افغانستان
کرکټ؛ یو شمېر افغان لوبغاړو په درېیو سوداګریزو لیګونو کې ګډون کړی
د افغانستان د کرکټ یو شمېر لوبغاړو په درېیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډونو په موخه امریکا، کاناډا او زمبابوې هېوادونو ته تللي دي.
که څه هم په دې تړاو د کرکټ بورډ ادارې څه نه دي ویلي، خو لوبغاړو په خپلو ټولنیزو پاڼو په یادو لیګونو کې د ګډون خبر ورکړی دی.
د امریکا په متحده ایالاتو کې د میجرلیګ په نوم سیالۍ په لومړي ځل پیل شوي چې راشدخان او قیس احمد بېلابېلو لوبډلو ته لوبېږي.
دغه راز د کاناډا شل اوریزه لیګ ګلوبل بیا تر څو کلن ځنډ وروسته یو وار بیا پيلېږي چې د فضل حق فاروقي او رحمن الله ګربز په ګډون به په کې ګڼ شمېر نور افغان لوبغاړي هم لوبه ترسره کړي.
همدارنګه د زمبابوې هېواد په لس اوریزه لیګ سیالیو کې چې په لومړي ځل ترسره کېږي محمدنبي عیسی خیل، مجیب الرحمن او حضرت الله ځاځی بېلابېلو لوبډلو پېرلي دي.
باید وویل شي چې په نږدې ورځو کې د افغانستان ملي لوبډله نړیوالې سیالۍ نه لري، خو د اګست په اخري اوونۍ کې به د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ولوبوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو ویلي، د خصوصي پوهنتونونو له استادانو ازموینه اخلي
طالبانو د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو ته ویلي چې له خپلو استادانو د هغوی د سویې او تخصص د معلومولو لپاره لیکلې او شفاهي ازموینې واخلي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وینا، دا ازموینې د لوړو زدهکړو په موسسو کې د استادانو د وړتیاوو د ارزولو لپاره ترسره کېږي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له رسمي لیک سره سم، چې پرون (دوشنبې) رسنیو ترلاسه کړ، دا ازموینې به د ځانګړې کمېټې لهخوا څارل کېږي چې مشري به یې د طالبانو د "اسلامي تخصصاتو ریاست" ريیس کوي. په دې کمېټه کې به د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو ريیسان او د هر ولایت یو استاد هم شامل وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې لارښوونه کې روښانه شوې چې ازموینې به په اسلامي مضامینو تمرکز ولري، او د زدهکړې مواد به د اسلامي تخصصاتو ریاست لهخوا چمتو کېږي. د ازموینو پایلې به د استادانو د علمي سویې د ارزولو او د طالبانو له منظور شوو علمي معیارونو سره د مطابقت لپاره وکارول شي.
د ایران د انرژۍ وزارت وايي، له افغانستانه د خپلو اوبو حق غواړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې تهران به له افغانستان سره له ګډو او سرحدي سیندونو څخه د خپلو اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره ټولې موجودې وسیلې وکاروي.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، بقايي ټینګار وکړ چې دا موضوع له هغه وخته د ایران لپاره په لومړیتوب بدله شوې، چې افغانستان د بندونو جوړول پیل کړل.
بقایي پرون (دوشنبې) د افغانستان د بندونو د پروژو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: «د بهرنیو چارو وزارت، د ملي ډیپلوماسۍ د مسوول په توګه، په پر له پسې ډول له ګډو او سرحدي سیندونو څخه د ایران د اوبو د حق موضوع د یوې ټاکلې اجنډا په توګه تعقیب کړې ده.»
ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د پاشدان بند کار بشپړېدو ته نژدې شوی دی. دا بند پر هریرود سین جوړیږي.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ کې د فاریاب سرسبز یاشلر ټیم د کندهار عینو مېنې لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د یوولسمې اوونۍ د لوبو په لړ کې د فاریاب سرسبز یاشلر ټیم د کندهار عینو مېنې لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن ماسپښین وشوه. پرون د بلخ موج ساحل لوبډلې د هرات صرافانو ټیم ته ماتې ورکړه او د فراه ابومسلم ټیم د هرات سرخ پوشان ټیم یو د صفر په وړاندې مات کړ.
د سرپل د خدیم اف سي لوبډله تېره اوونۍ د لوبو له دوام لاس پر سر شوه. د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل سیالۍ د هرات په کوربه توب د ۱۲ لوبډلو په ګډون سره د لیندۍ/ قوس پر ۱۶مه پیل شوې..
د طالبانو یوه مخالفه ډله په یوه حمله کې د ۳ طالبانو د وژلو ادعا کوي
د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې په هرات کې د دوی د وسلوالو په حمله کې تېر ماښام د طالبانو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.
دغې جبهې پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) نن دوشنبه لیکلي، چې دغه حمله د چوک سینما د تالاشۍ په پوسته کې د طالبانو د مشرانو پر لېږدوونکي پوځي موټر شوې ده.
ځینو رسنیو تېر ماښام په هرات کې د چاودنې په باب راپور ورکړی و. طالبانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دې تازه ادعا په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ادعا په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.
هند پر پکتیکا د پاکستان دوې اوونۍ مخکینۍ هوايي حمله وغندله
هند پر پکتیکا د پاکستان له هوايي برید دوې اوونۍ وروسته دغه حمله وغندله.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، هند پر بېګناه ملکيانو هر ډول برید په کلکه غندي.
هغه زیاته کړې چې دا د پاکستان پخوانۍ طریقه ده چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیانو وراچوي. د پاکستان پوځ د مرغومي/ جدي پر څلورمه ماښام مهال د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ.
طالبانو ویلي چې په برید کې ۵۱ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د طالبانو د دفاع وزارت د مرغومي پر اتمه اعلان وکړ، چې په پاکستان کې یې پر هغه ځای ځوابي بریدونه کړ، چې د افغانستان پر خاوره ورڅخه بریدونه تنظیم شوي وو.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې وروستیو کې ویلي چې په پکتیکا کې هوايي برید د پاکستان د حکومت مخالفو وسلوالو ته یو " غاښ ماتوونکی ځواب " و. اسلام اباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه پلانوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د ترکیې دفاع وزارت: په سوریه کې د عملیاتو پر مهال د کردستان د کارګرانو ګوند ۳۲ غړي وژل شوي دي
د ترکیې دفاع وزارت وايي، چې د دغه هېواد وسلوالو ځواکونو د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو پر مهال د کردستان د کارګرانو ګوند یا (PKK) ۳۲ غړي وژلي دي.
دغه وزارت پرون یکشنبه ویلي، چې د عراق په شمال کې هم د ترکیې په پوځي عملیاتو کې د کردستان د کارګرانو ګوند ۴ غړي وژل شوي دي.
په ترکیه کې د PKK ګوند فعالیت منع شوی دی. بل لوري ته د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې د سوریې په شمال کې په تېرو دوو ورځو کې د کردانو په مشرۍ د ځواکونو او د ترکیې له ملاتړه د برخمنو لوریو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو له کبله له خواوو لوریو څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
په بریتانیا کې دېره دغه بنسټ پرون یکشنبه ویلي، چې په وژل شویو کې د ترکیې د پلوي ډلو ۸۵ غړي شامل دي او ۱۶ نور کسان د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم د کردانو په مشرۍ د ملېشه وو غړي دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال ترکیې ته سفر کړی
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دوی یو هیئت ترکیې ته د رسمي سفر پر مهال د ترکیې له چارواکو او دیني عالمانو سره پر دیني، علمي مسایلو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور د یوه هیئت په مشرۍ پرون یکشنبه ترکیې ته لاړ.
دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفر د ترکیې د دیني چارو ادارې په بلنه شوی دی.
د ترکیې ځینو دیني عالمانو او چارواکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم د طالبانو پر بندیز انتقاد کړی دی.
د ترکیې یوه پېژندل شوي دیني عالم محمد ګورمز دوه کاله مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نجونو د تحصیل منع کول د منلو وړ نه دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي وو، چې د طالبانو دغه اقدام نه انساني دی او نه اسلامي.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې څلورو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
دغې ټولنې مخکې هم د زړه په سوري ځینې اخته ماشومان د درملنې لپاره په کابل کې ځینو روغتونونو ته ورپېژندلي وو.
د زړه په سوري د اخته ماشومانو تر څنګ لسګونه نور ناروغ ماشومان هم هر کال جرمني ته لېږل کېږي، چې هلته یې «د سولې کلي» بنسټ درملنه کوي.
د خوست په یوه هوټل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ګاز نیولي او مړه شوي دي
د خوست په یوه هوټل کې تېره شپه د ګازونیولو له کبله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدطاهر احرار د ازادۍ رادیو مشال څانګې ته ویلي، دغه کسان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د یوه ناروغ د درملنې لپاره خوست ته ورغلي وو.
لس ورځې مخکې بیا په خوست کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو، چې درې تنه یې ماشومان وو.
د افغانستان او پاکستان په زیاتو برخو کې خلک د پخلي او په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره ګاز کاروي، چې ځینې وخت یې ډبې منفجر کېږي او یا هم د ګازونیولو په نتیجه کې خلک مړه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیس دې له افغان خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي
«د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان» په پاکستان کې له دېره افغان کډوالو په ځانګړي ډول خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند اعتراض وکړ.
دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي: «هغه افغان خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، د بېلابېلو ناقانونه پلمو له مخې نیول کېږي، ځورول کېږي او ان د ویزې د نه لرلو په تور شړلو ته اړ کېږي.»
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادیو ساتنه وکړي. پاکستان د دې موضوع په باب رسماً څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپله اعلامیه کې له هغو ټولو سفارتونو چې د افغان خبریالانو د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو قضیې مخته بیايي، د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.
په پاکستان کې دېره افغان کډوالو ویلي، چې له تېرې سې شنبې د پلازمېنې اسلام اباد له ځینو برخو د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده او راپورونه وايي ځینې افغان کډوال د اسنادو له لرلو سره- سره افغانستان ته اخراج شوي دي.
د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو، چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر له ۳۱ مې وروسته افغان وګړي، د پولیسو له اجازه لیک پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدلای