د کابل ولایت اوسېدونکی حمیدالله له یوه کال راهیسې نشه کوي.
دی لومړی په هغو شربتو معتاد شو چې د ټوخي لپاره څښل کېږي او وروسته یې نشه يي ګولیو ته مخه کړه.
حمیدالله چې اوس په یوه دولتي روغتون کې بستري دی وايي چې ډېر کلونه مې په درملتون کې د فارمیسیسټ په توګه کار وکړ، خو لاس ته راغلي ټولې پيسې په نشو کې راڅخه ولاړې.
دا چې حمیدالله د نشو له امله نور له څه ډول ستونو سره مخ شوی دی؟ په دې اړه یې زموږ سره د زړه خواله کړې ده.
د هغه د خبرو د اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ: