خبرونه
افغانستان بانک نن ۱۳ میلیونه ډالر لیلاموي

د طالبانو تر کنټرول لاندې "افغانستان بانک" وايي، چې نن یکشنبه (د سپتمبر ۳مه) به ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کړي.
دغه بانک د دې اقدام هدف، د افغانیو د ارزښت ثابته ساتل بللي دي.
تېره اونۍ "د افغانستان بانک" ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د امريکايي ډالر په ګډون د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د "افغانۍ" ارزښت لوړ شوى دى.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په دره نور کې زلزلې یو شمیر کسان ټپيان کړي

د ننګرهار په دره نور کې زلزلې پنځلس تنه ټپيان کړې دي.
په دره نور ولسوالي کې روغتیایي چاروکو پرون ناوخته وویل چې دا ټپيان روغتون ته انتقال شوې دي.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله د سې شنبې په ورځ له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه.
د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.
طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د جمهوري نظام د وخت د اوبو یوه پروژه دې بیرته پیل کړي

طالبانو له جاپانه غوښتې دي چې د نوي کابل د څښاک اوبو پروژه بیرته پيل کړي.
دا پروژه چې د جمهوري نظام پرمهال په دوه زره شلم کې د جاپان نړیوالو همکاریو د ادارې( جایکا) په مرسته د څلرویشت میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پيل شوې وه، د نظام له سقوط سره یې چارې ودریدې.
په کابل کې پرون د طالبانو د اقتصاد وزارت چارواکو د جاپان د سفارت له غړیو سره د خبرو پرمهال د دې پروژې د کار د بیا پيل غوښتنه وکړه.
یوشمیر نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي په راتلونکو څو کلونو کې په کابل کې ترمځکې لاندې د اوبو سرچینې وچې شي.
په زرګونو افغانان له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ افغانستان ته ستنیدلي

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ له لس زرو ډیر افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دفتر نن( سې شنبه) په یوه بیان کې وویل چې له له نهه زره پنځه سوه ډیر کډوال له پاکستانه او نژدې څوارلس سوه له ایرانه ستنیدلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په وینا، د کال له پیل راهیسې له شپږ لکه دوه شپیته زره څخه ډیر افغانان له پاکستانه، افغانستان ته تللي دي.
همداراز د کال له پيله ایران د شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه باطل کړي او له خپلې خاورې یې د نژدې دوه میلیونه افغانانو د ایستلو بهیر پيل کړی دی.
طالبانو د جولای په دیرشمه ویلي و چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې یو میلیون او اته لکه افغانان له ایرانه اخراج شوې دي.
ننۍ زلزلې په ننګرهار کې یوشمیر کورونه نړولي دي

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قریشي بدلون وایي چې د ننۍ زلزلې له امله د ننګرهار په دره نور ولسوالي کې یوشمیر کورونه نړیدلي دي خو چاته د سر زیان نه دی اوښتی.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز په وینا، دا زلزله له جلال آباد ښار څخه درویشت کیلومتره لرې د دیرش کیلومتره په ژوروالي کې د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه وشوه.
په کابل کې هم دا زلزله احساس شوې ده.
د اګست په یو دیرشمه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په وینا زلزلې تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل او نژدې څلور زره نور یې ټپيان کړل.
یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره( یونیسف) وایي، د افغانستان راتلونکې په تعلیم ولاړه ده او طالبان باید له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د یونیسف د ماشومانو د حفاظت د برخې مشرې سین ګوپتا نن ( د سپتمبر ۲۳ مه) وویل چې ښوونځي هم د زده کړې لپاره مهم دي او هم د دې لپاره د ښوونځیو پرانیستل مهم دي چې په کم عمر نجونې واده نه شي.
یونیسف او د بشري حقونو ډلو تر دې مخکې هم د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې پر طالبانو غږ کړی دی چې له شپږ ټولګي ورپورته ښوونځي پرانیزي، خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او په افغانستان کې د دې بندیز له امله په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو پاتې شوې دي.
پزشکیان له ټرمپ سره د احتمالي کتنې امکان ردکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د احتمالي لیدنې کتنې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې له داسې چا سره خبرې نه شي کولی چې یوازې د زور په ژبه غږیږي.
پزشکیان دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تر تګ مخکې وکړې.
د ایرنا خبرې اژانس په وینا، امریکا د پزشکیان ماشومانو، د هغه زوم او د رسنیو اکثر غړیو ته ویزې نه دې ورکړي او یوازې یې د ایران ولسمشر او څو نورو کسانو ته اجازه ورکړې ده چې امریکا ته داخل شي.
سږکال د جون په میاشت کې د اسراییل او ایران د جګړې په ترڅ کې امریکایي الوتکو د ایران پر اټومي تاسیساتو بمباري وکړه چې له دې سره په وروستیو کلونو کې د تهران او واشنګتن کړکیچن اړیکي تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي.
په ختیځ کې زلزله شوې

د افغانستان په ختیځ کې نن یوه زلزله شوې چې تراوسه پورې یې د زیانونو راپورندی ورکړل شوی.
د اروپا او مدیترانې د زلزلې پیژندنې مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښترپه کچه د ۴،۹ ثبت کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د جلال په ۲۳ کیلومترۍ کې ۳۰ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې هم احساس شوي دي. تردې وړاندې د اګسټ په ۳۱ په سیمه کې ریښترپه کچه ۶،۱ زرورې زلزلې ترټولو ډیرزیانونه په کونړولایت کې خلکو ته اړولي و. د طالب چارواکو د شمیرو له مخې هغې زلزلې شاوخوا ۲ زره دوه سوه کسان وژلي او له ۴ زرو زیات ټپیان کړي و.
له هغې زلزلې وروسته په سیمه کې د ډیرو نورو زلزلو ټکانونه هم احساس شوي دي.
د فوټبال د سروزو د توپ ګټونکي وټاکل شول

عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي د بالون دور (Ballon d'Or) یا د سرو زرو د توپ جایزه وګټله او د فوټبال په نړۍ کې د غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه وټاکل شول.
دمبله په تېر فصل کې د ۳۷ ګولونو او ۱۵ پاس ګولونو په ترسره کولو وکولای شول له پاریس سنژرمن سره وځلېږي او د فرانسې او اروپا اتلانو په لیګ کې اتلولي ترلاسه کړي.
دیمبله د دې جایزې په ترلاسه کولو سره وویل: «ریښتیا هم د بیان لپاره کلمې نه لرم. له پاریسنژرمن سره یو نه هیریدونکی فصل و.» هغه زیاته کړه چې د خپلې لوبډلې سر رزونکی، لوییس انریکه « د ده لپاره د پلار په څېر» و.
ایتانا بونمتي، د اسپانیا او بارسلونا ۲۷ کلنه مدافع لوبغاړې په تاریخ کې لومړۍ ښځه شوه چې درې ځله پرلپسې په نړۍ کې د فوټبال دا تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کوي.
هغې وویل: «دا یو نه هیریدونکی احساس دی. هېڅکله یې فکر نه کاوه چې داسې مقام به ترلاسه کوي، ځکه چې په ماشومتوب کې یې فکر نه کاوه چې د ښځو فوټبال به وي.
نتنیاهو: راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د یهودانو د نوي کال یا ( روش هشانا) په درشل کې ویلي، "راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي."
نتنیاهو دا څرګندونې د دغه هېواد له لوی درستیز ایال زمیر، د دفاع له وزیر یسراییل کټز او یوشمېر نورو لوړپوړ پوځي چارواکو سره په غونډه کې وکړې.
هغه هیله څرګنده کړه چې د یهودانو نوی کال به د "امنیت، بریا او یووالي" کال وي.
د یهودانو نوی کال یا ( روش هشانا) ته بیلابیل تعریفونه ورکول کیږي او د قضاوت د ورځې یا د یاد ورځې په نوم هم لمانځل کیږي.
د یهودو د دود له مخې دا د ادم علیه السلام د پيدایښت یادونه کوي او په کې د هر ساکښ د بل کال تقدیر ټاکل کیږي.
د قاچاقي سفرونو یو خطرناک ډول، یو ۱۳ کلن افغان ماشوم تر الوتکې لاندې ځان تر هنده رسولی

هندي رسنیو ویلي، هغه ۱۳ کلن افغان ماشوم چې د کام ایر الوتکې د ټایر په ځای کې یې ځان په قاچاقي ډول له کابله، تر نوي ډیلي رسولی و، ژوندی پاته دی او بیرته کابل ته لیږل شوی دی.
د هندوستان ټایمز په ګډون ګڼو هندي رسنیو پرون دوشنبه د نوي ډیلي د اندراګاندي هوایي ډګر د مسولانو په حواله ویلي، دغه پيښه د کام ایر د یکشنبې ورځې په پرواز کې شوې ده.
دغه ماشوم امنیتي مسولانو ته ویلي، په پټه د کابل هوایي ډګر ته ننوتلی او له الوتنې مخکې یې ځان تر الوتکې لاندې د ټایر یا د ناستې ګېر په خالیګا کې پټ کړی.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تیارې لاندې ځان پټول د قاچاقي کډوالۍ یو ډول دی چې اکثره په لوړه ارتفاع کې د سړې هوا او اکسیجن د کموالي له کبله د مړینې لامل کیږي.
د هندوستان ټایمز په لیکنه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې هغه دوه نرینه مړه وموندل شول چې له ډومینیک جمهوریت نه د امریکا فلوریدا ته د الوتکې لاندې د ټیرونو خالیګا کې پټ شوي وو.