د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۰

نړۍ

ایران کې د پنځو افغانانو په ګډون ۶۱ کسان اعدام شوي

ارشیف
ارشیف

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، تېره جولای میاشته کې ۶۱ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې پنځه افغانان او یوولس بلوڅان شامل دي.

په ټوله کې څلور ښځې هم د اعدام شویو کسانو په ډله کې دي.

د خبرپاڼې له مخې اعدام شوي کسان د نشه یي توکو په قاچاق، وژنو او جنسي تیریو محکوم شوی وو.

د بشري حقونو یاد بنسټ وایي، روان ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې اعدامونه د پام وړ زیات شوي او په خبره یې د همدې کال له پيله تراوسه ۴۲۳ کسان دغه هېواد کې اعدام شوي دي.

ایراني چارواکي بیا د اعدام د حکمونو ننګه کوي او د اسلامي احکامو د تطبیق برخه یې بولي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو سره د تیلو بیې هم لوړې شوې

د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د بیا پیل او د دواړو لورو ترمنځ د کمزورې اوربند د راتلونکې په اړه د اندېښنو د زیاتېدو له امله د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې څه باندې څلور سلنه لوړې شوې.

د امریکا د اومه تېلو بیه ۴،۳ سلنه لوړه شوه او د هربیرل بیه یې ۷۴ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته ورسېده. د برېنټ اومه تېلو بیه هم ۴،۲ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه ۷۹ ډالره او ۲۱ سېنټو ته ورسیده.

د تیلو بیې وروسته له هغې لوړې شوې چې د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې پر ځینو هدفونو تازه بریدونه وکړل او ایران په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید وکړ. د ایران د سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي، خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دغه سمندري لار د هغوکشتیو لپاره پرانیستې ده چې غواړي په قانوني ډول تګ راتګ وکړي.

د ټایلنډ په یوه کلپ کې د اورلګیدنې له امله لږترلږه ۲۷ کسان مړه او شاوخوا ۶۰ نورټپیان شوي

د ټایلنډ د بنکاک ښار په یوه کلپ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. اور د یکشنبې شپې ناوخته هغه مهال ولګېد چې کلپ له خلکو ډک و. عیني شاهدانو ویلي، لومړی د کلوپ دننه لوګي راپورته شول او بیا د چاودنې غږ واورېدل شوچې وروسته ودانۍ په چټکۍ سره له لوګیو ډکه شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ډېرو قربانیانو مړي د کلپ په تشنابونو کې موندل شوي چې هلته بند پاتې شوي وو. ودانۍ د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. چارواکي د پېښې د لامل او د اور خوندیتوب د مقرراتو د مراعات کېدو په اړه پلټنې کوي.

امریکا پرایران نوي بریدونه وکړل؛ ایران هم په ځواب کې په سیمه کې امریکایي هدفونه په نښه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې نن دوشنبې سهاروختي یې پر ایران نور بریدونه وکړل، ترڅو په هرمزتنګي کې په ازاد ډول د سوداګریزو کشتیو او ملکي کارکونکو پرتګ راتګ د دې هیواد د بریدونو وړتیاوې نورې هم کمې کړي.

سینټکام په یوه اعلامیه کې وویل: "اعلیٰ سرقوماندان (چې اشاره یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ده) د دغو بریدونو امر کړی، څو ایراني ځواکونه د خپلو کړنو په وړاندې حساب ورکوونکي وګرځول شي."

د سینټکام په اعلامیه کې د بریدونو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې آیا دغه عملیات چې نن سهاروختي ترسره شول لاهم د خلیج په سیمه کې روان وو که نه.

په عین حال کې ایراني رسنیو د بندرعباس، سیرک او بوشهرولایت په ګډون هرمز تنګي ته نژدې یوشمیرسیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.

د امریکا د خلیج عربي متحدینو هم راپور ورکړ چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د ایران له لوري پرې توغندي توغول شوي دي. سپاه پاسداران ویلي چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي اډه په نښه کړي دي. کویټ هم ویلي چې ځواکونه یې په هوایي حریم کې د دښمن د توغندیو د شنډولو عملیات مخ ته وړي.

د فوټبال د نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د فرانسې او هسپانیې سیالي

د فرانسې او هسپانیې د بریدګرو لوبغاړو یوځای شوی عکس 
ښۍ خواته کیلیان امباپه او کیڼ خواته لامین یامال
د فرانسې او هسپانیې د بریدګرو لوبغاړو یوځای شوی عکس ښۍ خواته کیلیان امباپه او کیڼ خواته لامین یامال

د فوټبال د نړیوال جام په نیمه پایلوبو کې فرانسه له هسپانیې او انګلستان له ارجنتاین سره لوبیږي.

په لومړۍ نیمه پایلوبه کې به سه شنبه ماخوستن فرانسه له هسپانیې سره مخ شي.

د دوی لوبه د افغانستان په وخت د شپې یوولس نیمې پيلیږي.

فرانسه او هسپانیه په اروپا کې له دوو سرسختو سیالو ټيمونو ګڼل کېږي خو د هسپانیې د بریاوو شمېر ترې زیات دی.

دواړه ټیمونه ګڼ ستوري لوبغاړي لري له هغې ډلې فرانسه کې کیلیان امباپه او عثمان دمبله او په هسپانیې کې لامین یامال او مایکل اوریازابل د یادولو دي.

فرانسې په منځلوبو کې مراکش او هسپانیې هم بلجیم ته ماته ورکړې وه.

په دویمه نیمه پایلوبه کې د چهارشنبې په ماخوستن د نړۍ مدافع اتل ارجنتاین له انګلستان سره مخ دی.

انګلستان په منځلوبو کې ناروې له مخې لرې کړه او ارجنتاین هم سویس ته ماته ورکړې وه څو په دویمه نیمه پایلوبه کې له یو بل سره مخ شي.

د قطر پخوانی امیر ومړ او جنازه یې یکشنبه ماښام وشوه

د قطر پخوانی امیر - شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني
د قطر پخوانی امیر - شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني

د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د جنازې مراسم د یکشنبې په ماښام ترسره شول.

شیخ حمد د یکشنبې په ورځ په ۷۴ کلنۍ کې ومړ.

د هغه د مړینې په سبب په قطر کې څلور ورځې ملي ماتم اعلان شوی او ټولې ادارې تړلې دي.

شیخ حمد په ۱۹۹۵ کال کې د یوې کودتا له لارې واک ترلاسه او قطر یې په نړۍ کې د طبیعي ګازو په یوه لوی صادروونکي هېواد بدل کړ.

د نړۍ او سیمې ګڼو هېوادونو د هغه په مړینې خواشیني ښوولې.
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د شیخ حمد په دوره کې قطر له افغانستان سره دوستانه اړیکې وپاللې او له افغانستان سره یې د پام وړ مرستې وکړې.

د طالبانو حکومت هم د قطر د پخواني امیر په مړینې خواشیني ښوولې.

شیخ حمد آل ثاني په ۲۰۱۳ کال کې واک خپل زوی شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته پرېښود.

په جرمني کې تېره میاشت ۹۹ کسان ډوب او مړه شوي

جرمني کې د خلکو د لمبا وهلو یو انځور
جرمني کې د خلکو د لمبا وهلو یو انځور

په جرمني کې تېر یوه میاشت ۹۹ کسان په رودونو او سیندونو کې ډوب او مړه شوي.

د جرمني د ژوند ژغورنې فدراسیون د یکشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې.

د اعلامیې په اساس چې اکثر ډوب شوي کسان نارینه و.
په جرمني کې د یوې میاشتې په لړ کې د ۹۹ کسانو ډوبېدل او مړینه له ۲۰۰۳ کال راهیسې لوړه شمېره ګڼل کېږي.

اکثرو خلکو د سختې ګرمۍ په سبب د لمبا په هدف ځانونه سیندونو او رودونو ته اچولي و خو ډوب شوي او بېرته ژوندي نه دي راوتلي.

ځینې ځوانان بیا د الکولو یا نورو مخدره موادو له کارولو وروسته ځانونه اوبو ته اچولي.

جرمني کې تېره جون میاشت د هوا تودوخه د سانتي ګراد په کچه تر ۴۱ درجو اوښتې وه.

ټرمپ وايي په ایران یې سخت بریدونه وکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو په هرمز تنګي کې په کښتیو باندې د وروستیو حملو په غبرګون په ایران سخت ګوزارونه کړي.

هغه له سي ان ان سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي چې "موږ پرون شپه دوی سخت ووهل."

هغه دا هم وویل چې متحده ایالات او ایران د شنبې په ورځ "یوې موافقې ته ډېر نږدې وو".

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې دوی په هرمز تنګي کې په یوې باروړونکې کښتۍ د سپاه پاسداران د شنبې ورځې د برید په غبرګون د ایران لږ تر لږه ۱۴۰ پوځي اهداف په نښه کړل.

په ورته وخت کې، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه متضاد راپورونه ورکول کېږي.

د دغه تنګي په اړه د ایران څارونکې ادارې ویلي چې "کښتیو ته اجازه نشته چې دا مهال له لارې تیرې شي،" مګر د امریکا ولسمشر سي ان ان ته وویل چې "زموږ له نظره تنګی خلاص دی."

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) هم اعلان وکړ چې دا مهم تنګی خلاص دی او ایران هیڅ کنټرول نه پرې لري.

 د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس غړی لینډسي ګراهام ومړ.

د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس جمهوري غوښتونکی غړی لینډسي ګراهام پرون ماښام د ۷۱کالونو په عمر ومړ.

د هغه د رسنیو دفتر نن یکشنبې د یو بیان په خپرولو سره ویلي،" ګراهام پرون ماښام د یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ له کبله ومړ".

ګراهام د امریکا په بهرني سیاست کې اغیزمن کس و چې د افغانستان په مسایلو کې يې فعاله ونډه درلوده.

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو له پریکړې سره مخالف و او په ځلونو يې د دغو ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه د ایران کلک مخالف او د ټرمپ له نژدې کسانو څخه و.

د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په هرمز تنګي کې په خوندي ډول د کشتیو د تګ راتګ پر میکانیزمونو خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي چې د عمان د بهرنیو چارو له وزیرسره په کتنه کې یې د هرمزتنګي له لارې په خوندي ډول د کشتیو د تګ راتګ د مناسبو میکانیزمونو په اړه نظریات تبادله کړل. د رویترز د راپورله مځې هغه دا خبره د شنبې په ورځ پرخپل ټلګرام چینل کې کړې خو په دې اړه یې نورجزیات ندي ورکړي. د ایراني رسنيو د راپورله مخې نوموړی د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ عمان ته د دې لپاره تللی چې د هغه هیواد له چارواکو سره د سیمې، په ځانګړې ډول د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

تردې سفریوه ورځ مخکې بلومبرګ راپورورکړی و چې عمان له هغو کشتیو د فیس اخیستو سره چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي، خپل کلک مخالفت ملګروملتونو ته وړاندی کړی دی. د ایران او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به ایران او عمان دواړه د هرمزتنګي له لارې د کشتیو تګ راتګ تنظیموي.

د اسراییل او لبنان د هوکړې له مخې یوه امریکایي پوځي پلاوي د لبنان پوځ ته د یوشمیر جنوبي سیمو د کنټرول د لیږد په اړه خبري وکړې

آرشیف
آرشیف

د امریکا د پوځ یوه پلاوي د لبنان په پلازمینه بیروت کې د دې هیواد د پوځ له چارواکو سره په کتنه کې د اشغال شوې سیمې له یوې «ازمایښتي سیمې» څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړي. دا خبره د لبنان یوه پوځي چارواکي د شنبې په ورځ فرانسپرس خبري آژانس ته وکړه. د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د تیرې میاشتې د هوکړې له مخې به اسراییل په تدریجي ډول د لبنان په جنوب کې له هغو سیمو څخه خپل ځواکونه باسي، چې هلته یې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې شیعه ډلې، حزب‌ الله، پر ضد ځای پر ځای کړي وو.

د دغې هوکړې د یوې برخې په توګه، د لبنان پوځ به چې له اوږدې مودې راهیسې یې واک محدود دی، د دوو کوچنیو ازمایښتي سیمو بشپړ کنټرول په غاړه واخلي.

د دغه چارواکي په خبره د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام به له دواړو هیوادونو سره د دغو سیمو د کنټرول د لیږد چاري همغږي کوي.

دغه هوکړه چې حزب الله ردکړې اسراییل مکلف نه بولي چې د ځواکونو د ایستلو لپاره مهالویش وټاکي او اسراییلي چارواکو ویلي چې ځواکونه به یې د لبنان د خاورې لس کیلومتره دننه هغو سیمو کې چې د حزب الله وسله وال فعال دي، امنیتي زون کې پاتې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG