افغانستان
د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته روان شوی

طالبان وايي، د دوی د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی پرون ترکیې ته روان شو.
باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په ولکه کې دی، راپور ورکړی، چې د دوی دغه پلاوی به په ترکیه کې له پانګهوالو سره وګوري او هلته به په یوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي چې په افغانستان کې به د پانګونې پر جلب متمرکز وي.
په خپله ترکي رسنیو په دې باب څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستاني پوځیانو څلور افغانانو د ترهګرۍ بریدونو په تور نیولي

د راپورونو په اساس دا کسان پرون په یو لړ عملیاتو کې د بلوچستان په توبه کاکړي سیمه کې له کلاشینکوفونو، لاسي بمونو او نورو مهماتو سره یوځای نیول شوي.
دغو کسانو اعتراف کړی چې ګواکې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ بریدونو پلان درلود.
نه دي ویل شوي چې دغو کسانو په څه ډول شرایطو کې اعتراف کړی.
پاکستاني چارواکو مخکې هم په دغه هېواد کې په ترهګرۍ پېښو کې د افغان اتباعو د ښکېلتیا په اړه تورونه لګولي.
طالب چارواکو د دې وروستۍ پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو مخکې يې دا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په نا امنیو کې افغان اتباع ښکېل دي یا له افغانستانه څوک د بریدونو لپاره ور اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت د هغو د اغېزو په اړه راپور ورکوي. ښاغلی ګوتیریش په هرو دریو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت په اړه راپور وړاندې کوي.
اوسنی راپور چې ملګرو ملتونو نن په خپله پاڼه خپور کړی له سیاسي تحولاتو نیولې تر امنیت، بشري حقونو، مرستو او د یوناما په ملاتړ باندې څرخیږي.
په راپور کې ویل شوي چې اوسنیو افغان چارواکو طبي زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په اړه نوي محدودیتونه لګولي او د "امرباالمعروف او نهی عن المنکر" قانون په پلي کولو سره یې د ښځو ژوند لا محدود کړی.
په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان کنټرول واخیست، دوی د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې.
طالبانو همداراز ښځې په غیر دولتي موسسو کې له کاره منع کړې او په دولتي ادارو کې یې هم پر کارونو ګڼ بندیزونه ولګول. دوی تر هغه مخکې ښځې له پارکونو، عمومي حمامونو، تفریح ځایونو او له محرم پرته د اوږده واټن له سفر منع کړې.
د طالبانو محدودیتونه که څه هم نړیوالې ټولنې په پراخه کچه غندلي خو د دوی چارواکو لا د خپلو پالیسیو په بدلولو کې کوم نرمښت نه دی ښوولی.
ایف.بي.آی د کابل هوایي ډګر خونړي برید د طراح تازه انځور خپور کړی دی

د امریکا د فدرالي څیړنو د ادارې ( ایف.بي.آی) مشر کش پټېل تېره شپه ناوخته د داعش خراسان څانګې د غړي، چې د دوی د ادعا له مخې د کابل د هوایي ډګر د برید یو طراح دی، انځور خپور کړی.
پټيل پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له دغه انځور سره لیکلي چې محمد شریف الله تېره شپه امریکا ته رسیدلی او د عدالت منګولو ته سپارل کیږي.
د کابل هوایي ډګر په ابي دروازه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشته، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د تخلیې پر مهال، خونړی برید وشو چې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.
د برید مسولیت هغه مهال داعش وسله والې ډلې ومانه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه شپه ګانګرس ته د وینا پر مهال له پاکستانه مننه وکړه چې د داعش دغه غړی یې نیولی دی.
که څه هم ښاغلي ټرمپ د داعش د دغه غړي هویت په ډاګه نه کړ، خو تېره ورځ د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف وویل چې دغه کس د افغانستان تبع دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وویل، په پاکستان کې د داعش د غړي نیول، د دې ښکارندویي کوي چې داعش پاکستان ته پنا وړې او هلته یې ځالې جوړې کړې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د زده کړو د فعال وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د زده کړو د فعال وزیر خان د نیولو په اړه اندیښنه ښودلې او د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۵مه) پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، یوه اونۍ کیږي چې د طالبانو استخباراتو دغه فعال نیولی، خو زیاته کړې ده چې کورنۍ یې د هغوی د ځای ځایږي په اړه معلومات نه لري.
وزیرخان په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره کمپاینونه کول او د خپلو فعالیتونو انځورونه یې پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپرول.
سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه فعال سملاسي او له کوم شرط پرته خوشې کړي.
طالبانو تراوسه د هغه د نیولو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې.
د هغه د کورنۍ غړو دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د وزیر خان د وضعیت په اړه اندیښنه لري او هیڅوک یې د حال په اړه معلومات نه ورکوي.
د اتلانو جام دویمه نیمه پایلوبه، نیوزلنډ جنوبي افریقا ته ۳۶۳ هدف ورکړ

د کریکټ د اتلانو جام ( چمپینز ترافۍ) دویمه نیمه پایلوبه کې نیوزلنډ د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۶۳ منډو هدف ورکړ.
د لوبې پچه نیوزیلند وګټله او د ټولو اورونو په لوبېدو او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې دومره منډې وکړې.
د نیوزلنډ لوبډله به وروسته خپل بیټینګ پيلوي، خو د دومره لوی هدف پوره کول به ورته ګران پریوزي.
د نن ورځې بریالۍ لوبډله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ ( د مارچ په نهمه) له هند سره پایلوبه ولري.
هند پرون استرالیا ته په څلورو ویکټو ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پيدا کړه.
د تورخم په نننۍ نښته کې دوه افغان خبریالان ټپیان شوي

د تورخم په نننۍ جګړه کې دوه افغان خبریالان ټپیان شوي دي.
په تورخم کې یو سیمه ییز خبریال نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، په نننۍ جګړه کې د ټپي شویو خبریالانو وضعیت نازک دی.
دوی کې یو د پژواک خبریال محمد شینواری او بل د حریت په نوم د یوې ویب پاڼې خبریال عزیزالحسن نعماني دی.
دوی هلته له سیمې راپور چمتو کاوه چې د هاوان مرمۍ باندې ټپیان شول.
په تورخم کې نن غرمه مهال یو ځل بیا د پاکستاني او طالب د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې وه.
د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې له کله چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه جوړه شوې، دا دریم ځل دی چې یو پر بل د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.
د جګړې په لومړۍ ورځ پاکستان خواته د ځینو ملیشه سرتیرو د ټپي کېدو راپورونه خپاره شول.
طالبانو ویلي، د دوی یو سرتیری جګړه کې وژل شوی او یوشمېر نور برسیرن ټپیان دي.
تورخم کې نن غرمه مهال بیا جګړه شوې، د درنو وسلو ډزې تبادله شوي

په تورخم کې نن چهارشنبه غرمه مهال یو ځل بیا د دواړو لورویو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې چې له تورخمه یې ازادۍ راډيو سره خبرې کولې وویل، جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې د پاکستان یوې وړې بې پيلوټه الوتکې د دوی پر یوې پوستې برید وکړ.
سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم او غږ خپور شي زیاته کړه چې دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د سرچینې په ټکو دواړه لوري یو د بل پر اهدافو د توپونو او نورو درنو وسلو ډزې کوي.
تورخم د فبرورۍ له ۲۱مې را په دې خوا د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ په وړاندې تړل شوی دی
دغلته د جګړې له دواړو لوریو ته سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او خوندي سیمو ته تللي دي.
په بنو کې ځانمرګي او ډله ییز برید ۵ پوځیان او ۱۳ ملکیان وژلي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې پروني ځانمرګي او ډله ییز برید کې افغانان ښکیل وو.
پوځ نن چهارشنبه( د کب ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر پوځي مرکز شوی دغه برید " د خوارجو د مشرانو له خوا" چې افغانستان کې دي، پلان شوی و.
حمله د دوو ځانمرګو بریدونو په وسیله پيل او بیا نور وسله وال پوځي مرکز ته دننه شول.
د ټولو برید کوونکو شمېر ۱۶ ښودل شوی چې ویل کیږي څلور هغه یې ځانمرګي وو.
د پوځ د اعلامیې په ټکو، برید کې د پنځو پوځیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.
دوی یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې له خپلې خاورې دې د نورو په ضد چاته د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکوي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې تر دې یې ورته تورونه رد کړي او ویلې يې دي، دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.
شهبازشریف: په ۲۰۲۱ کال کې د کابل پر هوايي ډګر د برید مسول کس پاکستان نیولی دی

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې هغه غړی چې د کابل هوایي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د برید په تړاو نیول شوی، د افغانستان تبع دی.
شریف نن چهارشنبه ( د کب ۱۵مه) پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل چې د شریف الله په نوم د داعش دغه غړی د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته نژدې د دوی په عملیاتو کې نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار وختي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې په افغانستان کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژنې عامل نیول شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شهباز شریف د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، په پاکستان کې د داعش د غړو نیول د دې ښکارندویي کوي چې داعش پاکستان ته پنا وړې او هلته یې ځالې جوړې کړي.
هغه زیاته کړې، دا موضوع هیڅ په افغانستان پورې اړه نه لري.
ټرمپ که څه هم د دغه نیول شوي کس هویت څرګند نه کړ، خو له پاکستانه یې د هغه د نیولو له کبله مننه وکړه.
بل لورته د امریکا د فدرالي څیړنو د ادارې یا ( ایف.بي.آی) مشر کش پټېل ویلي، دغه کس تېره شپه د دوی منګولو ته ور رسیدلی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د کابل په هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنه وشوه چې ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغانان پکې ووژل شول.
د دې حملې پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلې وه.
تورخم کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښته شوې

په تورخم کې نن چهارشنبه غرمه مهال یو ځل بیا د دواړو لورویو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې چې له تورخمه یې ازادۍ راډيو سره خبرې کولې وویل، جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې د پاکستان یوې وړې بې پيلوټه الوتکې د دوی پر یوې پوستې برید وکړ.
سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم او غږ خپور شي زیاته کړه چې دغه برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د سرچینې په ټکو دواړه لوري یو د بل پر اهدافو د توپونو او نورو درنو وسلو ډزې کوي.
جګړه د لومړي ځل لپاره د دوشنبې په شپه ونښته چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه واړول.
د سه شنبې په شپه هم دواړو لور ډزې سره تبادله کړې وې.
تورخم د فبرورۍ له ۲۱مې را په دې خوا د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ په وړاندې تړل شوی دی
دغلته د جګړې له دواړو لوریو ته سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او خوندي سیمو ته تللي دي.