د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د ملګرو ملتونو سازمان ته د فعالانو پرانیستی‌لیک: جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژنئ


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ښځو او بشري حقونو لسګونو پېژندل شویو فعالانو او بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتي چې جنسیتي اپارټایډ د جرمونو د کنوانسیون په مسوده کې شامل کړي.

دغه لیک د پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو سازمان ته استول شوی او د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن، د نوبل د سولې جایزې ګټونکو ملالې یوسفزۍ او شیرین عبادي، یو شمېر افغان معترضو ښځو، سیاستوالو، ډیپلوماتانو او د بشري او د ښځو د حقونو پېژندل شویو بنسټونو لاسلیک کړی دی.

په دې لیک کې دغو فعالانو او بنسټونو، د دوی په ټکو د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو ژور او بنسټیز ظلمونه په نړۍ کې د جنسیتي تبعیض د یوې بېلګې په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې د یو جرم په توګه د جنسیتي تبعیض پېژندل کولای شي د ښځو پر وړاندې د تبعیض د پای ته رسولو لپاره یو مهم ګام وي.

د رواداري په نوم د بشری حقونو د یو سازمان مشرې شهرزاد اکبر چې دغه لیک یې هم لاسلیک کړی، د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په پام کې نیولو سره پکار ده چې په نړیوال حقوقی نظام کې جنسیتي اپارټاید د جرم په توګه تعریف شي.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

اکبر وویل: "دا ليک او دا حقوقي لنډیز د دغه پوهې پر بنسټ تنظیم شوی چې په نړیوال حقوقي نظام کې یوه تشه موجوده ده چې اجازه نه ورکوي چې د جنسیت پر بنسټ یو پراخ او سیستماتیک تبعیض چې اوسمهال په افغانستان کې شته، د حقوقو په نظام کې د يوه جرم په توګه تعریف شي او طبعاً د حساب ورکولو مشخص میکانېزم ولري."

په ورته وخت کې سیاسي فعالې فوزیې کوفي چې دې هم دغه لیک لاسلیک کړی، ازادي راډيو ته یې وویل چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه، جنسیتي توپیر دی او عاملین یې باید ځواب ورکړي.

کوفي وویل: "د جنسیتي اپارټایډ اصطلاح، چې له بده مرغه د نړیوالو سازمانونو په قاموس کې د یوې پدیدې په حیث چې حقوقي پایلې ولري، نه ده پېژندل شوې. مونږ غوښتنه وکړه چې دا اصطلاح د ملګرو ملتونو په حقوقي قاموس کې شامله شي، لکه د یوه جنګي جنايت په څېر، يعنې که څوک جنسیتي اپارټایډ تر سره کړي باید مجازات شي."

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

د دغه پرانیستي لیک لاسلیک کوونکي د بشریت پر وړاندې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون په مسوده کې چې د روان کال د اکټوبر په ۱۱مه او ۱۲مه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پرې بحث کېږي، د جنسیتي تبعیض نه شاملول یوه نیمګړتیا ګڼي او وايي چې د دې شاملول به د قربانیانو او پاتې شویو سره مرسته وکړي چې له مجرمینو څخه د ټولو ترسره شوي جرمونو په خاطر، حساب واخلي.

د دوی په خبره، دا د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لپاره یو مهم فرصت دی چې عمل وکړي او بنسټیز جنسیتي تبعیض دې د جنسیتي اپارټایډ په توګه په رسمیت وپېژني.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په ګډون د ملګرو ملتونو یو شمېر لوړ پوړو استازو د افغانستان وضعیت 'د جنسیت پر بنسټ اپارټایډ' بللی، خو تر اوسه دا اصطلاح د تر ټولو بدو نړیوالو جنایتونو په لېست کې په رسمیت نه ده پيژندل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ۸۰ غړو هېوادونو او څارونکو، د چهارشنبې په ورځ په یوې ګډې اعلامیې کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت فرمانونه تر ټولو سخت سیستماتیک، ظالمانه او له تاوتریخوالي ډک تبعیض بللی او له طالبانو یې غوښتي چې د اسلامي لارښوونو او نړیوالو قوانینو سره سم، د افغانستان په عامه او سیاسي ژوند کې د ښځو او نجونو، پوره مساوي او معنا داره ونډه تضمین کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه دا ډول غوښتنو ته پام نه دی کړی، بلکې تل یې ټینګار کړی چې د ښځو حقونه د اسلامی شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې، ښوونځیو ته له تلو منع کړې او د پوهنتون دروازې یې هم د دوی پر مخ وتړلې.

ښځو ته په ډیرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي او په سینګارتونونو کې هم د دوی فعالیت منع دی.

طالبانو دغه شان ښځې له محرم پرته له لرې واټن سفر څخه منع کړې او تفریح ځایونو، لوبغالو، او د ښځینه حمامونو ته يې هم د دوی په تګ بندیز لګولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG