره مخامخ کېږي

د هند او پاکستان د لوبډلو مخکینۍ لوبه د سپټمبر په ۱۴مه وه
د هند او پاکستان د لوبډلو مخکینۍ لوبه د سپټمبر په ۱۴مه وه

د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې نن هند او پاکستان لوبه کوي. دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د ډوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلېږي.

هند، پاکستان، سریلانکا او بنګلدېش وروسته له هغه د آسیايي جام د څلورو مخکښو لوبډلو پړاو ته ووتل چې افغانستان ، متحده عربي امارات، عمان او هانګ کانګ د خپلو سیالیو له بایللو وروسته له دې لړۍ څخه ووتل.

د څلورو مخکښو لوبډلو د سیالیو په ترڅ کې به پاکستان او سریلانکا د راروانې سه شنبې، بنګلدېش او هند د چارشنبې، بنګلدېش او پاکستان د پنجشنبې او هند او سریلانکا د جمعې په ورځو سره مخامخ شي.

د دې لړۍ فاینل لوبه به د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه وي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د اټومۍ انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکارۍ د ځنډولو ګواښ کړی

د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي چې د تهران پرضد د بندیزونو د لګولو لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د فرانسې، برتانیا او جرمني له اقدام وروسته د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکاري ځنډوي.

د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې د دې شورا په پرونۍ اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو د تهران د اټومي پروګرام د مسئلې په اړه د ماشه په نوم د دې دریو اروپايي هېوادونو وړاندیز نا سنجول شوی اقدام بلل شوی دی.

د دې اعلامیې له خپرېدو یوه ورځ مخکې د م. م امنیت شورا نهو غړو پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د جنوبي کوریا- چې د دې شورا دوره اي مشري کوي طرحې ته منفي رایې ورکړې.

داسې مهال چې پر اوکراین د روسیې حملې روانې دي کییف د مسکو پرضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر متحدوایالتونو غږ کړی چې د روسیې پرضد جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي زیلینسکي پرون (د سپمتبر ۲۰مه) همداراز وویل چې تمه لري راتلونکې اونۍ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره وګوري.

واشنګټن تراوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه پر کریملین د لازیاتو بندیزونو د لګولو د تصویب بهیر ته ورنژدې شوي دي.

په عین حال کې د ناټو د ختیځ اړخ په آسمان کې کړکېچ زیات شوی دی. پرون په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې کولې، د پولنډ او د ناټو د نورو غړو جنګي جټ الوتکو الوتنې پیل کړې.

د روسیې په حملو کې لږترلږه درې ملکي وګړي ووژل شول.

د ناټو غړو په دې وروستیو کې د استونیا خاورې ته د روسي الوتکو د ننوتو له کبله سخته غوسه وښوده. همداراز له دې مخکې د روسیې بې پیلوټه الوتکې د پولنډ او رومانیا هوايي قلمروونو ته هم ننوتلې وې.

د غزې پر ښار د اسراییل بریدونه روان دي

د غزې له ښاره فلسطنیان په وتو دي. ارشیف
د غزې له ښاره فلسطنیان په وتو دي. ارشیف

د روغتیایي چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو تیره شپه په غزه ښار کې د عملیاتو پرمهال لږ تر لږه څوارلس تنه وژلي دي.

اسراییل د غزې تړانګې د دې ښار له خلکو غوښتې دي چې سیمه پریږدي.

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې دا بریدونه په داسې حال کې روان دي چې لویدیځ له دې جګړې څخه په تنګ شوی او یوشمیر غربي هیوادونو ویلي دي چې روانه اونۍ به د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د دولت د رسمیت پیژندلو لپاره هڅې وکړي.

تازه پرتګال ویلي دي چې د جمعې په ورځ به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني. تر دې مخکې بریتانیا، کاناډا، استرالیا، مالتا، بلجیم او لوګزامبورګ ورته ژمنې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره ګوري

ولسمشر ټرمپ او زیلینسکي
ولسمشر ټرمپ او زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي چې هغه به روانه اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د ولادیمیر زیلینسکي په وینا نن رسنیو خبر ورکړ چې دی به د امریکا له ولسمشر سره د دې غونډې په ترڅ کې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه خبرې و کړي او په ورته خت کې به له ښاغلي ټرمپ سره پر روسیې د بندیزونو په تړاو وغږیږي.

روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکراین بریدونه زیات کړې دي.

د اروپا په یوشمیر مهمو هوایي ډګرو کې الوتنې ګډې وډې شوې

ارشیف
ارشیف

د اروپا د هوایي ډګرونو د خدماتو د چمتو کولو ادارې( ایرو سپیس) فرانس پریس اژانس ته ویلي چې نن د اروپا پر یو شمیر مهمو هوایي ډګرونو د سایبر برید شوی دی.

د راپور له مخې د بروکسل، برلین او د لندن د هیترو هوایي ډګرونو په شمول د اسنادو د لیدو او د وسایلو د تنظیم چارې له ګډوډۍ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

دا سایبر برید په یوشمیر هوایي ډګرونو کې د الوتنو د ځنډ او خنډ سبب شوې دی.

پر ایران د بندیزونو د لګیدو مسوده رد شوه

د ایران د اټومي تړون په تړاو د امنیت شورا غونډه-ارشیف
د ایران د اټومي تړون په تړاو د امنیت شورا غونډه-ارشیف

د ملګرو ملتو امنیت شورا د ایران پر وړاندې د بندیزونو د دایمي لرې کولو لپاره د پریکړه لیک مسوده رد کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړیو ته اړتیا وه چې د جمعې په ورځ د پریکړې مسودې ته رایه ورکړي.

بریتانیا، فرانسې او جرمني د اګست په اته ویشتمه دیرش ورځ وخت وټاکه چې په ترڅ کې یې پر ایران سخت بندیزونه ولګول شي. دغو اروپایي ځواکمنو هیوادونو تهران تورن کړی دی چې د دوه زره پنځلسم کال د اټومي تړون په پلي کولو کې پاتې راغلی دی. ایران دا تور رد کړی دی.

روسیې، چین، پاکستان او الجزایر د جمعې په ورځ د مسودې تایید وکړ چې بندیزونه لرې شي. نهو غړیو په مخالفت کې رایه ورکړه او دوو غړیو له ګډون څخه ډډه وکړه.

تهران او مهم اروپایي هیوادونه لاهم یوه اونۍ وخت لري چې یوې موافقې ته ورسیږي.

د سریلانکا او بنګله دیش د کرکټ لوبه

په اسیایي جام کې د بنګله دیش او افغانستان لوبه-ارشیف
په اسیایي جام کې د بنګله دیش او افغانستان لوبه-ارشیف

د کرکټ د اسیا جام لوبو په ترڅ کې نن سریلانکا او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخیږي.

په دې اتلولۍ کې اوس د همدې دوو لوبډلو ترڅنګ په بل ګروپ کې هند او پاکستان لوبډلې پاتې دي. سبا به د هند او پاکستان مسابقه وي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په خپل ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دیش څخه ماتې وخوړه او له دې جامه بهر شو.

دا مسابقې په متحد عربي اماراتو کې د سپتمبر په نهمه پيل شوې دي چې پایلوبه به یې د همدې سپتمبر په اته ویشتمه وي.

د بریټانیا صدراعظم د طالبانو له زندانه د دوو انګریزانو په خوشې کېدو کې د قطر د هڅو ستاینه وکړه

د بریټانیا صدراعظم
د بریټانیا صدراعظم

د ښاغلي سټارمر دفتر په یوه بیان کې د هغه په حواله لیکلي چې: «غواړم د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په شمول د قطر له حیاتي رول څخه مننه وکړم»

د بريټانیا صدراعظم زیاته کړې چې د دغې بریټانوۍ جوړې د خوشې کېدو د خبر لپاره یې اوږد انتظار ایستلی وو.

۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو.

هغوی پرون د طالبانو د حکومت له خوا د قطر په منځګړیتوب خوشې او دوحې ته انتقال شول.
په دوحه کې د یادې بریټانوۍ جوړې د کورنۍ غړي هوایي ډګر ته ورغلي وو او تمه ده بریټانیا ته ولاړ شي.

د مکسیکو په پلازمینه کې د اوبلن ګازو د ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی

مکسیکو کې د ګازو د ټانکر چاودنه
مکسیکو کې د ګازو د ټانکر چاودنه

په مکسیکو ښار کې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) وویل چې په ایزتاپالاپا کې د وروستۍ پیښې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی، چې ۲۱ کسان په روغتون کې بستر شوي او ۳۸ نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د رویټرز په وینا، د چهارشنبې په ورځ د ایزتاپالاپا په یوه ګڼه ګوڼې لویه لاره کې د شاوخوا ۵۰،۰۰۰ لیتره ګازو بار یوه لارۍ د دیوال سره تر ټکر وروسته وچاودېده، چې شاوخوا ۳۰ نور موټرونه یې وسوځول.

دې پیښې د مکسیکو په لویو لارو کې د خوندیتوب شرایطو په اړه اندیښنې راپورته کړې. د لومړنیو تحقیقاتو له مخې ټانکر لارۍ ډېره چټکه تله او چلوونکی یې هم بې تجربې وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG