نړۍ
برېتانیا: درېیمه برخه نوي ماشومان له غیر برېتانوي میندو زېږیدلي

د برېتانیا په انګلنډ یا انګلیستان او ویلز ایالتونو کې تېر کال د زېږېدلیو ماشومانو په درو کې د دوو برخو میندې هغه ښځې وې، چې له نورو هیوادونو یې بریتانیا ته مهاجرت کړی دی.
مېل ورځپاڼې پرون (پنجشنبې) د بریتانیا د ملي احصایې د معلوماتو پر اساس وویل، چې په ویلز او انګلنډ کې ۴ لکه ۲۲ زره ۹ ماشومان زېږېدلي چې د هغو په منځ کې د څه باندې دېرش سلنه میندې هغه ښځې دي چې له نورو هیوادونو بریتانیا ته کډوالې شوي.
تر ټولو ډېر ماشومان د هندي، پاکستاني او رومانیايي میندو دي خو افغان میندې هم په لسو لومړیو بهرنیو میندو کې شاملیږي چې ډېر ماشومان یې زېږولي دي.
په وروستیو دوو کلونو کې بریتانیا ته د افغانانو مهاجرت په بې ساري ډول زیات شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ: د مسکو او کییف جګړه د ماشومانو شخړې ته ورته ده

د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین جګړه د ماشومانو ترمنځ جګړې سره پرتله کړه.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جرمني له صدراعظم فریدریښ میرڅ سره په واشنګتن کې د ګډې غونډې پرمهال وویل، ځیني وختونه تاسو په یوه پارک کې دوه ماشومان وینئ چې د لیوني په څیر یو بل وهي او له یوه بله کرکه کوي، نو کله ناکله دا غوره وي چې دوی د څه وخت لپاره همداسې پریږدئ او بیا یې سره جلا کړئ.
ولسمشر ټرمپ د کییف او مسکو ترمنځ د سمدستي سولې امکان کم وباله.
ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال ویلي و چې دا جګړه به ډير ژر ختمه کړي، خو اوس داسې ښکاري چې دی مایوسه شوی دی.
دی وایي، د دواړو هیوادونو ترمنځ دښمني زیاته شوې او ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي له یوه بله ډیره کرکه لري.
اسراییل لبنان ته خبرداری ورکړ

د اسراییل دفاع وزیر نن خبرداری ورکړ چې تر هغو به د اسراییل بمبارۍ پر لبنان روانې وي چې ایران پلوه حزب اله ډله بې وسلو شوې نه وي.
اسراییل کاتز دا خبرې یوه ورځ وروسته تر دې وکړې چې اسراییلي ځواکونو د لبنان د پلازمینې بیروت پر جنوبي برخو بمبارۍ وکړې.
د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز په یوه بیان کې نن وویل، باید د تړونونو درناوی وشي که داسې ونه شي، اسراییل به په ډیر قوت خپلو بریدونو ته ادامه ورکړو.
ښاغلي کاټز زیاته کړه چې دی دا خبره د لبنان د ولسمشر جوزف عون د تیرې شپې په ځواب کې کوي، چې پر بیروت باندې یې د اسراییلي ځواکونو بریدونه د نومبر د میاشتې له شوي اوربند څخه سرغړونه بللې ده.
د نومبر د اووه ویشتمې نیټې د تړون له مخې د حزب اله وسله وال باید بې وسلو شي او د لبنان په شمال کې د لیطاني له سیند څخه دیرش کیلومتره د اسراییل له پولې شاته شي.
روسیې پر اوکراین درنه بمباري کړې

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه خپل چلند نه بدلوي، د اوکراین پر وولین، لویف، ترنوپیل، کییف، سومي، پولتاوا، خَمل نېڅکي، چرکاسي او د چرنهیف شاوخوا یې پراخ بریدونه کړې دي.
ولودمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه کې دا هم لیکلي دي چې نن روسیې تر څلور سوه په ډیرو ډرون الوتکو او څلویښت توغندیو چې بالستیک توغندي هم پکې و دا بریدونه کړې دي چې له امله یې نهه څلویښت تنه ټپيان شوي او تر اوسه د درې کسانو مړینه تایید شوې ده چې دا کسان د اوکراین د بیړنیو چارو د ادارو غړي وو.
دا بریدونه وروسته تر دې وشول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال خبرداری ورکړ چې د اوکراین د هغو ډرون الوتکو د بریدونو غچ به واخلي چې د روسیې دننه یې اهداف په نښه کړې دي.
د اوکراین د امنیتي ادارې چارواکو د ازادې اروپا /ازادي راډیو ته ویلي دي چې د جون د لومړۍ نیټې په برید کې یې تر څلویښت پورې داسې روسیي الوتکې د روسیې دننه په نښه کړې، چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري.
له افغانستان پرته د نړۍ په اکثر اسلامي هیوادو کې د اختر لمونځ ادا شو

نن په مکه مکرمه کې د اختر لمونځ ادا شو.
حاجیانو تیره شپه په مزدلفه کې ګاټي راغونډ کړل چې نن په منی کې شیطانان وولي.
پرون ورځ حاجیانو په عرفات کې تیره کړه، خو په افغانستان کې نن د عرفې ورځ اعلان شوې او طالبانو ویلي دي چې د شنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
سږکال د دیرش زره افغانانو په شمول د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
ّپاکستان په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.
محمد اسحق دار دا خبره نن په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي دار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.
پاکستان داسې وخت د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.
په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې هند اعلان وکړ د هغو ترهګرو ډلو مرکزونه یې په نښه کړل چې په هندي کشمیر کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت درلود.
پاکستان تورن دی چې له کلونو راهیسې یې په بندیزونو کې د شاملو ترهګرو ډلو القاعدې، لشکر طیبه، داعش او څو نورو ګروپونو او د هغوی د سیمه ییزو تړلیو ملیشو کوربه توب کړی.
ازبکستان د فوټبال نړیوال جام ته ووت

ازبکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام ته لار پيدا کړه.
د افغانستان ګاونډي ازبکستان تېره شپه که څه هم له متحده عرب اماراتو سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړه خو د تېرو ښو امتیازاتو په خاطر نړیوال جام ته ولاړ.
تر ازبکستان مخکې په همدې ګروپ کې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم نړیوال جام ته لار پيدا کړې ده.
د فوټبال نړیوال جام به کال ته د امریکا په کوربه توب ترسره شي.
د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې بیا هسپانیې خپله سیاله فرانسه ماته کړه او پایلوبې ته ووته.
هسپانیې ۵ پر څلور فرانسه له مخې لرې کړه.
تمه ده په پایلوبه کې هسپانیه او ګاونډی یې پرتګال را روانه یکشنبه مخ شي.
پرتګال په نیمه پایلوبه کې ۲ پر ۱ جرمني ته ماته ورکړې وه.
رونالډو خپله لوبډله د اروپایي ملتونو د فوټبال پایلوبې ته ورسوله

د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې نن ماښام اسپانیا او فرانسه د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د نننۍ لوبې ګټونکی به پایلوبې ته ځي او هلته به له پرتګال سره مخامخ کیږي.
د پرتګال لوبډلې تېره شپه جرمني ته دوه-یو ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د بیګنۍ لوبې د بریا ګول د پرتګال د فوټبال ستوري کرستیانو رونالډو وواهه.
جرمني د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره ۶۰ زره سرتېرو ته اړتیا لري

د جرمني د دفاع وزیر ویلي، په ناټو سازمان کې د خپلې دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره شپیته زره نورو سرتیرو ته اړتیا لري.
بوریس پیستوریوس دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.
د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، د ناټو د یوه نوي پروګرام له مخې غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي وړتیاوې شاوخوا دیرش فیصده لوړې کړي.
تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، د دافع هوا سیستم، لرې واټن ویشتونکو وسلو، لوژستیک او د ځمکنیو ځواکونو د تشکیل پراخوالی یې اصلي لومړیتوبونه دي.
نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده

نن پنجشنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات غونډۍ او شاخواو دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا جمعه د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو نژدې یو نیم میلیون مسلمانانو د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
د طالبانو حکومت وايي، د حج د مراسمو لپاره دیرش زره حاجیان له افغانستانه ورغلي دي.
طالبانو د جمعې ورځ عرفه او د شنبې ورځ د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.
پوتین ټرمپ ته په ټیلفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اوکراین د بریدونو ځواب به ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په " په واضع توګه خبرداری" ورکړی چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ځواب به ورکوي.
اوکرایین د تیرې اونۍ په پای کې د روسیې په بیلابیلو پوځي هوايي اډو کې بم غورځونکې الوتکې په نښه کړې وې.
ټرمپ پر خپلې سوشل پاڼې ټروټ کې ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې "ښې ټیلفونې خبرې اترې" درلودې خو د هغه په ټکو دا خبرې اترې اوربند او سولې ته د رسیدو په مانا نه دي.
د ټرمپ په خبره، له پوتین سره يې د ۷۵ دقیقو خبرو اترو ډیر برخه د اوکرایین د امنیتي ادارې له خوا د روسیه دننه د روانې میاشتې د لومړی نیټې بریدونه وول.
د ټرمپ په ټکو، " موږ د روسیې دننه په بم غورځوونکو الوتکو د اوکرایین د بریدونو په اړه خبرې وکړې".
هغه زیاته کړه، "پوتین په ډیر تاکید سره وویل مجبور دی چې د روسیې پر هوايي اډو د اوکرایین د بریدونو ځواب ورکړي".
له دې وړاندې د اوکرایین امنیتي ادارې ادعا کړې وه چې ۴۰بم غورځوونکې روسیې الوتکې يې په بیلابیلو هوايي اډو کې په نښه او ویجاړې کړي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا بریدونه ستایلی وو او په خبره يې چې د دې بریدونو لپاره ۱۸میاشتې مخکې پلان برابر کړی و.
د پوتین او ټرمپ ترمنځ له ټیلفوني خبرو اترو وروسته د کرملین د بهرنۍ سیاست مرستیال یوري اوشاکوف د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، ټرمپ، پوتین ته ویلي چې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو ناخبره و.
اوشاکوف وړاندې وویل، په دې بحثونه روان دي چې روسیه د اوکرایین د دې بریدونو ځواب څنګه ورکړي، خو په دې اړه يې ډیر جزیات ور نه کړل.