د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۲

نړۍ

ګوتېریش: روسیه دې د اوکراین د غلې د صادراتو تړون بیا وغځوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش نن له روسیې وغوښتل چې د اوکراین د غلې د صادراتو تړون بیا وغځوي.

د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب دا تړون د تور سمندرګي له لارې نورې نړۍ ته د اوکراین د غلې دانې صادراتو ته اجازه ورکوي.

ګوتېریش چې په روم کې د خوړو د صادراتو د سیسټم په درې ورځنۍ سرمشریزه کې خبرې کولې وویل:د دې موافقې د لغو کېدو معنا دا ده چې د لوړو بیو تاوان به تر ټولو زیانګالي خلک پرې کوي. سرمنشي زیاته کړه، د غنمو او جوارو بیې لا له اوسه په لوړېدو دي.

ګوتېریش دا څرګندونې څوساعته وروسته له هغه وکړې چې روسیې په دانیوب سیند کې د غلې د صادراتو پر یوه مهمه لاره برید وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

زیلینسکي له لویدیځ وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کیدای شي، پټرویټ توغندي ورکړي

د روسیې له خوا پر کییف او د اوکراین پر نورو ښارونو د وروستیو مرګونو هوايي بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له خپلو لوېدیځو متحدینو څخه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې اوکراین ته دې د پېټرویټ هوايي مدافعې توغندیو او نورو اړینو وسلو د لېږد بهیر چټک کړي.

زېلېنسکي تیره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د مسکو وروستیو بریدونو ته په اشاره چې د ده په خبره د اوکراین پرښارونو یې ۳۵ کروز او بالستیک توغندي او نږدې ۱۹۰ بې‌پیلوټه الوتکې توغولې، وویل:

"موږ د روسیې د دې ترهګرۍ پر وړاندې ځوابونو ته اړتیا لرو؛ د نړۍ له خوا رښتیني ځوابونه غواړو."

هغه د اګست په لومړۍ نېټه ناوخته وویل: "په نړۍ کې هر څوک باید دا وویني چې روسیه د جګړې په اوږدولو سره د وژلو نوې لارې زده کوي او دا به یوازې پر اوکراینیانو پورې محدودې نه وي."

زېلېنسکي دغه ناهیلي داسې مهال څرګندوي چې داسې بریښي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا زړه نازړه شوی چې ایا کیف ته د دې اجازه ورکړي چې په خپله د پېټرویټ توغندي تولید کړي؟

متحده عربي امارات هڅه کوي له ایران سره کړکیچ کم کړي خو له امریکا او اسراییل سره هم اړیکې پیاوړې کوي

متحده عربي امارات هڅه کوي چې له ایران سره کړکېچ کم کړي، خو په عین حال کې له امریکا او اسرائیل سره خپلې پوځي او امنیتي همکارۍ هم پیاوړې کړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د سیمه‌ ییزو کړکېچونو د زیاتېدو په شرایطو کې دا متوازنه تګلاره د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره غوره شوې ده.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې، له موضوع د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو مشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، خپلو درېیو وروڼو ته د ایران له چارواکو سره د اړیکو د مدیریت دنده سپارلې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ راکم کړي. په دې ډله کې د ولسمشر مرستیال شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، او د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان شامل دي.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د شیخ منصور بن زاید او د ایران د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف ترمنځ، او همدارنګه د شیخ عبدالله بن زاید او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ وروستۍ ټیلیفوني خبرې د دې ډیپلوماتیکو هڅو له نښو څخه دي.

راپور زیاتوي چې متحده عربي اماراتو دا تګلاره د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند له رامنځته کېدو وروسته پیل کړه، او د جون په ۱۲مه د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم ‌لیک له لاسلیک وروسته یې خپلې هڅې لا زیاتې کړې.

ټرمپ د چټکې موافقې د ترلاسه کولو په هیله پر ایران نوی برید وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې تر هغو به پر ایران نوی برید وځنډوي، تر څو چې د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره د یوې چټکې موافقې د ترلاسه کېدو امکان موجود وي.

هغه په خپل تازه پیغام کې لیکلي چې له ایران سره د "یوې موافقې د لومړنیو چوکاټونو" په اړه هوکړه شوې ده.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشیل" کې ولیکل چې ایران او "د منځني ختیځ نور هېوادونه" د داسې یوې موافقې د بشپړولو لپاره د وخت غوښتنه کړې، چې د هرمز تنګي "سمدستي، بشپړ او هر اړخیز پرانیستل" او "د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسېدل" تضمین کړي.

هغه زیاته کړه: "د دې غوښتنې پر بنسټ، د نړۍ د ښې راتلونکې او همدارنګه د یوه بریالي او هوسا ایران د بقا لپاره، ما د برید له لغوه کولو سره موافقه کړې ده، په دې شرط چې ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسېږو."

ټرمپ وویل، اسرائیل هم "په دې ژمنه کې له ما سره یوځای کېږي." اسرائیل تر اوسه په دې اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.

سي‌این‌این: امریکا ښايي پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړي

سي‌اېن‌اېن د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې امریکا ښايي د شنبې یا یکشنبې په ورځ د ایران پر ضد د بریدونو نوی پړاو پیل کړي، خو د بریدونو وروستۍ پرېکړه او هدفونه لا نه دي روښانه او د لغوه کېدو امکان هم شته.

راپور زیاتوي چې د ایران د انرژۍ او اتومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول نطنز ته نژدې پر « کلنګ ګزلا» غر د برید لپاره هم چمتووالی روان دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به «تروریستي چلند» بې ځوابه پرېنږدي، خو داسې نښې نشته چې اسرائیل به د امریکا په دط احتمالي بریدونو کې ګډون وکړي.

سي‌اېن‌اېن همداراز وایي، د جګړې د پراخېدو او د سیمې د نورو هېوادونو د ښکېلتیا ترڅنګ، د سپاه پاسداران کورني وضعیت هم حالات نور پېچلي کړي دي.

عرقچي له بریتانیا وغوښتل خپله تګلاره بدله کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له لندن څخه وغوښتل چې د ایران پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. هغه د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو هڅه او د امریکا او اسرائیلو ملاتړ «ناموجه» وباله.

عراقچي وویل، ایران په ښه نیت ډیپلوماسي پیل کړې وه، خو امریکا د ژمنو په ماتولو سره د تفاهم عملي کېدل ګډوډ کړل.

هغه همداراز خبرداری ورکړ چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ په چارو کې د درېیمو هېوادونو لاسوهنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي.

د راپورونو له مخې، د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د ایران پر ضد په جګړه کې ښکېل نه دی او د اختلافاتو د حل لپاره په ډیپلوماسۍ باور لري او له تهران سره د اړیکو او خبرو د دوام ملاتړ کوي.


ټرمپ: ایران سره جګړه ښه روانه ده او بالاخره به شاتګ وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې له ایران سره روانه جګړه “ښه پر مخ روانه ده” او د امریکا د پوځ بریدونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې ایران به بالاخره شاتګ ته اړ شي.

ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې د ایران د جګړې د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل: “هر څه ښه روان دي. یوازنی کار چې تاسو یې کولای شئ دا دی چې بریاوو ته دوام ورکړئ، بیا به په پای کې یو څه پېښ شي، خو موږ هغوی په سختۍ سره په نښه کوو، په بشپړه توګه مو مغشوش او بې وسه کړي دي او موږ یوازې بریا ته دوام ورکوو.”

هغه زیاته کړه: “په پای کې به دوی پرته له دې بله چاره ونه لري چې بېرته راوګرځي او شاتګ وکړي.”

د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې متحده ایالاتو پر ایران یو لړ بریدونه ترسره کړي دي.

د جمعې له سهار راهیسې ایران هم ویلي چې پر کوېټ یې د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی او د هرمز په تنګي کې یې پر دوو تېلو وړونکو بېړیو توغندي توغولي دي.

پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د ګاز د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه  شوي

پاکستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د یوې ورته پخوانۍ پیښې انځور ، ارشیف
پاکستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د یوې ورته پخوانۍ پیښې انځور ، ارشیف

پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.

پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۸مه) ، کوټې ښار ته نږدې، د یوه کان شاوخوا ۱۲۰۰ متره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

د چاودنې پر مهال په کان کې ۳۶ معدنچیان وو.

د ۲ معدنچیانو د موندلو او ژغورلو لپاره عملیات لا هم روان دي چې تر خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې دي.

په سیمه کې د کانونو د چارو یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي، عبدالغني بلوچ، ویلي دي: «د میتان ګاز د زورورې چاودنې له امله یوبل ته نږدې دوه کانونه ، سخت زیانمن شوي دي.»

زرګونه کډوال د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شوي

سبته ته په لار کډوال په فنیدق سیمه کې راټول شوي دي.
سبته ته په لار کډوال په فنیدق سیمه کې راټول شوي دي.

تیره شپه زرګونه کډوال د مراکش له لارې د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شول.

د هسپانیې د پولیسو یوې سرچینې د جمعې په سهار فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۰ زره کډوال له مراکش څخه دغې سیمې ته په داسې حال کې ننوتي دي چې ټاکل شوې وه د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانشیز هلته ورسیږي.

د سرچینې په وینا، «د ټولې شپې په اوږدو کې د کډوالو د ورتګ بهیر په دوامداره توګه روان و.»

د هسپانیې پولیس سبته ښارګوتي ته د کډوالو د ورتګ دغه څپه د ۲۰۲۱ کال راهیسې دغه ښارګوتي ته د کډوالو ترټولو لویه څپه ګڼي.

اکثر دغه کډوال ځوانان او تنکي ځوانان دي چې سبتې ته د ورتګ په لار ددوی د ۱۸ کسانو مړینه تراوسه رپورټ شوې ده.

هسپانیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دافریقا کډوال هلته په ورتګ سره هڅه کوي د اروپايي اتحادیې ځمکو ته داخل شي.

د ایران پوځ وايي نن سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه برید کړی

ارشیف
ارشیف

د ایران پوځ وايي د جمعې په سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه د بې پیلوټو الوتکو برید کړی دی.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې ،راډیو فردا ،د رپوټ په اساس دایران د پوځ اعلامیه وايی چې په برید کې" دامریکا جنګي الوتکې،د ارتباط سیستمونه، او دامریکا د پوځ دتجهیزاتو زیرمتونونه په نښه شوي دي."

د ایران پوځ وايي چې دغه برید یې په ایران باندې دامریکا د چهارشنبې د شپې د بریدونو په ځواب کې کړی دی.

سیمه کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنتکام ) او د کویټ حکومت د ایران ددغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ټرمپ : د سولې پلاوی د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بې‌وسلې کولو هوکړې ته رسېدلی دی

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د «سولې پلاوی» د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بې‌وسلې کولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلی دی.

حماس د اروپايي ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې ده.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام (د اسد ۸مه) په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې ولیکل چې: «دا هوکړه یو مهم ګام دی، څو غزه بالاخره د یوې نوې فلسطینۍ ادارې تر واک لاندې راشي؛ داسې اداره چې د فلسطیني خلکو د مرستې لپاره به د سولې له پلاوي سره نږدې همکاري وکړي.»

د امریکا ولسمشر دغه هوکړه تاریخي او«د تلپاتې سولې او امنیت پر لور یو ستر ګام» بللی ده.

د سولې د پلاوي په نوم میکانیزم داسرائیل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته، چې د ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب رامنځته شو، د اوربند د څارنې او د غزې د ادارې لپاره جوړ شوی دی.

یاد پلاوي هم په خپله اېکسپاڼه کې تایید کړې چې حماس «په غزه کې د اوربند د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو لپاره یوه مفصله تګلاره منلې ده.»

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG