افغانستان
ویسټ: د خوړو نړیوالو بنسټونو سره مې د افغانستان د خوراکي موادو پر خوندیتوب خبرې وکړې
![تصویر له ارشیفه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-0919-08db73dcc20f_cx0_cy22_cw0_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان او د خوړو د نړیوال پروګرام له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
توماس ویسټ نن پرته له دې چې د دې غونډې نېټې ته اشاره وکړي، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې ده د دې دوو ادارو له چارواکو سره ګټورې خبرې وکړې او دا هغه موسسې دي چې له میلیونونو افغانانو سره حیاتي مرستې کوي.
د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې د افغانستان د خوراکي موادو خوندیتوب د اندېښنې وړ ګڼل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د ژمي له پيل سره هم مهاله، د نړیوالو بشري مرستو د کمیدو خبرونه هم ورکړل شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په تاشکند کې امریکايي او ازبک چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي
![](https://gdb.rferl.org/02ab0000-0aff-0242-98e1-08da13e2bf17_w250_r1_s.jpg)
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تاشکند کې د امریکا سفیر جانیتن هینیک او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په یوه کتنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) دې وزارت خپره کړې راغلي، په کتنه کې د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي دي.
د اعلامیې په ټکو، دواړو خواوو ژمنه کړې چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا کتنه په داسې حال کې ده، چې په ازبکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنرۍ، په ترمز ښار کې د کارګو او نړیوال اکمالاتي مرکز د پرانستو خبر ورکړی دی.
دغه مرکز چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی موخه یې افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو رسول دي.
د سږکال د بشري حقونو نړیواله جایزه دوو افغانو ښځو ته ورکړل شوې ده
![مسعوده جلال او حسنا جلال](https://gdb.rferl.org/c6f1fef8-3bab-4d88-a7aa-08dd4a814ce6_cx0_cy11_cw0_w250_r1_s.jpg)
د بشري حقونو د څه باندې ۳۰ بنسټونو ایتلاف ویلي، د سږکال د جېنوا د سرمشریزې د ښځو نړیواله جایزه په افغانستان کې د ښځو چارو پخوانۍ وزیرې مسعودې جلال او د هغې لور حسنا جلال ته ورکړل شوې ده.
د جېنوا سرمشریزې د سه شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا جایزه د ټولو هغو افغان ښځو په استازیتوب چې د بشري حقونو لپاره یې هڅه کړې، مسعودې جلال او حسنا جلال ته ډالۍ شوې ده.
په خبرپاڼې کې وړاندې راغلي، مسعوده جلال لومړنۍ ښځه وه چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړی و.
د خبرپاڼې په ټکو، حسنا جلال هم د افغان ښځو غورځنګ جوړ کړی چې په نړیواله کچه د ښځو غږ پورته کوي.
دا جایزه د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په ۱۷مه کلنۍ غونډه کې د ټولو هغو افغان ښځو په استازیتوب ډالۍ شوې چې د انساني کرامت او برابرۍ لپاره یې مبارزې کړې دي.
د یوناما مشره: د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو د ساتنې په اړه دې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي
![](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-5df1-08db72e5d97f_w250_r1_s.jpg)
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتانبایوا د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه سره کتلي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د دې کتنې خبر ورکړی او ویلي دي، دواړو خواوو په افغانستان کې د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو د ساتنې په اړه خبرې کړي.
د یوناما د مشرې په ټکو، له فرهنګي ارزښتونو د خلکو خبرتیا او پوهای کولی شي، د دې ارزښتونو په ساتنه کې مرسته وکړي.
بل پل، باختر خبري اژانس بیا د خیرخواه په حواله ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نورو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
د خیرخواه په ټکو، طالبانو غواړي له نړۍ سره مثبت تعامل او راکړه ورکړه وکړي.
نژدې څلور کاله کیږي چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، خو تراوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د استعفا راپورونه رد کړل
![](https://gdb.rferl.org/c807d5fa-bda8-4a1b-9e13-c94891dc6533_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي، د دغې وزارت له سرپرستۍ د عبدالحکیم شرعي د استعفا په اړه راپورونه ناسم دي.
د دې وزارت ویاند برکت الله رسولي چهارشنبې ناوخته په یوې خبرپاڼې ویلي، "د عدلیې وزیر د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ د درملنې په موخه د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی ".
د رسولي په ټکو، شرعي به ډیر ژر بیرته افغانستان ته راستون شي.
د طالبانو له خوا د شرعي د استعفا د رد خبرونه وروسته له خپریږې چې په کابل کې یوې سرچینې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې د طالبانو د مشر د پریکړو، په تیره بیا د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د دریځ له کبله د کابینې ډیر شمیر وزیران خوابدي شوي او استعفاوي یې کړي.
دې سرچینې دا هم تایید کړې وه، چې د شرعي په ګډون د ورکړو شویو وزیرانونو استعفاوې نه دي منل شوي.
دطالبانو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې د شرعي استعفا رسنیزې ګنګونسې او شایعات بللي شوي.
چمپینز ترافي، نیوزلنډ پاکستان ته ۳۲۱ منډې هدف ورکړ
![د پاکستان او نیوزلنډ لوبډله](https://gdb.rferl.org/bcf78920-3c03-400e-b27f-08dd4a80fec4_w250_r1_s.jpg)
د چمپینز ټرافي لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې نن نیوزلنډ او پاکستان لوبه لري.
