د ازادۍ مېلمه پروګرام کې نن په افغانستان کې د اوبو د خوندي کولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
په ګڼو ولایتونو کې کروندګر شکایت لري، چې د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره کافي اوبه نه لري.
په نړۍ کې هم د اوبو د سرچینو کمېدل یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.
زموږ همکار د اوبو او چاپېریال ساتنې د چارو له متخصص داد محمد بهیر سره خبرې کړې دي.
نور په دې بحث کې اورېدلی شئ چې کوربه یې صالح محمد صالح دی
د بحث د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: