افغانستان
امریکا: پاکستان دې د افغان پناه غوښتونکو سره د چلند برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي

د امریکا متحده ایالات وايي، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو هېوادونو غواړي چې د پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د اجباري نه ایستلو اصولو ته درناوی وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر پرون د نومبر لومړۍ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان په کلکه هڅوو هغو افغانانو ته د ننوتلو اجازه ورکړي چې د نړیوالو مرستو په لټه کې دي او د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالو بشري سازمانونو سره همغږي وکړي."
یوه امریکايي چارواکي د سه شنبې په ورځ ویلي وو، چې واشنګټن هڅه کوي له پاکستان څخه امریکا ته ۲۵ زره افغان کډوال ولېږدوي.
يو شمېر پاکستاني چارواکو چې د خپلو نومونو له څرګندولو يې ډډه کوله، د دې خبر پخلی وکړ چې اسلام اباد له امريکا څخه د دغو افغانانو نوملړ ترلاسه کړى، خو دغه لېست نيمګړى دى.
په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د پاکستان له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل پرون پای ته ورسېد.
ویل کېږي چې په پاکستان کې له یو میلیون او اوه سوه زرو څخه زیات افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي چې له دې جملې څخه څه باندې اوه سوه زره یې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په دغه هېواد کې پناه اخیستې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د یوه خصوصي شرکت فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته رسیدلې ده

د یوه خصوصي شرکت فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته رسیدلې ده.
بلیو ګهوسټ نومي دغه بیړۍ د تیرې جنورۍ میاشت په ۱۵مه په متحده ایالاتونو کې د فایزفلاي شرکت له خوا سپوږمۍ ته واستوله شوه چې موخه يې د بحرانونو سمندري نومي کندې په اړه د معلوماتو ترلاسه کول دي.
سپوږمۍ ته د دغې نوې فضايي بیړۍ استول د امریکا د متحده ایالاتونو د فضايي څیړنو د مرکز (ناسا) او خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ یوه تازه بیلګه ده .
په پام کې ده له دې وروسته ورته فضايي بیړۍ د خصوصي شرکتونو له خوا سپوږمۍ ته د معلوماتو د راټولو په موخه واستول شي.
له دې وړاندې د استروبوتیک تکنالوژي خصوصي شرکت لومړی شرکت و چې سپوږمۍ ته يې د رسیدو هڅې کړې وي.
دغه شرکت په ۲۰۲۴ کال کې فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوه خو د بیرۍ د تیلو د زیرمې د سورې کیدو له کبله راورځیده او ماموریت يې ناکام شو.
ستره محکمه: په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې مو مجرمین په درو وهلي دي

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل، ننګرهار او تخار ولایتونو کې يې ۷ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور په دور وهلي دي.
په هغه اعلامیه کې چې نن یکشنبې د (مارچ۲مه) دغې محکمې خپره کړې ویلي، د دې ولایتونو د سیمه ییزو محکمو د پریکړو پر بنسټ يې دا کسان په درو وهلي او په تنفیذي بند محکوم کړي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې درې کسان د نامشروع جنسي اړیکو په تور په ۳۹ درو، او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دي.
د اعلامیې په ټکو، د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې درې نور کسان بیا د لواطت په تور په ۳۹ درو او له یوې تر شپږو میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دی.
د سترې محکمې په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي یو تن په کابل کې د الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور په ۳۹ درو او دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د طالبانو له خوا مجرمینو په عام محضر کې د بدني سزاوو ورکول د بشري حقونو د بنسټونو له غبرګونونو سره مخ دي.
د لوڅو امریکايي فلمونو یوې کارکوونکې ویتني رایت افغانستان ته سفر کړی دی

د لوڅو امریکايي فلمونو یوې کارکوونکې ویتني رایت افغانستان ته سفر کړی او پر خپل انسټاګرام يې د بامیانو د بندامیر او هرات ولایتونو د ځینو سیمو عکسونه خپاره کړي دي.
افغانستان ته د رایت دا سفر په داسې حال کې دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نه یوازې د ښځو په سفر بلکې عمومي پارکونو په ځانګړې توګه بندامیر ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.
لا معلومه نه ده چې ویتني څنګه افغانستان ته داخله شوې، ځکه امریکايي وګړې له ویزې پرته افغانستان سفر کولی نشي او له دې سربیره، په امریکا کې د افغانستان هیڅ سفارت او کنسلګري فعالیت نه لري.
ویتني افغانستان ته د خپل سفر په اړه د اسوشیټډپرس پوښتنې ځواب کړي نه دي.
تراوسه طالبانو هم د ویتني د سفر په اړه څه ویلي نه دي.
ویتني رایت له دې وړاندې ایران، عراق، سوریې او لبنان ته هم سفرونه کړي وو.
په فراه کې د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی

په فراه ولایت کې د سیلونو له کبله د مړه شویو کسانو شمیر ۷۲ تنو ته رسیدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس پرون شنبې د (کب۱۱مه) د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست د مشر مولوي اسراییل سیار په حواله ویلي،" په وروستیو سیلابونو کې ۷۲کسان مړه شوي او ډیر مالي تاوانونه خلکو ته اوښتي دي".
د سیار په خبره، دغو سیلابونو نژدې دوه نیم زره کورونه، څه باندې پنځوس دوکانونه او نژدې ۳زره جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه کړې ده.
بلې خوا ته، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن د هوا پیژندنې ریاست نن د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو اټکل کړی دی.
د وروستیو اورښتونو له کبله د افغانستان په یو شمیر ولایتونو په ځانګړې توګه فراه، هلمند، کندهار او نیمروز کې سېلونه راوتلي چې پر ځاني تاوانونو سربیره یې، خلکو ته پراخ مالي زیانمونه اړولي دي.
د تورخم دروازې د بیرته پرانستلو په اړه د طالبانو او پاکستاني چاوراکو مذاکرات بې نتیجې شول

د تورخم دروازې د بیرته پرانستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو مذاکرات بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.
د دې دروازې یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د یکشنبې په ورځ د (مارچ۲مه) د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل:
"له سهار راهیسي د دواړو خواوو تر منځ د دروازې د خلاصون په اړه مذاکرات روان وو، چې بې نتیجې پای ته ورسېدل".
بله خوا، په دې دروازه کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت د مذاکراتو د بې پایلې پای ته رسېدو پر تاییدۍ سربیره وايي، په مذاکراتو کې يې له پاکستاني لورې غوښتي چې سیاست او سوداګریزې راکړې ورکړې سره بیلې کړي، چې د لارې د بندیدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر او عام خلک زیانمن نشي.
د فبرورۍ په ۲۱مه د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د مورچلو د جوړولو پر سر له شخړې وروسته، د تورخم دروازه پر سوداګریزو مالونو سربیره د ناروغانو او مسافرو پر مخ هم وتړل شوه.
د دې لارې له تړل کیدو وروسته دواړو خواوو ته څه باندې ۴زره له مالونو ډکې لارۍ د اوښتو په تمه دي.
پاکستان ته د تګ په تمه ناروغان او مسافر د ننګرهار ولایت په هوټلونو کې دیره شوي او د خوارک او څښاک له نه شتونه شکایت کوي.
د بشري حقونو بنسټونه: پاکستان دې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال له دې هېواده نه باسي

د ښځو، د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو او یو شمیر مدني شبکو د پاکستان له حکومته غوښتي چې له ګواښونو سره مخ افغانان دې له دې هېواده نه باسي.
په هغه لیک کې چې د بشري حقونو نژدې څلویښتو بنسټونو نن یکشنبې د (مارچ ۲مه) د پاکستان حکومت ته استولی، غوښتل شوي "هغه افغانان دې بیرته افغانستان ته نه دپیورټ کیږي چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي".
په لیک کې راغلي، پاکستان دې هغوو کسانو ته مهلت ورکړي چې افغانستان ته په ستنیدو سره د تاوتریخوالي، تعقیب، سیاسي فشار او نورو جدي ستونزو سره مخ کیږي.
په لیک کې په پاکستان کې د هغوو افغانانو د پاتي کیدو د مهلت د غځیدو غوښتنه هم شوې چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.
د پاکستان حکومت تیره میاشت په یو بیان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانانو ته د همدې روانې مارچ میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.
د پاکستان حکومت په وروستیو څو میاشتو کې د افغان کډوالو نیول پیل کړې چې په دې لړ کې ډیر شمیر افغان کډوال يې بیرته افغانستان ته ډپیورټ کړي دي.
ټرمپ: د طالبانو له خوا د امریکايي وسلو رسم ګذشت مې غوسه کوي; طالبان بیا دا وسلې جنګي"غنیمت" بولي

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې له امریکا پاته وسلې جنګي "غنیمت" دي او "ټرمپ دې د افغانستان په اړه خپل معلومات کره کړي".
ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړي چې د یکشنبې په ورځ د (مارچ۲مه) یې د طالبانو تر واک لاندي ملي راډیو تلویزیون پر خپلې ایکس پاڼه/پخواني ټویټر خپره کړې ده.
مجاهد وړاندې ویلي، "افغانستان به له امریکا د تیرو شلو کلونو د ویجاړۍ حساب وغواړي".
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې پاته امریکايي وسلې او تجهیزات به بیرته له طالبانو واخلي.
د ټرمپ په خبره: "کله چې وینم طالبان امریکايي وسلې په رسم ګذشت کې کاروي، غوسه کیږم".
مجاهد په یاده مرکه کې دا خبره هم رد کړې ده چې ګواکې د بګرام پوځي اډه د چینایانو په واک کې ده.
ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د کابینې په لومړۍ غونډه کې ویلي وه:
"موږ غوښتل بګرام د افغانستان له خاطره نه، بلکې د چین له خاطره وساتو. ځکه دا اډه د چین د اتومي توغندیو د تولید له سیمې یوازې یو ساعت لیرې ده." ټرمپ زیاته کړې وه چې اوس د بګرام پوځي اډې کنترول له چین سره دی."
خو د مجاهد په وینا، دا اډه د دوی د ځواکونو په واک کې ده او هیڅ بهرنی سرتیری په کې نشته.
له یکشنبې تر سه شنبې د واورو اټکل شوی، ممکن سېلونه هم راشي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له یکشنبې تر سه شنبې (د کب له ۱۲ تر ۱۴) د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د زیاتېدو وړاندوینه کړې ده.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هوا پېژندنې د ملي او نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو په بنسټ به له یکشنبې تر سه شنبې په افغانستان کې په تېره بیا د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې نسبتاً شدیدې واورې او بارانونه وشي.
همدارنګه د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د سیلابونو د راوتلو احتمال هم شوی دی.
د اعلامیې له مخې دا اټکل د پنجشیر، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې تر نورو سیمو زیات متصور دی.
په بیان کې د زیانګالو سیمو له خلکو غوښتل شوي چې رود ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او له خطر سره مخ خلکو ته خبرداری ورکړي.
د اکوړه خټک د دیني مدرسې د مشر جنازه په کلکو امنیتي تدابیرو کې خاورو ته وسپارل شوه

د حقانیه دارالعلوم یا د اکوړه خټک دیني مدرسې د وژل شوي مشر حامد الحق د جنازې لمونځ نن د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شو.
اسوشیتد پریس اژانس راپور ورکړ چې د لمانځه امنیتي تدابیر د مدرسې زده کووکو نیولي وو او شاوخوا ډیر پولیس ځای پرځای شوی و.
حامد الحق پرون له شپږ کسانو سره د حقانیه مدرسې دننه د جمعې د لمانځه پرمهال د ځان وژونکي برید له امله ووژل شو. تر اوسه د دې چاودنه مسوولیت چا نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو د یوه مشکوک کس عکسونه خپاره کړې دي او ویلي یې دي چې دې کس ځان مرګی برید کړی او هر هغه چا چې د ده د نوم، کورنۍ او ځای په اړه له پولیسو سره معلومات شریک کړل، پنځه لکه پاکستاني روپۍ جایزه به ورکړي.
طالبانو ارزو ټلویزیون ته یوځل بیا د فعالیت اجازه ورکړه

په کابل کې ارزو تلویزیون له نژدې درې میاشتو وروسته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه.
د ارزو تلویزیون رییس بصیر عابد د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې نن سهار د یولسو بجو خواته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لورې د دوی د دفتر مهر ولاک مات شو.
د امر بالمعروف او استخباراتو کارکوونکو د لیندۍ په څوارلسمه د دې تلویزیون دفتر بند کړ او تور یې پورې کړ چې غیر اخلاقي سریالانونه یې خپرول.
هغه وخت د طالبانو استخباراتو د دې تلویزیون اووه تنه کارکوونکي هم توقیف کړي وو چې دوې اونۍ وروسته یې په ضمانت خوشي کړل.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارزو تلویزیون د دفتر د بیا پرانیستل کیدو هرکلی کړی خو په تیرو شپږ اتیا ورځو کې چې دا رسنۍ بنده وه دا چاره یې د ازادو رسنیو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.