نیوزلنډ په ټولو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د پاکستان لوبډلې ته ۳۲۱ منډې هدف ورکړ.
پاکستان چې د نننۍ لوبې پچه یې ګټلې وه، لږ وروسته خپل بیټینګ پيلوي.
افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.
پاکستاني چارواکي: د افغانستان واکمنان دې د کډوالو منلو او ادغام ته زمینه برابره کړي
![پاکستان کې افغان کډوال](https://gdb.rferl.org/10867799-efd9-4576-ad9f-8d6eda5d1059_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړي چې ورستانه شوي کډوال په کې بشپړ مدغم شي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر په اسلام اباد کې د طالبانو د شارژدافیر د خبرو په غبرګون کې یوه اعلامیه ورکړې او په کې یې ویلي، هلته له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبره واقعیت نه لري.
په دغې خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه ( د کب په لومړۍ نیټه) خپره شوې راغلي چې پاکستان لسیزې د میلیونونه افغانانو کوربه توب کړی خو زیاته شوې چې اوس دوی له افغان واکمنانو سره په ګډه کار کوي چې د هغوی ستنیدو ته هوسا شرایط برابر کړي.
دغه څرګندونې وروسته تر هغه کیږي چې په اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر وویل، اسلام اباد او راولپنډۍ کې افغان اتباع د پولیسو له لوري نیول او پلټل کیږي.
سردار احمد شکیب ویلي دغه پروسه په نا اعلان شوي شکل پیل شوې او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته هم په دې اړه کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکول شوې.
هغه زیاته کړې چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغانانو اخراج پیل شوی او نژدې راتلونکې کې به د پاکستان نورو سیمو ته هم وغځیږي.
د چمپینز ټرافي لومړنۍ لوبه، پاکستان او نیوزلنډ د سیالۍ ډګر ته ښکته شوي
![د پاکستان او نیوزلنډ لوبه، ارشیف](https://gdb.rferl.org/4167f0f8-c34f-42c2-a706-08dd4a814ce6_w250_r1_s.jpg)
د چمپینز ټرافي لوبلړۍ نن- د فبروري ۱۹مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شوه.
په لومړۍ لوبه کوربه پاکستان او نیوزلنډ سره مخامخ شوي دي.
د نننۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپ اچونې یا باولینګ پریکړه یې وکړه.
افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.
د پاکستان مرستیال صدر اعظم له افغانستان د ترهګرۍ ګواښ ته اندیښمن دی
![د پاکستان مرستیال صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار](https://gdb.rferl.org/4F52D06F-F6E7-4006-82AF-7549B1736F4A_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار له ملګرو ملتونو غوښتي چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن ( د کب په لومړۍ نیټه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دار دغه غوښتنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره په کتنه کې کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې دننه او دغه راز هغو ترهګرو په وړاندې د مبارزې ملاتړ وکړي چې له افغانستانه بهر نورو هېوادونو ته ګواښ پیښوي.
خبرپاڼه کې د کومې ترهګرې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی، خو اسلام اباد پخوا ویلي چې (ټي ټي پي) یا تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې د دوی په ضد فعالیتونه کوي.
د طالبانو حکومت تراوسه د ښاغلي دار د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی او ویلې يې دي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمیټې شپږ میاشتې مخکې په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان کې د ترهګرۍ پراختیا به سیمه او له سیمې هاخوا د ناامنۍ یو مهم لامل شي.
اسلام اباد کې افغان سفارت: له پاکستانه د ټولو کډوالو اخراج حتمي دی
![له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل، ارشیف](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-6dae-08dbfef1c179_w250_r1_s.jpg)
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې له هغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان " قطعي او حتمي" دی.
دغه سفارت چې د طالبانو په واک کې دی، نن چهارشنبه ( د کب په لومړۍ نیټه) په یوه خبرپاڼه کې دغه خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، له دغې پریکړې یوازې هغه افغانان استثنا دي چې د پاکستان قانوني ویزه ولري.
نور هغه افغانان چې د ( ACC ) او ( PoR ) په نوم کارتونه لري، د اخراجېدونکو په ډله کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اخراج لړۍ به نژدې راتلونکې کې له اسلام اباد او راول پنډۍ څخه پيلیږي او بیا به ټول پاکستان ته غځیږي.
اسلام اباد کې طالب ډيپلوماتانو ویلي چې دوی د پاکستان د دغې سملاسي پریکړې په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.
پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري د پاکستاني چارواکو په حواله وویل، ټول افغانان پرته له هغو چې معتبرې ویزې لري، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر وروستۍ نیټې باید له اسلام اباد او راول پنډۍ څخه ووځي.
هغه افغانان چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، د مارچ تر ۳۱مې پورې پاکستان کې د اوسیدو وخت ورکړل شوی دی.
د چمپینز ټرافي لوبې د افغانستان په ګډون نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلېږي
![په چمپینز ټرافي کې د افغان ملي لوبډلې سکواډ](https://gdb.rferl.org/274431bb-3568-4a58-9f97-987168a81551_w250_r1_s.jpg)
د چمپینز ټرافي لوبلړۍ نن- د فبروري ۱۹مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې به چې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلېږي، د کوربه پاکستان لوبډله د نیوزیلنډ له سیالې لوبډلې سره مخامخ شي.
افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.