ټولې کوڅې بې غږه شوې دي او افغان کډوال لکه ټپي او مات وزرې مرغۍ...
پس له وختونو د ټولو دردونه تازه شوي او هغه تورې ورځې ور په زړه شوي چې هرې خوا ته تلل، هر ور یې ټکاوه او هره لار یې پرمخ تړلې وه.
هغه ورځې چې هیچا ژوند نه کاوه یوازې ساه یې اخیسته.
هغه ورځې ور په زړه شوي چې نه پوهیدل ژوندی پاتې کیږي کنه.
هغه ورځې چې ټول چپ او د بې روحه جسد په شان وو.
اوس بیا هغه ورځې شوي چې نه څوک ژوند کوي او نه ژوند ته هیله من دي.
پاکستان موده وړاندې دا هوډ وکړ چې ناقانونه افغان کډوال له پاکستانه وشړي.
اوس هم په ټول پاکستان کې د ورځې په اوږدو کې آن نیمه شپه د افغان کډوالو کورونه تلاشي کیږي او له بې اسناده کډوالو سره ډېر اسناد لرونکي هم افغانستان ته استول کیږي.
له یوې ملګرې سره مې چې اسلام آباد کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږي وغږیدم، څو ورځې مخکې یې راته پیغام پریښی و چې پلار جان مې لادرکه شوی، ما ټوکه وګڼله خو هغې رښتیا ویل.
هغې راته وویل: موږ د اوسیدو اسنادو سره پاکستان کې ژوند کوو، پولیس مې پلار نشي بیولی ډاریږم چې پلار ته مې کومه بله پیښه نه وي رامنځته شوې.
ټول ځایونه یې لټولي وو، خو د پلار پته یې نه وه لګیدلې.
تېره ورځ مې بیا ورته زنګ وواهه غوښتل مې چې د پلار پوښتنه یې وکړم.
ملګرې مې ویل چې پلار یې کور ته د ستنیدو پر وخت پولیسو نیولی، اسناد یې ترې اخیستي او په تورخم یې اړولی دی.
ملګرې مې زیاته کړه چې نن مې ورور هم د سیمې له نورو نارینه وو سره یوځای پاکستاني پولیسو بیولی او د 50 زره کلدارو په بدل کې یې خوشې کړی دی.
هغه له دې ډارېده، چې نه یې حق او عزت په خپل وطن کې شته او نه هم په پاکستان کې.
هغې ویل، نور ژوند ته لېواله نه ده.
ثمینهحفیظي