د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

افغانستان

د افغانستان د څارنوالانو ټولنه: د لویې څارنوالۍ لغوه کول د ټولو عدلي او قضایي ارزښتونو محوه کول دي

د افغانستان د لغوه شوې لویې څارنوالۍ لوحه
د افغانستان د لغوه شوې لویې څارنوالۍ لوحه

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې د طالبانو له لوري د لویې څارنوالۍ د ادارې په لغوه کولو غبرګون وښود او دا کار یې د ټولو عدلي او قضايي ارزښتونو محوه کول وباله.

دې ټولنې پرون (پنجشنبې) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لویه څارنوالي د یوه هیواد په عدلي، حقوقي او قضايي سیستم کې یو بې پرې اورګان وي.

اعلامیه زیاتوي:په افغانستان کې په ۱۹۲۱ م کال د امان الله خان د سلطنت په دوره کې له نظام نامې یا د هماغه وخت د اساسي قانون له تصویب کېدو وروسته رامنځته شوې وه.

په وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو، لویه څارنوالي لغوه او د هغې پر ځای په بل نوم یوه وړه اداره جوړه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ کابو ټول هیوادونه لویه ځارنوالي لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستاني رسنۍ: پر ډیورند کرښه ډزې تبادله شوي

پاکستاني خبري سرچینې وايي چې د دغه هېواد او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نن سهار ډزې تبادله شوې دي.

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلي چې له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

تراوسه پورې د دې نښتې د علت په اړه نه د طالبانو حکومت او نه پاکستان څه ویلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه هر څه موده وروسته نښتې کېږي او پاکستان ډېر ځلي له دې ډول نښتو وروسته خپلې لارې بندې کړي دي.

په بغلان او شاوخوا سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شول

یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۷ درجې و، نن (پنجشنبه) د افغانستان په شمال لوېدیځو ولایتونو کې احساس شوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شمال په ۱۶ کیلومترۍ کې و.

د راپور له مخې، د زلزلې ټکان تر غرمې مخکې په لس بجې او ۵۲ دقیقې احساس شو.

د زلزلې له کبله د سرومال د تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د ۱۳۸۱ د حمل په شپږمه (د ۲۰۰۲ د مارچ په ۲۶ مه) یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر ۶ درجې و، په نهرین کې لږترلږ۹ ۱۸۰۰ تنه مړه او تر ۴ زره ډېر کسان ژوبل کړل.

د افغانانو د معلوماتو تر افشا وروسته زرګونه کسان بریتانیا ته د یوې پټې طرحې له مخې انتقال شوي

د بریتانیا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له لورې د افغانانو د شخصي معلوماتو له افشا کیدو وروسته څرګنده شوه چې د یوې پټې طرحې له مخې زرګونه افغانان بریتانیا ته انتقال شوي دي.

رویترز خبري اژانس لیکلي، په دغو معلوماتو کې، چې د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ میاشت کې په تیروتنه د دفاع وزارت د یوه چارواکي له لورې پر فیسبوک خپاره شوي وو، د شاوخوا ۱۹ زره افغانانو نومونه او معلومات شامل وو — دا هغه کسان وو چې غوښتنه ‌یې کړې وه چې بریتانیا ته انتقال شي.

دا پېښه یوازې شپږ میاشتې وروسته له هغه وشوه چې طالبانو کابل ونیوه.

د بریتانیا مخکینی حکومت په ۲۰۲۳کال کې د دغو معلوماتو د افشا کیدو په اړه خبر شو چې نهه میاشتې وروسته يې د افغانانو د بیا میشتیدو لپاره یوه طرحه جوړه کړه چې له مخې یې ۴۵۰۰ افغانان بریټانیا ته انتقال شول.

خو دغو افغانانو ته پرون سې‌شنبې د معلوماتو د افشا کیدو په اړه خبر ورکړل شوی دی.

د بریټانیا دفاع وزیر جان هیلي د معلوماتو د افشا کیدو له کبله بښنه غوښتي ده.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، هغو کسانو ته چې شخصي معلومات يې افشا شوي د احتیاطي تدابیرو ویل شوي وو.

رویترز د بریټانیايي چارواکو په حواله لیکي، ښايي طالبان د دغو معلوماتو له خپریدو خبر نه وو، خو دا تاییدول هم ستونزمن دي چې اغیزمن کسان به د معلوماتو د افشا کیدو له کبله له جدي خطر سره مخامخ شوي وي که نه وي.

د غلام خان بندر د پنځلسو ورځو لپاره د باروړونکو موټرو پر مخ نن پرانستل شو

د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په خوست ولایت کې د غلام خان بندر لار نن چهارشنبې د باروړونکو موټر پر مخ له اوږد ځنډ وروسته خلاصه شوې ده.

دغو رسنیو د طالبانو د سرحدي ځواکونو ویاند عابد الله فاروقي په خواله ویلي، "غلام خان لار د پنځلسو ورځو لپاره پرانیستل شوی ده".

فاروقي د لارې د لنډې مودې د پرانستل کیدو په اړه جزیات ورکړي نه دي.

د غلام خان بندر لار دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لورې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

یوناما: د پیسو له کموالي سره سره د ستنو شویو افغان کډوالو لاسنیوي ته دوام ورکوي

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشره وایي، د بودجې له کموالي سره سره افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

روزا اوتونبایوا ویلي د ملګرو ملتونو مسولانو د کډوالو د جبري ستنولو د مخنیوي په پار د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره هم څو غونډې کړې چې دا یې د ښو پایلو په هیله ده.

نوموړې دا څرګندونې پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۲۴مه) د طالبانو د رییس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په ارګ کې کړي او باختر اژانس راپور کړې دي.

یوناما پرون د هرات اسلام قلعه بندر ته د میرمن اوتونبایوا له سفر وروسته یوه خبرپاڼه کې وویل، له ایرانه راستانه شوي کسان له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړیږي.

د دوی په ټکو د ۲۰۲۵ کال له پيله افغانستان ته یو اعشاریه درې میلیونه کډوال ستانه شوي چې د راپورونو له مخې ډیری هغوی په زور ایستل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان له ګاونډیو باید د کډوالو غیر منظم ستنول پای ته ورسیږي او دغه بهیر باعزته، خوندي او داوطالبانه شي.

حال وش: ایراني پوله ساتو یو افغان په ډزو وژلی دی

د نیمروز او ایران سرحد ترمنځ غځېدلې لار
د نیمروز او ایران سرحد ترمنځ غځېدلې لار

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وایي چې د ایراني سرتیرو په ډزو کې یو افغان وژل شوی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې دغه افغان عبدالمنان نورزهي نومیږي چې د فرا ولایت اوسیدونکی و خو له ډیره وخته د ایران زاهدان کې اوسېده.

راپور کې راغلي، نوموړي چې له ایرانه اخراج شوی و بیرته غوښتل د کورنۍ لیدو لپاره زاهدان ته ولاړ شي چې د هیرمند په پوله کې پرې ډزې وشوې.

حال وش لیکلي، د ډزو پیښه د شنبې په ورځ شوې، خو په خبره یې د دغه افغان جسد پرون دوشنبه لارویانو موندلی او نیمروز ته یې لېږدولی دی.

د ایران حکومت او طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب مړینې ته غبرګونونه

مطیع الله تراب، ټولنیزې رسنۍ
مطیع الله تراب، ټولنیزې رسنۍ

د پښتو ژبې مشهور ولسي، حماسي او منتقد شاعر مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغې د مړینې په تایید سره پر پیښه خواشیني ښودلې ده.

د تراب جنازه نن ( سه شنبه د چنګاښ ۲۴مه) په کابل او جلال اباد کې ترسره کیږي او بیا به د ننګرهار خوګیاڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.

تراب د شعر ځانګړی سبک درلود او په اکثرو مشاعرو کې یې خپل شعرونه په یاد ویل او د مینه والو له بدرګې سره به مخ کېدل.

مطیع الله تراب په دې وروستیو کې په یوه مشاعره کې د طالبانو مشر ملا هبت الله باندې هم نیوکه وکړه چې ولې له کندهاره واک چلوي او هغه ته یې د شعر په ژبه وویل چې کابل ته راشي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو، ادبپالو، لیکوالانو او د هغه مینه والو د تراب پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې د پښتو معاصر ادب ته یوه ستره ضایعه بللې ده.


یوناما له ایرانه ستنو شویو سره د نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

اسلام قلعه بندر ته ستانه کړای شوي کډوال
اسلام قلعه بندر ته ستانه کړای شوي کډوال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشرې له ایرانه ستنو شویو افغانانو سره له نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

روزا اوتونبایوا اسلام قلعه بندر ته تر سفر او هلته له راستنو شویو کډوالو سره تر لیدو کتو وروسته نن سه شنبه ( د چنګاښ ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کډوال له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان چې له وړاندې وچکالۍ ځپلی، بشري ناورین په کې دی او ۷۰ فیصده خلک یې بې وزله دي، په یوازې سر د راستنېدونکو د څپې منلو ته چمتو نه دی.

یوناما ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پيله یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې د راپورونو له مخې ګڼ شمیر یې په زور او فشار ایستل شوي دي.

یوناما ویلي، له ایران او پاکستان او دغه راز مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د افغانانو غیر منظم ستنول باید پای ته ورسیږي او دغه بهیر باعزته، خوندي او په خپله خوښه شي.

په امریکا کې د زرګونو افغانانو د موقت خوندیتوب حالت پای ته ورسېد

له پرون دوشنبې څخه د زرګونو افغانانو د موقت خوندیتوب حالت یا (TPS) پای ته ورسېد.

دغو افغانانو ته وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، د موقتي خونديتوب حالت په نوم په امریکا کې د اوسیدو اجازه ورکړل شوه، ځکه بېرته ستنیدا یې خطرناکه وه.

خو وووروسته له هغه چې یوه فدرالي قاضي د نژدې ۱۲ زره افغان کډوالو د “موقتي خونديتوب وضعیت (TPS) پروګرام ختم کړ، دا کسان له متحدوایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

د جولای په ۱۰مه د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي، تیودور چوانګ پرېکړه وکړه چې د TPS لرونکو افغانانو قانوني وضعیت به د محکمې د پرېکړې تر بشپړېدو پورې تمدید نه شي.

د دې حکم پر اساس له پرونۍ دوشنبې څخه د نژدې ۱۱ زره ۷۰۰ افغان کډوالو د کار اجازه اخیستل کېږي او ممکن له امریکا څخه وایستل شي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هیواد د کورني امنیت وزارت په مې میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی، نو ځکه دا هېواد نور د TPS لپاره وړ نه دی. د کورني امنیت وزیرې، “کریستي نوم”، د دې پرېکړې ملاتړ کړی، خو د بشري حقونو سازمانونو پرې سخت عکس‌العمل ښودلی دی.

د “هیومن رایټس واچ” په ګډون د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په زور د دې کسانو بېرته افغانستان ته استنول، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې، د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کولی شي.

له ایران او پاکستانه د بې ساري ډېر شمېر کډوالو پر ستنولو د م.م. د کډوالو د ادارې اندېښنه

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د ایران او پاکستان له‌خوا په بې ساري ډول د ډېر شمېر افغان کډوالو پر ستنولو جدي اندېښنه څرګنده کړه او د هغو د عاجلو اړتیاوو لپاره یې د بېړني بشري ملاتړ غوښتنه وکړه..

د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې له ایران څخه یوازې په یوه ورځ تر ۴۳ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا چاره د افغانستان له مخکې څخه کمزورې زیربناوې او کوربه ټولنې تر سخت فشار لاندې راوړي.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې په ځانګړو سرحدي سیمو کې د کډوالو تمرکز پر ځایي ټولنو او شته سرچینو «غیر معمولي فشار» راوستی، په داسې حال کې چې دا سیمې له وړاندې د اقتصادي ستونزو او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

د کډوالو لویې کمیشنري همداراز ټینګار کوي چې افغان ښځې او نجونې د راستنېدو پر مهال له سختو محدودیتونو او سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي، چې دې وضعیت د دوی د تعلیم، روغتیا او کار کولو فرصتونه خورا محدود کړي.

په وروستیو میاشتو کې، هم ایران او هم پاکستان د هغو افغان وګړو د ایستلو بهیر چټک کړی چې د دوی په وینا بې اسناده دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG