د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت ځواکونو یې د افغانستان د خپلواکۍ جشن د نمانځنې د مراسمو مخنیوی کړی.
یو شمېر کسانو دا هم ویلي، چې طالبانو د درې رنګه ملي بیرغ د لېږد په سر وهلي، ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
فریدې سیال په دې مرکه کې له هغه ځوان سره خبرې کړي، چې نن په ننګرهار کې د شاه امان الله خان مقبرې ته د ګلونو د ګېډۍ له وړلو او د ملي بیرغ د پورته کولو وروسته د طالبانو له خوا وهل شوی دی.
د مرکې د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ: