د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي، یان ایګلند ویلي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ستونزه له کنټروله د وتلو په حال کې ده، ځکه د ده په خبره اوس مهال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۲۵ هغو کې ماشومان او میندې یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
زموږ همکار، محمد خاطر پردېس پر همدې مسله د اقتصادي چارو له شنونکي، محب شریف سره خبرې کړي او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د ماشومانو ترڅنګ، ولې د لویانو، په ځانګړي توګه میندو ترمنځ د خوارځواکۍ ستونزه په چټکۍ سره د پراخیدو په حال کې ده؟