افغانستان
د قوشپې کانال په اړه د ازبکستان اندېښنه، پلاوی یې کابل ته د خبرو لپاره ځي

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان یو حکومتي پلاوی د قوشتپې کانال د اوبو په تړاو د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
د ازبکستان رسنیو د راپور له مخې، دا هیات به د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې کابل ته ولاړ شي.
د طالبانو چارواکو مخکې ویلي وو چې دوی د امو د سېند د اوبو په اړه د منځنۍ اسیا له درېیو ګاونډیو، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره خبرو ته چمتو دي.
ازبکستان چې د امو سیند له اوبو د پنبې د کښت لپاره پراخه استفاده کوي، اندېښنه لري چې د قوشتپې د کانال له تکمیلیدو سره به یې اوبه کمې شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
لمر کټوازی د بارسلونا د فوټبال اکاډمۍ ورغوښتی

۱۶ کلن لمر کټوازی چې د اسټرالیا په پلازمینه کنبرا کې اوسیږي له څو کلونو راهیسې په فوټبال او فوټسال کې لوبې کوي او ښې لاسته راوړنې لري.
کټوازي تېر کال د اسټرالیا د تنکیو ځوانانو په لوبو کې د وړتیا په ښوولو سره دوه واره طلايي بوټان ګټلي دي.
لمر یواځینی افغان تنکی ځوان دی چې د بارسلونا د فوټبال په معتبره اکاډمۍ کې د روزنې چانس ورته برابریږي.
له دې اکاډمۍ د نړۍ ځینې ستوري لوبغاړي لکه لیونل مسي هم فارغه او د فوټبال نړۍ ته ورپيژندل شوي.
د بارسلونا اکاډمۍ ته د کټوازي د بللو په اړه ګڼو افغانانو خوښي ښوولې. پخواني ولسمشر حامدکرزي په یوه بیان کې د لمرکټوازي دا لاسته راوړنه ستایلې ده.
د دایکندي سلمانانو ته ویل شوي چې لویدیځ سټایل ويښتان دې نه جوړوي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت وایي چارواکویې د دایکندي ولایت له سلمانانو سره ددوی په وینا " اصلاحی " غونډه کړې ده.
اعلامیه وایي په وروستیو کلونو کې د ویښتانو دکمولو لویدیځ طرزونه د ځوانانو ترمینځ رواج شوي دي .
اعلامیه زیاتوي چې دا ډول طرزونه کیدای سي نوی نسل په آینده کې له خپلو اسلامي ارزښتونو اوملي هویت څخه لیرې کړي.
اعلامیه وايي د دایکندي د امر بالمعروف رئیس عبدالمنان شهید زاده سلمانانو ته ویلي چې د شریعت خلاف د ویښتانو لنډول یو څرګند منکرعمل دی او دمخنیوي لپاره یې ددوی مرسته غوښتې ده.
خو د طالبانو د پالیسیو منتقدین وايي دغه ډول محدودیتونه د ځوانانو روحیه او فردي هویت اغیزمن کوي.
د طالبانو حکومت په تیرو څه کم څلورو کلونو کې پرخلکو ګڼ محدودیتونه لګولي دي .
په افغانستان کې د اختر له رانږدې کیدو سره د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوي

د لوی اختر په درشل کې پرون د پروان د کرهنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست خبر ورکړ چې د کانګو ناروغۍ له امله په دغه ولایت کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځلس تنه نور پرې اخته شوې دي.
دغهَ ریاست پرون دا راپور په داسې وخت کې ورکړ چې په کابل کې انتاني روغتون د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د کانګو د سلو مشکوکو پیښو د ثتبدیو خبر ورکړ.
د انتاني روغتون مسوولینو په کابل کې رسنیو ته وویل چې د تیرکال په پرتله سږکال د کانګو پیښې له لسو تر پنځلس فیصدو پورې زیاتې شوې دي.
ډاکټران لارښوونه کوي چې د اختر په ورځو کې چې د شنبې په ورځ یې لومړۍ ورځ ده، د څارویو د حلالیدو پرمهال دې خلک دست کش په لاس کړي او ماسک دې وتړي.
کانګو یو ډول وژونکې ناروغي ده چې اخته کس په سخته تبه اخته کیږي او د پوزې له لارې یې ډیره وینه ورسره بهیږي.
د کانګو ویروس د څاروي په پوستکي یا د وړیو لاندې وي، دا ویروس پر حیواناتو اغیز نه کوي خو د حیوان د وینې له لارې انسان ته انتقالیږي او که په وخت یې تشخیص او درملنه ونه شي وژونکې ده.
تاجکستان هیلمن دی چې د کاسا زر ځنډیدلې پروژه پلې شي

د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت پرون هیله ښکاره کړه چې د کاسا زر پروژې چارې به د راتلونکي میلادي کال تر پایه بشپړې شي او پاکستان ته به زر میګاواټه بریښنا انتقال شي.
د کاسا زر پروژې چارې د افغانستان د جمهوري نظام پرمهال پيل شوې وې چې یو زر او ۳۰۰ میګاواټه برېښنا له قرغیزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي. د شوي تړون له مخې د دې پروژې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا به په افغانستان کې لګول کېږي او ۱۰۰۰ میګاواټه به یې پاکستان ته ټرانزيټ شي.
جرمني نیت لري چې رد شوي کډوال دریم هیواد ته واستوي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هیلمن دی چې اروپایي تولنه موافقه وکړي چې هغه رد شوي کډوال چې خپل هیواد ته نه شي تلی، اصلي هیواد ته څیرمه دریم هیواد ته واستول شي.
رویټرز اژانس پرون د جرمني د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبریندت په وینا خبر ورکړ چې وایي، دریم هیواد ته د رد شویو کډوالو تګلاره هغه وخت اغیزمنه کیدای شي چې ټولې اروپا ته دا وړاندیز د منلو شي.
د جرمني صدراعظم فریدیښ میرز د فبروري تر انتخاباتو مخکې د انتخاباتي کمپاین پرمهال له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې له واک ته رسیدو سره سم به دا هڅه کوي چې د کډوالو کچه راټیټه کړي.
تر اوسه داسې دریم هیوادونه نه دې مشخص شوي چې دې ته چمتو وي چې کډوال ومني.
بینټ؛ د تیر پرتله د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل زیات شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ یو ځل بیا د طالبانو له خوا د بدنۍ سزاوو پلي کیدل غندلي دي.
ښاغلي بینټ نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر لیکلي، "طالبانو تیره اونۍ ۶۳ نارینه او څلور ښځې په عام محضر کې په درو وهلي دي".
بینټ له طالبانو غوښتي چې د دې سزاوو پلي کیدل په فوري ډول ودروي.
د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل له نړیوالو قوانینو سرغړونه یاده کې او ویلي دي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د دې سزاوو عملي کیدل د نورو کالونو پرتله زیات شوي دي.
بل پلو، په بدخشان کې د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبې یو تن د الکولي مشروباتو په جرم په ۳۹درو او دوه کاله تنفیذي بند محکوم کړی دی.
د لوی اختر په مناسبت په ټول افغانستان کې څلور ورځې عمومي رخصت دی

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو وزارت د لوی اختر په مناسبت د راتلونکې اونۍ څلور ورځې عمومي رخصت اعلان کړی دی.
د هغه مکتوب پر بنسټ چې دې وزارت نن دوشنبې رسنیو ته استولی د روانې غبرګولي میاشتې له ۱۷مې تر ۲۰ مې په ټول افغانستان کې عمومي اعلان شوی دی.
د طالبانو حکومت د غبرګولي ۱۶مه عرفه او د شنبې ورځ د غبرګولي ۱۷مه لوی اختر اعلان کړی.
بل پلو، د عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هېوادونو کې پنجشنبې عرفه او جمعه د لوی اختر لومړی ورځ اعلان شوې ده.
هند کې سیلابونو ۳۴ تنه مړه کړي

په هند کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویدونې له کبله ۳۴ کسان مړه شوي دي.
رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د هندي چارواکو په حواله ویلي، د هند په شمال ختیځو سیمو کې د تیرو څو ورځو د سختو بارانونو او ځمکه ښویدلې له کبله ۳۴ کسان مړه او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په خبره، د هیمالیا په سیکیم ایالت او شاوخوا نورو سیمو کې زرګونه سیلانیان بند پاتې چې د ژغورنې هڅې يې روانې دي.
چارواکو په راتلونکو څو ورځو کې د هند په شمال ختیځو سیمو کې د بارانونو له امله د ناڅاپي سیلابونو د راوتو او ځمکې ښویدنې خبرداری ورکړی دی.
بل پلو، د هند په ګاونډ بنګله دیش کې هم د سختو بارانونو له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.
روسیې د طالبانو د سفیر نوماندي منلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دوی د نوي سفیر نوماندي منلې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په دې اړه یو یادښت وسپاره.
دا روښانه نه ده چې څوک به په روسیه کې د طالبانو د سفیر په توګه وټاکل شي.
که څه هم روسیه د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو لا تر اوسه یې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په رسمیت نه دی پیژندلی.
اریانا سعید دوه جایزې ګټلي

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید د داف باما د موسیقۍ له نړیوال فستیوال څخه دوه جایزې ترلاسه کړې.
اریانا سعید پرون ناوخته په خپل انسټاګرام پاڼه کې د جایزو اعلان وکړ او لیکلي یې دي: "نه یوازې د 'افغانستان د غوره هنرمندې' د جایزې ترلاسه کول بلکې د باما بشردوستانه جایزه هم یو ویاړ دی چې زه به کلونه پرې ویاړم."
هغې زیاته کړه چې په یاد فستیوال کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.
دا فستیوال د شنبې په ورځ، د مې په ۳۱مه، د جرمني په اوبرهاوسن کې د نړۍ د ګڼو هنرمندانو په ګډون ترسره شو.
د داف باما فستیوال د موسیقۍ نړیوال مراسم دي چې د مختلفو ملیتونو، ژبو او د موسیقۍ د بیلابیلو سبکونو هنرمندان ستايي.